د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، امریکایي سرتېرو د زرګونو وژل شویو یا اعدام شویو جاپانیانو سرونه د هغوی د کوپړیو ترلاسه کولو په موخه پرې کول. کله به یې چې جاپانیان په ډزو ووژل، نو سرونه به یې ترې پرې کړل، څرمن به یې ترې جلا کړه او بیا به یې په جوش اوبو کې په دې خاطر وایشول چې غوړ او غوښه ترې پاکه شي. له هغې وروسته به یې کوپړۍ د څو ورځو لپاره لمر ته کېښوده. دا کوپړۍ به امریکایي سرتېرو په کورونو کې د یادګار په توګه ساتلې او یا به یې خپلو ملګرو او ښځو ته د ډالۍ په توګه لېږلې. سرتېرو به د دې کوپړیو په شمېر ویاړ کاوه، ځکه دا د هغوی د مېړانې نښه ګڼل کېده چې څومره جاپانیان یې وژلي دي. دا کوپړۍ به د زړو او عتیقه توکو په هټیو کې خرڅېدې او په موزیمونو کې هم ښودل کېدې، په داسې حال کې چې په دې کې ډېرې کوپړۍ د بې ګناه ملکي خلکو وي.د ۱۹۶۴ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ، د جاپان حکومت وتوانېد چې ۳۸،۰۰۰ کوپړۍ بېرته ترلاسه کړي او په جاپان کې یې په یوه ځانګړې هدیره کې خاورو ته وسپاري. خو لا هم داسې زرګونه کوپړۍ شته چې پخواني امریکایي سرتېري یې په خپلو کورونو کې د یادګار په توګه ساتي.🇯🇵 ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)