سیاست مې هر ځای لیدلی و، خو څنګه چې ایرانیانو د قرآن کریم د آیتونو په وسیله خپل سیاسي پیغام نړۍ ته ورساوه، یو نمونه او بېحده جالب موضوع ټول سوشل مډیا کې وګرځېده. هغوی د راغلو مېلمنو مخ ته کوم چې د خامنهيي د جنازې لپاره ورغلې وه د هېواد د حالاتو مطابق د قرآن آیتونه انتخابول او په همدې ډول یې خپل دریځ هم په غیرمستقیمه توګه هغوی ته څرګنداوه.د بېلګې په توګه، کله چې د عربستان سعودي پلاوی ایران ته ورغی، نو ایراني قاري د آل عمران سورت ۱۳م آیت تلاوت کړ:﴿قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا ۖ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ ۚ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ ۚ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَاءُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُولِي الْأَبْصَارِ﴾ژباړه: بېشکه ستاسو لپاره په هغو دوو ډلو کې، چې یو له بل سره مخامخ شوې، لویه نښه وه؛ یوه ډله د الله په لار کې جنګېدله او بله کافره وه…مطلب د خبرې واضح و. د آیت له انتخابه داسې معلومېده چې ایران ځان د حق په ډله کې حسابوي او امریکا او د هغه ملګري د کفر په توګه یادوي، کومه ډله کې چې عربان هم شامل دي، ځکه هغوی هم د امریکا، یعنې کفر، ملاتړ کاوه. زما په ګومان، دا به د ننني عصر یو تر ټولو توند او غاښماتوونکی سیاسي پیغام د قرآن کریم په واسطه عربستان سعودي ته و.همداسې، کله چې د فلسطین پلاوی ورغی، نو د اسراء سورت آیتونه تلاوت شول، کوم کې چې د رسول الله ﷺ د معراج سفر د مکې څخه بیت المقدس ته و، او بیت المقدس یې د مسلمانانو لپاره یو مقدس ځای ټاکلی و. پرته له کومې سیاسي خبرې، ایرانیانو خپل ملاتړ د فلسطین څخه او مخالفت د اسرائیل څخه نړۍ ته څرګند کړ.همداسې د لبنان د پلاوي د ورتګ پر مهال دا آیت تلاوت شو:﴿يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ﴾ژباړه: ای زما مؤمنو بندګانو! زما ځمکه پراخه ده، نو یوازې زما عبادت کوئ.دا آیت هم ډېر زېرکانه ټاکل شوی و. اوس وخت کې د فساد بوجۍ اسرائیل په لبنان باندې تعرض پیل کړی او هره ورځ د لبنان یو نوی ښار نیسي. نو فکر وکړئ، څومره په ظریفه توګه هغې موضوع ته اشاره شوې وه او د لبنان خلکو ته د صبر او مقاومت توصیه وه.همداسې د هر هېواد لپاره، د هغوی د حالاتو مطابق، آیتونه تلاوت کېدل، خو زما لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د پلاوي هرکلی و. د آیت الله خامنهيي د جنازې مراسمو ته زموږ له خوا ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي ورغلي وو. د افغانستان د پلاوي په ورتګ د سورت الفتح لومړی آیتونه تلاوت شول:إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ژباړه: بېشکه موږ تا ته ښکاره بریا درکړې ده.مفهوم یې واضح دی. طالبانو د شل کلن جهاد په واسطه امریکا، د نړۍ موجود فرعوني نظام، ته شکست ورکړ او یوه ښکاره فتح یې ترلاسه کړه. خدای دې وکړي، د دې فتحې څخه ساتنه هم وکړې شي آمین.❤️خو په دې ټولو کې تر ټولو جالبه د پاکستان د پلاوي هرکلی و. ویل کېږي چې د هغوی په ورتګ سورت المنافقون تلاوت شوی و. یعنې، وام د مور شیدې دې شه، ایران د نر بچی یې؛ داسې دقیق یې راګیر کړی چې حد یې پرې کړی😁😂https://www.facebook.com/shuhab09?mibextid=wwXIfr&mibextid=wwXIfr
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
4.2
18 ټولې رایې
5★
8
4★
6
3★
3
2★
1
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
100 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
جالب
د نړۍ تر ټولو ارزښتمن انځور
د نړۍ تر ټولو ګران انځور! شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې Mona Lisa انځور رسم کړ، خو هېچا به فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټو...
نصيح الله ماهر
127 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
جالب
د بشر په تاریخ
د بشر په تاریخ کې هغه ورځ چې د تصویر په شکل ثبت سوه! د نن څخه پوره 57 کاله دمخه هغه درې ستورمزلي په یوه کپسول کې په «ارا...
ریس خادیم
183 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)