oiuytrew
ریس خادیم

د انسان د کولمو چنجیان!

395 لیدنې 20 رایې
3.6 (20)
ریس خادیم
ریس خادیم 11 Jul 2026

د انسان د کولمو چنجیان!څو ډولونه لري؟ په کومو کسانو کي زیات وی؟ په چینجیانو د اخته کیدو سببونه؟ اعراض او علایم یی څه شی دی؟ درملنه يه څنګه کولی سو؟دکولمو په چنجیانو زیات شمیر ماشومان او کاهلان منتن او اخته کیږی چی اکثریت چنجیان په کولمو کی هګی اچوی او ژوند کوی. چنجیان زیات وخت د غایطه موادو په معاینه او ځینی وختونه په غایطه موادو کی بیله مایکروسپکی معاینی په سترګو هم لیدل کیږی. د کولمو چنجیان تر ۱۰۰ ډوله زیات نوع لری چی عام ډولونه یی عبارت دی له☜ مدور چنجیان(Round worms) ☜ فیته مانند چنجیان(Tape worms) ☜ سنجاق مانند چنجیان(Pin worms) ☜ چنګک مانند چنجیان(Hook worms)په دې چنجیانو د اخته کیدو اسباب:١. هغه اشخاص چی خام غذایی موادو خوری ٢. هغه اشخاص چی د داسی خاوری سره په تماس کی وی کوم چی په غایطه موادو ککړه وی. ٣. هغه اشخاص چی په کنارابو کی غایطه مواد نه کوی. ٤. د مچانو په واسطه د ککړ سوو موادو خوړل. ٥. هغه اشخاص چې د تشناب یا کناراب څخه د راوتلو وروسته لاسونه نه مينځي.اختلاطات یا ناوړه پایله یی:که چیری په چنجیانو اخته کسان تداوی نسی نو د لاندی اختطلاتو سره به مخامخ سی. ۱:- د کولمو بندش چی اکثراً د اسکاریس چنجی په واسطه منځ ته راځی ۲:- د چنجی بی ځایه کیدل ۳:- سینه بغل ۴:- کم خونی ۵:- د ینی ناروغیپه چنجیانو د اخته کسانو اعراض او علایم:۱:- د نس دردونه ۲:- اسهالات ۳:- دلبدی او استفراق ۴:- په غایطه موادو کی د چنجیان شتون ۵:- خسافت او خستګی ۶:- زیات ټيغون ایستل ۷:- د وزن له لاسه ورکولمدور چنجیان[Ascaris]په افغانستان کی په چنجیانو د اخته کیدو معمول ترین نوع عبارت له اسکاریس چنجیانو څخه ده چی زیات شمیر واقعات لری. اسکاریس چنجیان په کوچنی کولمو کی ژوند کوی، ددی چنجیانو لاروا په سږو کی په بالغ چنجی بدلیږی وروسته بالغ سوی چنجی هګی اچوی او په غایطه موادو کی لیدل کیږی. زیاتره ناروغان کیدای سی بیدون د اعراضو او یاهم د پورته اعراضو درلودونکی وی.سنجاق مانند چنجیان[Oxyuris, Enterobius]دا چنجیان د کوچنیو کولمو د سیکوم په برخه کی ژوند کوی، زیات وخت د نوموړو چنجیانو ښځينه جنس د شپی لخوا د کولمو څخه خارجیږی او مقعد ته راځی او هګی اچوی چی د مقعدی د ناحیی د خارښ سبب کیږی او د مقعدی ناحیی د ګرولو او مښولو وروسته نوموړی هګی ددی کسانو خصوصا ماشومانو په نوکانو کی ځای پر ځای کیږی او کله چی ماشومانو لاس خولی ته وړی نو د دوباره اخته کیدو سبب کیږی. پدی دول چنجیانو اخته کسان اکثراً د شپی لخوا د مقعدی ناحیی خارش لری او دبی خوبی لامل یی کیږی.چلاق لرونکی چنجیان[Trichuris]دا دول چنجیان د چلاق په څير دی او په غټو کولمو کی ژوند کوی. پدې دول چنجیانو اخته کسان خونی ناس ناستی ، د ګيدی دردونه ، د ریکتم پرولپس او د وزن له کموالی سره مخامخ وی.فیته مانند چنجیان[Tap worms]دا دول چنجیان د هغو حیواناتو د نیمه خامو غوښو د خوړلو څخه ووسته رامنځته کیږی چی غوښی یی خوړل کیږی. شپږ بیلابیل دولونه یی په انسانانو کی ناروغی رامنځته کوی چی دری دوله یی اوږده او پاته دری نور یی کوچنی دی.تشخیص:زیاتره وختونه د چنجیانو یوه برخه د غایطه موادو سره خاریجیږی چی د غایطه موادو په معاینی سره دیر ژر تشخیص کیدای سی.درملنه:ددی دول چنجیانو په درملنه کی د لاندی درملو څخه استفاده کوو✔ هغه ماشومان چی دوه یا د دوه کاله څخه زیات عمر ولری Mebendazol 100 mg او یا هم Albendazol 400 mg د درو ورځو لپاره ورکول کیږی✔ هغه ماشومان چی د یو څخه تر پنځه کالو عمر ولری Pyrantel 125 mg په واحد دوز سره ورکول کیږی✔ هغه ماشومان چی د شپږ څخه تر دولس کالو عمر ولری Pyrantel 250 mg په واحد دوز سره ورکول کیږی.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (20)

20 ټولې رایې

5★
5
4★
6
3★
4
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan