د عبرت وړ کیسه؛ د ایمان او خاتمې ارزښت يو انځور او دوې څېرې… دوه لارې… او د پای یو لړزوونکی درس! په انځور کې ښي اړخ ته ولاړ کس د امریکا اوسېدونکی جوزف ایسټس (Joseph Estes) دی. هغه خپل مسلک د داسې سوداګر په توګه پیل کړ چې سخت مذهبي تعصب یې درلود. پر مسلمانانو ملنډې وهل او سپکاوی یې عادت و. (توبه نعوذبالله!) حتی د کعبې شریفې په اړه به یې د ملنډو په ډول ویل: «مسلمانان په صحرا کې د یوه تور صندوق عبادت کوي.» معاذ الله! او په انځور کې چپ اړخ ته د حرمینو سیمې اوسېدونکی عبدالله القصیمي دی. دا کس په پیل کې یو ډېر تکړه داعي، مبلغ او د اسلام مدافع لیکوال و. تر دې حده چې خلکو هغه ته د «دویم ابن تیمیه» لقب ورکړی و. د هغه مشهور کتاب: «الصراع بين الإسلام والوطنية» (د اسلام او ملتپالنې ترمنځ ټکر) د علماوو په منځ کې ډېر مشهور شو. د دې کتاب د شهرت حالت داسې و چې د هغه وخت د مسجد الحرام امام د دې کتاب په اړه يوه بشپړه قصیده هم وویله. مشهور عالم صلاح منجد یادونه کړې چې ځینو علماوو به ویل: «قصیمي داسې کتاب ولیکه، لکه د جنت مهر یې چې ادا کړی وي.» خو وروسته د هغه په ژوند کې لوی بدلون راغی. ویل کېږي چې په ۱۹۸۰ کال کې په بیروت کې له یوې عیسوۍ نجلۍ سره د مینې له امله د هغه فکرونه بدل شول. له هغې وروسته یې د بې دینۍ او ګمراهۍ د نظریاتو ملاتړ پیل کړ او داسې کتابونه یې ولیکل: «يكذبون لكي يروا الإله جميلا» (دوی دروغ وایي، څو خدای ښکلی وښيي) استغفر الله! همدارنګه یې يو بل کتاب ولیکه: «هذي هي الأغلال» (همدا هغه زنځیرونه دي) په دې کتاب کې یې د روژې، لمانځه او نورو عبادتونو په اړه داسې تعبیرونه کړي چې د اسلامي عقیدې له نظره سخت د اعتراض وړ دي. وروسته یې د خپل الحاد او د الله تعالی د وجود د انکار اعلان وکړ. په ۱۹۹۶ کال کې وفات شو. په همدې وخت کې بل لور ته جوزف ایسټس د خپلې کورنۍ سره یو ځای د یوه مصري مبلغ په لاس اسلام قبول کړ. هغه پرخپل ځان یوسف نوم کېښود، او بیا په امریکا کې د اسلام یو فعال داعي شو. د هغه په وسیله ګڼو خلکو اسلام ومانه. دا د هغه ستر څښتن د قدرتونو نښې دي چې زړونه اړوي او حالات بدلوي! یوه کس پر اسلام ملنډې وهلې، الله تعالی هغه د اسلام داعي وګرځاوه. بل کس د اسلام دفاع کوله، خو پای یې د حق له لارې واوښت. نو یوازې پیل مهم نه دی؛ اصلي عبرت د انسان په پای او خاتمه کې دی. رسول الله ﷺ د ایمان پر خاتمې د ټینګ پاتې کېدو لپاره دا دعا کوله: «اې الله! ما ته د مرګ پر وخت د ایمان پر حالت د پاتې کېدو توفیق راکړه.» آمین یا رب العالمین. یا الله! زموږ خاتمه په اسلام، ایمان او خیر سره وکړه. آمین یا رب العالمین. #کاپي
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.4
19 ټولې رایې
5★
3
4★
8
3★
2
2★
6
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
453 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)