یو سړی د غوږونو له اړخه ډېر دروند شوی وه یوه ورځ خبر شو چې ګاونډی یې سخت ناروغ دی هغه فکر وکړ چې ښه به وي د هغه پوښتنې ته ولاړ شي، خو اندېښمن و چې دی خو ښه نه اوري، نو د ناروغ خبرې به څنګه واوري؟نو په کور کې یې له ځانه سره یو پلان جوړ کړ چې زه به څه پوښتم او هغه به څه ځواب راکوي.له ځانه سره یې وویل: زه به وپوښتم: روغتیا دې څنګه ده؟هغه به خامخا ووایي: له پخوا ښه یم.نو زه به ووایم: شکر دی، الله دې نوره هم روغتیا درکړي.بیا به وپوښتم: څه شی خوري؟هغه به ووایي: لوبیا یا دال.نو زه به ووایم: وا ډېر ښه، دا به دې بدن ته ګټه وکړي او ځواک به درکړي.وروستی به وپوښتم: کوم ډاکټر دوا درکړیده؟ هغه به د کوم ښه ډاکټر نوم واخلي. نو زه به ووایم: ډیر ښه، د هغه په لاس کې ډېره شفا ده، علاج دې همداسې جاري وساته.له دې زبردست پلان سره هغه د ګاونډي کور ته ولاړ ، خو بدبختانه، ګاونډی ډېر سخت ناروغ و او له درده تنګ شوی و.کوڼ سړي په موسکا وپوښتل: روغتیا دې اوس څنګه ده؟ناروغ له درده په تکلیف و، ورو یې وویل: څه ووایم، مرګ ته شپي سبا کوم. کوڼ سړي د خپل پلان له مخې سمدستي خوشحاله شو او ویې ویل: واه واه، د الله ډیر شکر، دا خو ډېره د خوشحالۍ خبره ده!😄ناروغ پسې غوسه شو. بیا کوڼ سړي وپوښتل: او نن سبا څه خوراک کوې؟ناروغ په غوصه وویل: زهر خورم، زهر!کوڼ سړي په خندا دعا وکړه: ماشاءالله، ښه پرې ځان موړوه، دا به دې بدن ته ډېر قوت ورکړي!😂اوس د ناروغ غوسه اسمان ته ورسېده. کوڼ سړي وروستی سوال وکړ: او علاج دې د کوم ډاکټر روان دی؟ناروغ په غوسه چیغه کړه: عزرائیل زما علاج کوي!کوڼ سړي په ډاډه زړه سر وخوځاوه او ویې ویل: سبحان الله، ډېر ښه ډاکټر دی. د هغه په لاس کې خو بېخي ډېره شفا ده، ښه علاج به د وکړي!😁🔎درس: کله ناکله بې له سم درک او پوهېدو خبرې کول، انسان د خندا وړ ګرځوي. مخکې له ځواب ویلو، سم اورېدل او پوهېدل ډیر مهم دي.
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
✅📚 جالبه کېسه
✅📚 جالبه کېسه : یو عرب غوښتل چې دوهمه میرمن وڪړي ، نو د ڪعبې شریفي امام ته ورغی امام ته یې وویل چې زه غواړم چې د ی...
ریس خادیم
95 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
فقیر
فقير د يو کور دروازې ته ودرېد، کوروالا سخت بخیلان وه، فقير وويل: بې وزله يم، مسکين يم، خيرات راکړئ، سخت وږی يم. هغوی پر...
ریس خادیم
74 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
خوندوره کيسه 🗣🗣
خوندوره کيسه 🗣🗣 خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونې په سر کې مرغ...
ریس خادیم
145 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)