د حضرت ضرار (رض) له واقعې لږه موده وروسته، د شام عیسایانو د خپل یو قوماندان "بولص" او د هغه د ورور "بطرس" په مشرۍ کې پر یو شمېر مسلمانانو برید وکړ او ځینې مسلمانې ښځې یې بندیانې کړې، چې په هغو کې حضرت خوله بنت ازور (رض) هم شامله وه. دا بندیانې شوې ښځې د عربو د غیرتي قبایلو څخه وې او په جنګي حالاتو کې د ځان ساتنې په هنر پوهېدې. کله چې دوی بندیانې شوې، حضرت خولې (رض) نورو ښځو ته غږ وکړ او ویې ویل: "ای د حمیر لورګانو او ای د قبیله تبع یادګارونو! ایا تاسو په دې راضي یاست چې دا رومي کافران پر تاسو غالب شي؟ ایا تاسو غواړئ چې د دوی وینځې جوړې شئ؟ ستاسو هغه مېړانه او غیرت چې په ټوله عرب کې یې یادونه کېده، چېرته لاړ؟ زما په نږدې کې د دې ذلت نه مرګ ډېر غوره دی."دا خبرې چې کله عفیره بنت عفار (رض) واورېدې، نو ویې ویل: "ای د ازور لورې! ستا خبرې حق دي، خو موږ نه اسونه لرو، نه نیزې او نه تورې. دښمن پر موږ ناڅاپي برید وکړ او موږ بې وسلې یو." حضرت خولې (رض) په ځواب کې ورته وویل: "تاسو غافل مه اوسئ! د خېمو لرګي او ستنې (ستونونه) خو شته دي. موږ باید همدا لرګي راواخلو او پر دې بدبختانو برید وکړو. کیدی شي ارحم الراحمین زموږ مرسته وکړي، که نه نو لږ تر لږه به شهیدانې شو او د قیامت په ورځ به شرمنده نه یو." د دې خبرو وروسته، هرې ښځې د خېمې یو یو لرګی راواخیست. حضرت خوله (رض) پخپله هم یو لوی لرګی پر اوږه کېښود او مخکې شوه. هغې خپلو ملګرو ته وویل که کمزوري وښایئ، نو د دښمن نیزې به ستاسو سینې وڅیري، نو په مېړانه وجنګېږئ. دوی پر رومیانو برید وکړ. حضرت خولې په لومړي برید کې د یو رومي پر سر د لرګي داسې ګوزار وکړ چې هغه سمدستي مړ شو. کله به چې کوم رومي پر اس سپور د دوی لور ته ورغی، دې مېرمنو به په لرګیو د اسونو پښې ور ماتې کړې او چې کله به عسکر راوغورځېد، نو پر سر به یې ورته وهل تر څو چې مړ به شو. په دې ډول دوی ۳۰ رومي عسکر ووژل. کله چې بطرس دا حال ولید، ډېر غصه شو او خپلو عسکر ته یې امر وکړ چې دا ښځې ووژنئ ځکه دا د ټول روم لپاره د شرم خبره ده چې ښځې پرې غالبې شي. رومیانو په شریکه برید وکړ، خو مسلمانو ښځو په پوره استقامت مقابله کوله. په همدې حال کې ناڅاپه د دوړو غبار پورته شو او حضرت خالد بن ولید (رض) له خپل لښکر سره راورسېد. د مجاهدینو د تورو په ځلېدو سره د دښمن زړونه ولړزېدل او هغوی خپله ماتې ولیده. حضرت خالد (رض) او د هغه لښکر دا مېړنۍ خویندې د دښمن له منګولو وژغورلې. حضرت خوله بنت ازور (رض) د حضرت عثمان (رض) د خلافت په وروستیو کې وفات شوه.د نورو اسلامی کیسو لپاره څراغ وڅاري مننه
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
277 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
444 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)