یو صحابي (رضي الله عنه) وفرمایل: "ما د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په ملګرتیا کې د شیطان او انسان دواړو سره جنګ کړی دی." چا په حیرانتیا سره ترې وپوښتل: "د انسان سره جنګ خو پوهیږو، خو د شیطان سره دې څنګه جنګ وکړ؟" هغه وفرمایل: یو ځل موږ په سفر کې یو ځای تم شو (قیام مو وکړ)، ما خپل مشک واخیست او د اوبو راوړلو لپاره روان شوم. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ماته وکتل او ویې فرمایل: "یو څوک به تاته راشي او ته به له اوبو ډکولو منع کوي." کله چې زه کوهي (څاه) ته ورنږدې شوم، یو تور رنګې سړی په ډیره تېزۍ سره زما خواته راغی او ویې ویل: "تر څو چې دې کوم ګناه نه وي کړې، زه به دې اوبو ډکولو ته پرې نه ږدم." بیا زموږ ترمنځ جنګ شروع شو، ما هغه راوغورځاوه او یو نږدې پروت کاڼی (تیږه) مې واخیسته او په مخ مې وواهه، چې له امله یې د هغه پوزه ماته شوه او مخ یې خراب شو. له هغې وروسته ما اوبه ډکې کړې او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) حضور ته حاضر شوم. خوږ نبي (صلی الله علیه وسلم) پوښتنه وکړه: "ایا تاته څوک درغلی و؟" ما عرض وکړ: " هو!" او ټوله قصه مې ورته بیان کړه. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: "ایا ته پوهیږې چې هغه څوک و؟" ما وویل: "نه." ویې فرمایل: "هغه شیطان و." دا بهادر او وفادار صحابي حضرت سیدنا ابو الیقظان عمار بن یاسر رضي الله عنهما و.
# اړوند پوسټونه
اسلام
نشه يي توکي
د نشې زیانونه — یوه بشپړه مقاله سریزه نشه یوه له هغو ناوړه ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا، کورنۍ، ټولنې او راتلونکي ت...
احسان الله افغان
47 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
399 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)