oiuytrew
نصيح الله ماهر

د غره په سينه جوړ دېوال

232 لیدنې 15 رایې
2.9 (15)

حقیقت بل څه دی! په کابل کې د ژوبڼ شاته به مو دا دیوال د غره په سینه لیدلی وي، له دې ګڼ روایات اورو ۱. روایت: ویل کيږي چې دوه ورونو پخوا زنبورک شاه او زنبلیک شاه خپل منځۍ جګړې له امله دا د کابل د نیمولو په پار جوړ کړی ۲. روایت: نه دا دیوال د دښمن د مخنیوي لپاره جوړ شوی! ۳. روایت: دا بیا زما لپاره خوندور دی ویل کیږی چې: ظالم پاچا دا دیوال په زور زیاتي سره د کابل په ځوانانو جوړاوه او د چا به چې پلار هم مړ وه کار ته به یې حاضري لږوله. یوه ورځ د یو ځوان واده و د شاؤ نوبت د واده په ورځ راغلی وه، نو ځان یې تیار که! ناوې ویل: تاسې کېنئ زه ځم. خو چې هر څه شوي و پیغلې د ځوان لباس، څپلۍ، خولۍ په ځان کړې او کار ته تللې وه کیسه داسې غځیږي چې پاچا به دوره وهله او سلام به یې کاوه خو دې انجلۍ سلام نه اخیست، د پاچا پام اوښتی ورته یې ویلي چې ته څنګه ځوان یې زما سلام نه ځوابوې؟ انجلۍ ویلي دا ځوانان بې غیرته دي چې ستا سلام اخلي که دومره تکړه یې یو ساعت ته پاچاهي راکه چې زه دې د پاچاهۍ په خوند پوه کړم. صیبه پاچا ورسره منلې او خپلو عسکرو ته یې امر وکه چې څنګه دا وایي لکه زما امر داسې یې ومنئ! انجلۍ اول امر دا کړی چې پاچا چپه او سر ترې قلم کړئ. ویل کیږي چې دا دیوال همدلته نیمه کې پاتې شو... هدف دادی چې مونږ ولې د خپلو تاریخي اثارو له تاریخه ناخبره یو!؟. بل (د شته دیوال تاریخ نه لرو او د ۵۰۰۰ کلن تاریخ دعوې کوو عجیبه یو کنه!) اوس حقیقت دا روایتونه دي او که (حقیقت بل څه دی!) ته ووایه! کاپي: افتخارالله افتخار

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

2.9
2.9 (15)

15 ټولې رایې

5★
3
4★
1
3★
3
2★
8
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan