که پام مو کړی وي، زموږ په هېواد کې د داخله متخصصین اکثره ژر زاړه ښکاري او زیاتره د ویښتانو تویېدنې سره مخ وي؛ لا تر ۴۰ کلنۍ مخکې یې ویښتان سپینېږي. معمولاً یو څه خفه طبیعت یا د Dysthymic mood (مزمنه خفیفه افسردګي) لري.دا ټول د مزمنو فشارونو، پرلهپسې شپې ویښو، په دولتي روغتونونو کې د نوکریوالو درندو شیفتونو، د کار زیات حجم، د ناروغانو ډېرښت او د امکاناتو کموالي له امله دي. همدارنګه د اوږدې مودې لپاره د خوب، استراحت او تفریح څخه محرومیت، او د اونۍ اوه ورځې په دنده بوخت پاتې کېدل او ګڼ نور ستړي کوونکي مسئولیتونه هم ورسره مل دي.پر دې سربېره، داخله طب هره څانګه لکه کاردیولوژي، هماتولوژي، اندوکراین او میتابولیزم، نفرولوژي، روماتولوژي او نور… په حقیقت کې یو جلا تخصص او یو پراخ او بېپایه علمي سمندر دی. له بلې خوا، داخله یو داسې علم دی چې باید تل تکرار شي؛ ذهن دې همېشه په یادولو بوخت وي، او تر پایه باید مطالعه دوام ولري.دا علم تل بدلېدونکی هم دی، هر وخت تازه کېږي. که یوازې یوه ورځ هم له مطالعې پاتې شې، اغېز یې وینې. هر څومره چې زیات مطالعه کوې او پوهه دې لوړېږي، هماغومره ناامیدي درته پیدا کېږي او داسې احساس کوې چې هېڅ دې نه دي زده!له بل پلوه، د دې ټولو سختیو او زحمتونو په پرتله یې مادي امتیاز ډېر کم دی.همدارنګه که یو داخله متخصص حتی د Ventricular Fibrillation یو حالت سم مدیریت کړي او یو نږدې مړ کېدونکی ناروغ وژغوري، څوک ورته مډال نه ورکوي او نه یې ځانګړې ستاینه کېږي؛ ډېری وخت یوازې دا ویل کېږي چې خپله دنده یې ترسره کړه. خو خدای مه کړه که یو کوچنی ناخواسته تېروتنه ترې وشي، نو له بدو خبرو، سپکاوي او حتی بد چلند سره مخ کېږي.بله مهمه خبره دا ده چې ډېر وخت ناروغان هغه مهال داخله متخصص ته راوړل کېږي چې حالت یې ډېر خراب شوی وي. مثلاً ما ډېر ځل لیدلي چې د STEMI ناروغ هغه وخت راوړل کېږي چې کار تر کار تېر وي او ناروغ Ventricular Fibrillation ته تللی وي، او بیا هېڅ هم ممکن نه وي. وروسته چې ناروغ وفات شي، د هغه خپلوان د ډاکټر سپکاوی، ښکنځل او حتی وهل ټکول پیل کړي.په پای کې غواړم د داخله متخصصینو څخه ځانګړې مننه او قدرداني وکړم، چې تل یې زحمتونه له پامه غورځول شوي او ډېر لږ یې کار د خلکو او حتی د ځینو نورو هممسلکانو له نظره ارزښت مومي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)