oiuytrew
نصيح الله ماهر

د سندرو د ښار فاتح

276 لیدنې 12 رایې
3.6 (12)

د سندرو د ښار فاتح هر ځل چې له استاد صمیم یا کاروان صاحب سره مخ شوی یم، د هغوی له علم او شاعرۍ زیات مې د هغوی د سیرت، تواضع او انسانیت ارمان کړی دی. یو ملګري یو ځل لیکلي وو چې که څوک غواړي د ننني ژوند لپاره خپل اخلاق وروزي، میاشت، نیمه دې له کاروان صاحب سره ملګرتیا وکړي. په ۲۰۲۴ کال په خوست کې مې له کاروان صاحب سره مرکه کوله. راته يې وویل:((له خدای وروسته له شعره وېرېږم، هسې نه د خپلو احساساتو دغه نازک او پاسته وجودونه د نفس او هوا په بدرنګۍ ووژنم.)) مرکه په ازاده فضا کې روانه وه. زموږ د خبرو، د همکارانو د تګ راتګ او شورماشور سره سره، مرغان نه یوازې ونه تښتېدل، بلکې لا نور هم راټولېدل. داسې ښکارېدل، لکه یو بل ته یې چې خبر ورکاوه: «کاروان شعر وایي.» شېبه په شېبه به د ونو څانګې پرې ډکېدې. ښايي هماغه جرئت به یې ورکړی و چې کاروان پخپله ویلي دي: مارغان دې راشي، زموږ په لپو کې دې ځالې وکړي غر مو نښتر نه لري، کلی مو چینار نه لري.د کاروان د شعر ښکلا او ځواک خپله یوه پراخه موضوع ده، خو که څوک د هغه کړو وړو، اخلاقو، تواضع او له انسانانو سره د چلند هنداره وګوري، نو پوه به شي چې د داسې شخصیت تر کچې رسېدل څومره ستونزمن دي.کاروان د ډېرو شاعرانو برعکس شعر یوازې د ساعت تېرۍ یا ذوق وسیله نه ګڼي، بلکې د یوه ستر مسؤلیت په سترګه ورته ګوري. همدې احساس نه یوازې د ده شخصیت لوړ کړی، بلکې د هغو ډېرو خلکو پوښتنو او نیوکو ته یې هم عملي ځواب ویلی چې هنر او په ځانګړي ډول شاعري بې ګټې کار بولي.موږ ټول پوهېږو چې د هر فکر، هر مسلک او هرې ایډیالوژۍ پښتون له شعر، په ځانګړي ډول له ټپو سره اشنا دی. ټپې یې یادې دي، زمزمه کړې یې دي او له هغوی سره یې ژوند کړی دی. خو دا حقیقت هم باید ومنو چې د شاعر یا ادیب له کورنۍ پرته، ډېر لږ داسې پښتانه پلرونه شته چې په اسانه دې ومني چې د کورنۍ کوم غړی یې شاعر شي. نور هنرونه خو لا پرېږده، د مخالفت لپاره داسې دلایل وړاندې کېږي چې د منطق او شعور خبرې ورته بې لارې ښکاري. خو کاروان د خپل شعر په سپېڅلتیا او د شاعر د مقام په اړه داسې خبرې کړې چې د دې ډول فکرونو خولې یې تړلې دي: د ریا زاهدان سپي د دوزخونو شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي. او بیا وایي: د خدای له ترنم ځینې مو غیږې ډکولې نغمې مو ښکلولې، په غزل کې سره ناست وو. او دا خو د هر هنري مجلس ښکلی پیل دی: شاعران یوو، په نغمو یادوو خدای.زما د مطالعې له مخې، کاروان ښايي لومړنی پښتون شاعر وي چې شاعري یې نه یوازې مسلک، نه یوازې د ژوند وسیله او نه یوازې ذوق دی؛ بلکې د ده د شخصیت او ژوند نه بېلېدونکې برخه ده. شعر د ده محبوبه ده او تر خپل ځان ورته ډېر دروند او محترم دی. په یوه ازاد شعر کې یې وایي: ته معشوقه هم لرې؟ ووایه، نوم یې څه دی؟ ما ویل: زما معشوقه شعر نومېږي. د مور له مینې، ان د خدای تر پولو، ورسره مینه لرم...خو د شعر په اړه دا مینه یوازې په خبرو کې پاتې نه شوه. کاروان د خپلې دې معشوقې د ښکلا لپاره زرګونه کلمې راټولې کړې، سلګونه ټپې یې یادې کړې، ویې شنلې او د ټپو له روحه یې د پښتني ټولنې روان ولوست. هغه چې د مور له غېږې راپاڅېد، د طبیعت غېږې ته ورغی. له ونو، ډبرو، کاڼو، چینو او مرغانو سره کښېناست، نړۍ یې په ژور نظر ولیده او بیا یې د قلم له څوکو یوازې احساسات ونه څڅول؛ بلکې یو بشپړ کلی یې انځور کړ. د ده له کلمو د ټپي هوسۍ زګېروي راوختل ، غزلونه یې د چینار، نښتر او صبر د پاڼو شغا شول. د وطن هره تړه او هره باره د ده په شعر کې د ښکلا په غر بدله شوه، او ویې ویل: چې بادشاه به یې د شعر سلام ته راشي د کاروان په زړه کې داسې سندرمار دی.د کاروان په زړه کې ناست دغه سندرمار ښايي د لوړو هیلو لپاره د ده دروازه ټکولې وه، خو کاروان هم ځان داسې ورته وسپاره چې هره ساه یې شعر شوه، هر ګام یې غزل شو او هر بیت یې د ښکلا او مانا یوه نوې نړۍ وګرځېده. روح مې لوی ګړنګ دی، د نغمو له ازانګو نه ډک ښايي کوم غیبي لوی سندرمار ته مخامخ یمه. د دې سندرمار او کاروان ترمنځ دا اړیکه ورځ تر بلې ژوره شوه، تر دې چې شاعر په ډاډ سره وایي:تور دیوان مې سلامي کړل د ښکلاوو ښاپېریو ته غزل توري د کاروان دي که غمي د سلیمان دي. هماغه سندرمار، چې د ده د زړه مېلمه و، د ده مینه او اخلاص چې ولید، نور یې ډاډ هم ورکړ:راغی د دردونو له کاروان سره له بره نه خدای ته یې امید دی د سندرو ښار به ونیسي.شاید دا د کاروان شکسته‌نفسي وي چې لا هم د سندرو د ښار د فتحې هیله لري؛ ځکه زما په اند، هغه دا ښار له ډېر پخوا فتحه کړی دی. نن د پښتو ادب په هر بحث، هر کتاب او هر ادبي مجلس کې د کاروان شعر د ښکلا، ذوق او مانا معیار ګڼل کېږي. د هغه غزلونه نویو شاعرانو ته د لارې څراغونه دي او د پخو شاعرانو لپاره د ذوق او طبعې د خړوبېدو چینې.کاروان یوازې د غزل شاعر نه دی؛ هغه د شعر د سپېڅلتیا ساتونکی، د ښکلا مبلغ او د پښتو ادب د سندرو د ښار فاتح دی.ماهر احسانزی

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (12)

12 ټولې رایې

5★
3
4★
3
3★
4
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan