الله ﷻ د انسان بدن په داسې حیرانوونکي نظم او دقت سره پیدا کړی چې هره حجره ځانګړی جوړښت او ځانګړې دنده لري. د وینې سرې حجرې (Red Blood Cells) هم د همدې ستر نعمت یوه بېلګه ده. د دې حجرو اصلي دنده د سږو څخه د بدن ټولو نسجونو ته د اکسیجن رسول او بېرته سږو ته د کاربن ډای اکسایډ انتقالول دي.کله چې د وینې د سرو حجرو شکل، اندازه یا جوړښت بدلون ومومي، نو دا د بېلابېلو ناروغیو او طبي حالتونو مهم لابراتواري نښې ګڼل کېږي. د Peripheral Blood Smear معاینه د همدې بدلونونو په تشخیص کې ځانګړی ارزښت لري.په دې پوسټر کې د RBC مهم ډولونه:Normal RBC: عادي، سالمه او د نورمال اندازې سره سره حجره.Macrocyte: له نورمال څخه غټه حجره، چې اکثره د ویټامین B12 او فولیک اسید د کمښت یا ځینو نورو ناروغیو سره تړاو لري.Microcyte: له نورمال څخه کوچنۍ حجره، چې ډېر وخت د اوسپنې (Iron) د کمښت او ځینو ارثي انیمیاوو کې لیدل کېږي.Elliptocyte: اوږده او بیضوي بڼه لري، چې په ارثي Elliptocytosis او ځینو نورو ناروغیو کې لیدل کېږي.Target Cell: د هدف په څېر حلقوي بڼه لري، چې په Thalassemia، د ځیګر په ځینو ناروغیو او ځینو هیموګلوبیني اختلالاتو کې موندل کېږي.Tear Drop Cell: د اوښکې په څېر بڼه لري او د هډوکي د مغز د ځینو ناروغیو او Myelofibrosis سره تړاو لري.Sickle Cell: د هلال یا لور په څېر حجره ده، چې د Sickle Cell Disease ځانګړې نښه ګڼل کېږي.Acanthocyte: نا منظم اغزي لرونکې حجره ده، چې د ځیګر ناروغیو او ځینو ارثي اختلالاتو کې لیدل کېږي.Spherocyte: ګرد او کروي شکل لري، چې په Hereditary Spherocytosis او ځینو Hemolytic Anemia کې موندل کېږي.د وینې د سرو حجرو غیرطبیعي شکل یوازې د ناروغۍ وروستۍ تشخیص نه دی، بلکې د تشخیص لپاره یو مهم لابراتواري سرنخ (Diagnostic Clue) دی. د دقیقې پایلې لپاره د CBC، Peripheral Blood Smear او نورو اړینو لابراتواري ازموینو ارزونه د متخصص ډاکټر له کلینیکي معاینې سره یوځای ترسره کېږي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
274 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
456 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)