oiuytrew
ریس خادیم

د حضرت محمد رسول الله ﷺ لند ژوند لیک

267 لیدنې 17 رایې
3.4 (17)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

د حضرت محمد رسول الله ﷺ لند ژوند لیکد محمد رسول‌الله ﷺ د ژوند لیک په اړه ډېرې لیکنې شته؛سلګونه کتابونه د هغه ﷺ د سیرت په اړه راټول شوي دي.او حتی له علماوو څخه یو عالم د رسول‌الله ﷺ د ژوندلیک په اړه په ۲۵ جلدونو کې کتاب لیکلی دی، او تر ټولو لنډ د سیرت کتاب امام نووي رحمه الله د «تهذيب السيرة النبوية» په نوم لیکلی دی.خو زه غواړم هغه څه چې نامتو تاریخ‌پوه جناب زرکلي په «الأعلام» کې لیکلي دي، دلته وژباړم او تاسو ته یې وړاندې کړم.هغه ﷺ: محمد رسول‌الله ﷺ (۵۳ ق هـ – ۱۱ هـ / ۵۷۱ – ۶۳۳ م) د عبدالله زوی، د عبدالمطلب زوی، د هاشم زوی، د عبدالمناف زوی، د قصي زوی، د کلاب زوی، د مره زوی، د کعب زوی، د لؤي زوی، د غالب زوی، د فهر زوی، د مالک زوی، د نظر زوی، د کنانه زوی، د خزیمه زوی، د مدرکه زوی، د الیاس زوی، د مضر زوی، د نزار زوی، د معد زوی او د عدنان زوی دی.هغه ﷺ د قریشو یوه نیکه بېلګه،او د اسلامي ټولنې مؤسس، د ښو اخلاقو او عاداتو بنسټګر،د ګوندونو او ډلو یو امت ته راټولونکی، د سیاسي او تشریعي ژوند پیلونکی و.چې یتیم لوی شو،او مور یې آمنه بنت وهب هغه روزلی و.کله چې محمد ﷺ شپږ کلن و، مور یې وفات شوه، نو سرپرستي یې عبدالمطلب پر غاړه واخیسته. دوه کاله وروسته عبدالمطلب هم وفات شو، نو کفالت یې ابو طالب (کاکا یې) پر غاړه واخیست.رسول الله ﷺ یو زړور او صادق سړی و، لوړ همت یې درلود،د خپل لاس له کاره یې خوراک پیدا کاوه او هغه به یې خورل.د هغه اخلاقو ټول خلک حیران کړي وو، عقل یې بشپر،او تجربه یې تر ټولو ثابته وه.قوم یې هغه ته د «امین» لقب ورکړی و. کله چې د رسول الله ﷺ عمر ۲۵ کاله شو، له خدیجې رضی الله عنها سره یې واده وکړ.له هغې سره شام ته په سوداګرۍ لاړ او هلته دوی ته ګټوره سوداګري نصیب شوه.کله چې د رسول الله ﷺ عمر ۴۰ کلونو ته ورسېد،ریښتینې خوبونه یې پیل شوې او تنها والی او خلوت ورته محبوب شو. نو هغه ﷺ به غار حراء ته تللو او هلته به یې عبادت کاوه.په رمضان کې (۱۳ ق هـ / ۶۱۰ م) په غار حراء کې ورته دا آیت نازل شو:«اقرأ باسم ربك الذي خلق،خلق الانسان من علق» نو پټ دعوت یې،لومړی له خپلوانو څخه پیل کړ:له خپلې میرمنې خدیجی رضی الله عنها،د خپل کاکا زوی علی بن ابی طالب،خپل ملګری ابوبکر،او دهغه مولا زید بن حارثه،او د هغه د قوم یو شمېر خلکو پری ایمان راوړ.له دې وروسته،دعوت یې ښکاره کړ،او خلکو ته یې د اسلام او توحید بلنه ورکړه،د شرک او بت پرستۍ څخه یی خلک ودار کرل،قریشيان پر هغه پاڅیدل،او هغه ته یې آزار او اذیت رسول،خو هغه ﷺ صبور و، ګواکې دغه اذیتونه هغه ځواکمنه کوی.ابو طالب تر خپلې مړینې پورې د هغه ملاتړ وکر،کله چې حمزه رضی الله عنه او عمر بن خطاب رضی الله عنه ایمان راوړو،نو دین او دعوت قوي شو،خو د مشرکانو بریدونه او اذیتونه هم لا زیات شول.نو هغه د حبشو خاورې ته د هجرت امر صادر کړ؛په لومړي پړاو کې ۱۱ کسانو او په دویم پړاو کې ۸۳ کسانو هجرت وکر.د وخت په تېرېدو سره اسلام خپور شو،او د اوس او خزرج له اهل د مدینې څخه شپږ کسان مسلمان شول.د مسلمانانو شمیر ورو ورو زیات شو،رسول الله ﷺ مصعب بن عمیر رضی الله عنه هغوی ته واستاوه ترڅو خلکو ته د اسلام شریعت او دقرآن تعلیم ورکړي.اسلام په مدینه کې خپور شو.هغوی له رسول الله ﷺ څخه وغوښتل چې مدینې ته هجرت وکړي،او ژمنه یې وکړه چې د رسول الله ﷺ دفاع به کوي. نو رسول الله ﷺ د دوی غوښتنه ومنله،خپلو صحابه وو ته یې امر وکړ او هغوی مدینې ته هجرت وکړ.کله چې هغوی مدینې ته ورسېدل،خبر یې قریشيانو ته ورسېد،نو هغوی د رسول الله ﷺ د وژلو په لټه کې شول، خو الله تعالی هغه وساته.په مدینه کې رسول الله ﷺ ابادیګانې جوړې کړې،او هلته یې یو جومات جوړ کړ او له هغه ځایه یې دعوت عام کاوه.د قریشو مشرکانو سره له دې هم هغه آرامه پرېنښود،نو الله تعالی ﷺ د جهاد اجازه ورکړه، او لومړۍ آیه چې نازل شوه:«أذن للذين يقاتلون بأنهم ظلموا» وه.لومړۍ جګړه د رسول الله ﷺ له خپل قوم (قریشو) سره د مدینې په نېږدې کې په بدر کې د روژی په میاشت کې رامنځته شوه.په دې سلسله کې د رسول الله ﷺ د غزاګانو لړۍ د اسلام د دښمنانو پر وړاندې پیل شوه.رسول الله ﷺ په ټول عمر کې په ۲۷ غزاګانو کې ګډون کړی او په ۵۳ سریو کې یې امیر ټاکلی و.رسول الله ﷺ یوازې په جګړو بسنه ونه کړه، بلکې پاچاهانو ته یې هم لیکونه استول.رسول الله ﷺ (نُه) ښځی،او اوه ماشومان درلودل(درې زامن او څلور لوڼې) چې ټول یې د هغه ﷺ په ژوند کې وفات شول پرته له حضرت فاطمه رضی الله عنها.خپل ژوند په پای کې، هغه د حج په جریان کې خلکو ته یوه خطبه ورکړه، چې د حجة الوداع په نوم یادیږي.هغه خطبه په خپل اوښ باندې ویلې وه. دا یوه ډېره اوږده او ارزښتناکه خطبه وه، چې د دین او دنیا ټول اړخونه یې رانغاړلي وو. کله چې رسول الله ﷺ وفات شو، د هغه صحابه شاوخوا ۱۲۴,۰۰۰ تنو ته رسیدو.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (17)

17 ټولې رایې

5★
3
4★
4
3★
6
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan