د زړه حمله څه ده او څنګه یې مخنیوی وکړو؟د زړه حمله (Myocardial Infarction – MI) هغه وخت پېښېږي چې د زړه د عضلې یوې برخې ته وینه په بشپړ ډول بنده شي. دا بندښت اکثر د کرونري شریانونو( د زړه د وينې رګونه) د بندېدو له امله وي چې د وینې د غوړو (Plaque) د راټولېدو یا د وینې لخته (Thrombus) په جوړېدو سره منځته راځي. کله چې وینه نه رسېږي، د زړه حجرې مړې کيږي او دا حالت د زړه حمله بلل کېږي.د زړه حملې مهم نښې نښانې•شدید د سینې درد (له 20 دقیقو زیات دوام)•درد د چپ لاس، غاړې، زامې یا شا ته خپرېدل•ساه لنډي•خوله کېدل، زړه بدوالی•ضعف او ناڅاپي کمزوريڅنګه د زړه حملې مخنیوی وکړو؟°د وینې فشار کنټرول✔ دوامدار کنټرول ✔ د مالګې کم استعمال ✔ درملو ته پابندي°د وینې شکر کنټرول✔ د شکر ناروغان ډېر زیات خطر لري ✔ منظم ازموینې + رژیم + درمل°کولسټرول کمول✔ د غوړ لرونکي خوړو کمول ✔ په اړتیا سره Statins کارول°بدني فعالیت✔ ورځ کې لږ تر لږه 30 دقیقې قدم وهل یا ورزش ✔ د زړه د عضلې لپاره ډېر ګټور°سګرټ پرېښودلسګرټ د رګونو دیوال سختوي او لخته جوړوي → خطر څو برابره زیاتوي.°د وزن کنټرول✔ زیات وزن د شکر، فشار او لوړ کولسټرول خطر زیاتوي.°سالم خوراک✔ سبزي، مېوې، د ماهي غوښه، زیتون تېل ✔ د Fast food او ډېرو غوړو مخنیوی°سټرس کمول✔ آرام، منظم خوب ✔ د ذهني فشار کنټرولکه څوک د زړه حملې نښې ولري؟ سمدستي امبولانس ته زنګ وکړئ مریض کینول او ارامول ناروغ ته حرکت مه ورکوی
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
527 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
532 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)