د سینوهه او د هغه وفادار غلام خپل منځي خبرې.سینوهه: ـــ قوي کسان پر کمزورو تېری کوي، هوښیاران خاموش دي کاپتا: ــ کله چې پاچاهان ړانده شي، هوښیار خلک سترګې پټوي. سینوهه ــ کله چې زه د خلکو خنداګانې ګورم زړه مې د هغوی په حماقت ودردېږي. کاپتا ــ کله چې احمق وخاندي، نو پوه شه: یا په خپل حماقت خوشاله دی، یا د بل په بدبختۍ خاندي. سینوهه ــ په دې دربار کې زرګونه خلک دي، خو د عقل خاوندان لږ دي نه پوهېږم څنګه دا نړۍ روانه ده؟ کاپتا ــ زه يو خدمتګار یم، خو دومره پوه شوم که یو احمق ته تخت ورکړې، نو دا نور هوښیاران به هم سترګې ورباندې پټې کړي. سینوهه ــ که د مصر لوی فرعون راته ووایي، چې زما پاچاهي واخله او په بدل کې یې عقل علم راکړه وربه یې نکړم ځکه که یو څوک فرعون هم شي چې عقل ونلري جاهل دی. کاپتا ــ پوهان وږي دي، ناپوهان د ماڼۍ مالک دا د دنیا وارخطایي ده. سینوهه ــ عقل هغه شتمني ده چې نه د ماڼۍ په خزانو کې پیدا کېږي، نه د خدایانو په معبدونو کې. کاپتا ــ زه غلام یم، خو دومره عزت لرم چې عقل مې خرڅ نه کړم سینوهه ــ ما د فرعون ماڼۍ ولیده زر، قدرت، مجسمې خو زړه مې ستا له یاد پرته تش و. کاپتا: ــ ماڼۍ ښکلې ده، خو که پکې څوک کومه ورځ دروغ و نه وایي، نو ښايي دا د بل هېواد ماڼۍ وي! سینوهه: ــ د زر او شور تر شا، زه یوازې وم. خلکو ننداره کوله، خو هیڅوک نه پوهېدل چې ددوی پر ژوند څومره لوبې کېږي. کاپتا: ــ زه پوهېدم، خو غلی پاتې شوم ځینې حقیقتونه دربار ته زهر دي. سینوهه: ــ ما ډېر پوهان ولیدل، خو حماقت تر پوهې زیات خپور دی. کاپتا: کله چې احمق ځان عاقل وبولي، پوه شه چې خطر نږدې دی سینوهه: ــ زه تل پوښتم، ژوند څه معنا لري؟ کاپتا: ــ زندګي دا ده: وخوره، وخانده، او که بخت یار وي، سات تیرې کوه. سینوهه: ــ شاید یوازې هغه څوک ښه وي، چې نور په دې نړۍ کې نه وي کاپتا: ــ خو تر مرګه ژوند خوږ وي، که څه هم کله ناکله ترخوالی هم لري. سینوهه: ما ولیدل چې دروغ خلک خوشالوي، خو حقیقت هغوی خوابدي کوي. کاپتا: ــ ځکه نو ځینې خلک شراب خوښوي لږ څه دروغ، خو ډېر خوښي. سینوهه ــ زما د ټولو شته سپينو سرو څخه ته غوره یې. کاپتا ــ خو زه غواړم ته ژر مړ شې او ستا شتمني زما شي. سینوهه: ــ زه هم ډېر وخت چوپ پاتې شوم خو چوپتیا کله ناکله د زړه چیغې پټوي نه د عقل نښان. کاپتا: ــ کله چې دروغ ډېر شي، چوپتیا عقل ګرځي. سینوهه: هر څوک چې ځان خدای ګڼي، د طبیعت تر ټولو کوچني غږ څخه هم وېره لري. کاپتا ــ زه هغه وخت پوه شوم چې فرعون انسان دی کله چې هغه له باد وډار شو.!📌نوټ : د کتاب ترلاسه کولو لپاره دلته کليک وکړئ 👈 PDF#سينوهه #فرعون #تمدن #غلام #مصر #لايک #تشويق #مطالعه #پرمختګ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)