حساسیت (الرجي) او نفس تنګي (Asthma) هغه عامې روغتیايي ستونزې دي چې د انسان د تنفسي سیستم پر فعالیت اغېز کوي. د دوامدار ټوخې، پرلهپسې پرنجو، د پوزې بهېدلو، د ساه لنډۍ، د سینې تنګوالي او یا د سترګو خارښت په صورت کې د دقیق تشخیص لپاره لابراتواري معاینات ځانګړی اهمیت لري.په عنایت مهمند طبي لابراتوار کې د حساسیت او نفس تنګي د تشخیص لپاره لاندې مهمې معاینې ترسره کېږي:Total IgE (Serum IgE): په وینه کې د IgE انتي باډیو اندازه معلوموي چې د الرژیکو ناروغیو د ارزونې لپاره یو مهم شاخص ګڼل کېږي.Absolute Eosinophil Count (AEC): د ایوزینوفیل حجرو شمېر معلوموي، چې زیاتوالی یې اکثر د حساسیت، استما او ځینو پرازیتي ناروغیو سره تړاو لري.Complete Blood Count (CBC Profile): د وینې عمومي وضعیت ارزوي او د بدن د دفاعي سیستم د فعالیت په اړه مهم معلومات وړاندې کوي.Allergy Skin Test: د هغو ځانګړو موادو پېژندلو کې مرسته کوي چې د ناروغ د حساسیت سبب ګرځي، لکه دوړې، ګرد، حیوانات، ځینې خواړه او نور چاپېریالي عوامل.د حساسیت او نفس تنګي نښې له یو شخص څخه بل ته توپیر لري. د لابراتواري معایناتو له لارې د ناروغۍ اصلي لامل معلومېږي او ډاکټر ته دا زمینه برابروي چې د ناروغ لپاره مناسبه او اغېزمنه درملنه غوره کړي.که تاسو یا ستاسو د کورنۍ کوم غړی د پرلهپسې پرنجو، ټوخې، ساه لنډۍ، د سینې فشار، د سترګو خارښت یا نورو الرژیکو نښو سره مخ یاست، د متخصص ډاکټر له مشورې وروسته اړینې معاینې ترسره کړئ.
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
527 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
532 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)