د بلوڅانو یووالي کمېټې (بيوایسي) مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ ته د بلوچستان مرکزي ښار کوټې یوې ترهګرۍ ضد محکمې عمري بند سزا اورولې ده.اغلې بلوڅ ته دا سزا نن دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) اورول شوې ده.په کوټه کې، د یادې محکمې قاضي محمد علي مبین دا سزا داسې حال کې اورولې، چې نه یوازې ماه رنګ بلوڅ او د بي وای سي ځینو نورو نیول شویو فعالانو، بلکې د دوی مدافع وکیلانو له محکمې سره پرېکون اعلان کړی، بلکې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې یې په هده نومي زندان کې پرلت کړی.د ماه رنګ او بي وای سي ځینو نورو فعالانو مدافع وکیل اسرار جتک له قوله وايي، د ماه رنګ او صبغت الله شاه په ګډون د بي وای سي فعالانو پر ضد دا قضیه په ۲۰۲۴ کال کې د بلوچستان په ګوادر کې د بلوچ راجي مچي په نامه غونډې په ترڅ کې د امنیتي ادارو یوه کس وژل کېدو په تړاو ثبت شوې وه.هغه تورنه شوې چې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د یادې غونډې پرمهال د شبیر په نوم یو امنیتي کس په ډبرو لګېدو نه وروسته مړ شو او د هغه د وژل کېدو قضیه د دې پر ضد ثبت شوې وه.
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
10 ټولې رایې
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
بلوڅ ازادي غوښتونکي! دا غورځنګ په پاکستان کې يو قومې، نژادي او خپل حق غوښتلو لپاره جوړ شوی، چې کله پاکستان کې خلک په مرموز ډول خوشې تور لږولو سره به يې وژل، ځینو ازادي غوښتونو دې نقطې ته پام شو او دا غورځنګ يې ايجاد کړ. هيره دی نه وي پاکستان کې دا ډول بې ګناه انسانان ډول ډول تورونو باندې وژل کيږي. ژوندی مثالونه يې، ګلمن شهيد، نقيب او داسې نور يادولې شو.....
# اړوند پوسټونه
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...