oiuytrew
حنفي کوچی

د تاريخ کرښې کږې را يادې پکې

875 لیدنې 22 رایې
3.3 (22)
حنفي کوچی
حنفي کوچی 19 Sep 2026

ته د علم او د کار خبرې وکه دا سیاست او دا کیسې را یاد نکېپښتانه پکې ياد شوي ترهګر دي د تاریخ کرښې کږې رایادې نکېد زړګي زاړه زخمونه به تازه شي د یارانو چې دوکې رایادې نکېپه رڼا کې مو هم ژوند ده بیخي ستړی تورې شپې تیارې تیارې رایادې نکېچې یې موږ باندې په جیبر عملي کړې د ژوند هغه فیصلې رایادې نکېنه هم جنګ شته نه کیسې شته د مرګونو نور تعلیم ته بهانې رایادې نکېما بلها دې پکې کړي تاوانونه د تېر ژوند مې خاطرې رایادې نکېپه نړۍ کې پرمختګ نه یې کړو پاتې دا څلویښت کاله جګړې رایادې نکېحنفي ته ترې دا خړ پړ کلی ښه ده چې دا دنګې شان بنګلې رایادې نکې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (22)

22 ټولې رایې

5★
4
4★
6
3★
5
2★
6
1★
1

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan