oiuytrew
ریس خادیم

د زوړ ساعت راز

198 لیدنې 12 رایې
3.3 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

د زوړ ساعت راز :په یوه کوچني فرانسوي ښارګوټي کې یو زوړ ساعت‌ساز، ژاک، ژوند کاوه. ژاک له ماشومتوبه د ساعتونو سره مینه لرله. د هغه پلار هم ساعت‌ساز و، او له هغه یې دا هنر زده کړی و. ژاک به تل ویل:«ساعت نه یوازې وخت ښيي، بلکې د انسان عمر هم ورسره روان وي.»ژاک به هره ورځ سهار وخته د خپل دوکان دروازه خلاصه کړه. دوکان یې د زاړه ښار په زړه کې و، چیرته چې زاړه کوڅې، د تیږو جوړ کورونه او د باد غږونه د وخت له تېرېدو حکایت کاوه. هغه به له خلکو زاړه او خراب ساعتونه راواخیستل، پاک او جوړ به یې کړل، تنظیم به یې کړل او بېرته به یې وروګرځول. خو د دوکان په یوه کونج کې یو زوړ ساعت ځوړند و، چې هېڅ یې نه یې پلورلو، او نه یې ترمیماوه.دا ساعت یو لرغونی دیوالې ساعت و، طلایي رنګه ستنو او ښیښه‌لرونکي مخ سره. خلکو به پوښتنه کوله: «ژاکه، دا زوړ ساعت ولې نه پلورې؟» ژاک به موسک شو، خو هېڅ به یې نه ویل. یواځې به یې ساعت ته وکتل، لکه د زړه یوه ټوټه یې چې وي.کلونه تېر شول. ژاک بوډا شو، خو دوکان یې لا هم خلاص و. د ښار خلک به تل د هغه درناوی کاوه، ځکه ساعتونه یې یوازې وسایل نه وو، بلکې د ژوند یوه برخه وه. د ژاک لاسونو دومره مهارت درلود، چې تر ټولو خراب ساعتونه به یې هم جوړولیوه ورځ، د ښار یو نوی ښوونکی، میشل، چې د تاریخي شیانو سره مینه درلوده، ژاک ته راغله. هغه د زاړه ساعت په اړه وپوښتل.«دا ساعت ډېر زوړ ښکاري. له کومې پېړۍ دی؟» ژاک ورو، په ارامۍ سره ځواب ورکړ: «له اتلسمې پېړۍ… دا د پاریس د یو شتمن کس له کوره راغلی.» «ولې نه یې پلورې؟ دا به ښه بیه ولري.» ژاک موسکی شو. ویې ویل: «ځینې شیان د پیسو نه ډیر ارزښتناک وي.»خو میشل نه تسلیمېده. ورځ تر بلې به یې د ساعت په اړه وپوښتل. بالاخره یوه ورځ ژاک غږ کړ: «راځه، یو څه درته وښایم.»هغه میشل د دوکان شاته خونې ته بوتله چیرته چې زاړه کتابونه، د ساعت پرزې، او زاړه یادګارونه ایښي وو. په کونج کې یو زوړ بکس ایښی و. ژاک بکس خلاص کړ، او یو زوړ عکس یې راوویست.عکس کې یو ځوان سړی او یوه ښکلې نجلۍ وو. ژاک ورو وویل:«هغه زما خوږه ژولي وه. موږ دواړو مینه درلوده. دا ساعت هغې ماته یو ورځ مخکې له واده راکړ. خو د تقدیر لوبې عجیبه دي…»ژاک لږ چوپ شو، بیا یې نفس واخیست:«واده ونه شو. ژولي د اورګاډي په یو ټکر کې مړه شوه، همغه ورځ چې زمونږ واده وو دا ساعت یې د خپل پلار له کوره راوړی و. له هغې وروسته، ساعت مې ونه ښوروه. وخت پکې هماغه ورځ بند شوی، چې ژولي لاړه.»میشل چوپ شو. د ساعت خواته یی وکتل، وخت ۳:۴۵ و. ژاک ژوره ساه واخیسته:«ځینې وختونه، انسان له وخت سره جنګ نه کوي، بلکې له وخت سره ژوند کوي.»له هماغې ورځې وروسته، میشل هېڅکله د ساعت په اړه بیا څه ونه ویل. خو هر ځل چې به د ژاک دوکان ته تله، یو نظر به یې حتماً هغه ساعت ته کاوه، او له زړه به یې دعا کوله: «د مینې وخت، که بند هم شي، خو ارزښت یې تلپاتې وي.»ژاک درې کاله وروسته مړ شو ښاروال او ټول خلک د هغه جنازې ته راغلل. خو تر ټولو عجیبه خبره دا وه: د ژاک له مرګه درې ورځې وروسته، زاړه ساعت، چې کلونه بند و، ناڅاپه کار پیل کړ… هماغه وخت چې ژولي مړه شوې وه – ۳:۴۵.ښاروال هغه ساعت د ښار موزیم ته وسپاره، د یوه لوحې سره چې پرې لیکلي وو:«د زړونو د مینې هغه وخت، چې هیڅکله نه تېرېږي.»

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (12)

12 ټولې رایې

5★
3
4★
1
3★
4
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan