تصوف په اسلامي عقایدو کي اساس لري؟تر هرڅه مخکي باید ووایو چي تصوف، په مکه معظمه او مدینه منوره کي، چي اسلام له هغه ځایونو څخه خپور سوی دی، هیح ډول ریښه او سابقه نه لري او په بشپړه توکه، له اسلام څخه پردۍ مفکوره او مکتب دی. د مکې اوسېدونکي عرب تقریباً ټول بت پرستان ول او د ګوتو په شمار ځینو کسانو نه یوازي د بُتانو عبادت بد او ناروا باله بلکه د توحید تبلیغ یې کاوه او ځینو یې پسله مرګه ژوند او حساب او کتاب ته عقیده درلوده.له هغې جملې څخه زید بن عمرو بن نفیل وو چي یوه ورځ یې د کعبې مخي ته خلکو ته وویل اې خلکو زما خواته راسی چي یوازي زه د ابراهیم په دین یم. هغه وویل له امیه بن ابی الصلت څخه مي اورېدلي دي چی ویل یې: آیا په هغه ورځ چي کارونه وېشل کیږي زه یوه پروردګار او که زرو خدایانو ته عقیده ولرم. د قیامت په ورځ به د الله په نزد، له حنفی دین څخه پرته، نور ټول دینونه بهتان او افتراء وي.او دا هم د زید له اشعارو څخه دي چي ویل یې د حساب په ورځ به، چي ټول انسانان حشرګاه ته ځي هیڅوک ستا نګهبان نه وي.دغه راز قُس بن ساعده یو له هغو کسانو څخه وو چي پر یوه خدای او د قیامت پر ورځ یې عقیده درلوده. هغه یوه ورځ وویل زما دي د کعبې په خدای قسم وي چي هغه چي تباه سول بیرته ژوندي کیږي. قُس بن ساعده په یوه شعر کي وایی:کلا بل هواللهُ الهُ واحد »»»»»»»»»»»»» لیس بمولودٍ و لا والِداعاد و ابدی »»»»»»»»»»»»»»»»» و الیهِ المآب غداترجمه: توبه مي دي وي چي خدای به شریک لري. بلکه هغه واحد الله دی چي نه له چا زېږېدلی او نه څوک ورڅخه زېږېدلي دي او موږ ټول به سبا هغه ته ستنیږو»دغه راز عامر بن ظرب عُدوانی، چي د عربو له علماوو څخه وو وايي چي ما د مځکي پر مخ داسي څوک نه دي لیدلي چي ځانونه یې پخپله پیدا کړي وي. او هیڅ مخلوق مي نه دی لیدلی چي د صانع مصنوع دي نه وي او دنیا ته هیڅ راغلی مي نه دی لیدلی چي ولاړ نه سي او نه مي لیدلي دي چي له درده مړ کېدونکی دي دوا له مرګه را وګرځوي.عامر دغه راز پر ځان باندي شراب حرام کړل او د شرابو په غندلو کي یې اشعار وویل. شهرستاني، توضیح الملل، جلد دوم ص ص ۳۹۹-۴۰۲داسي نور کسان هم ول چي، د اسلام له راتګ څخه مخکي، د الله پر وحدانیت باندي اقرار ول او د حشر ورځي ته یې عقیده درلودل. مګر د تصوف د مفکورې په باره کي هیڅ ډول سند نسته. او د حضرت رسول اکرم ص له بعثت او د قرآن له نازلېدلو څخه بیا د هجرت تر دریمي پېړۍ پوري د تصوف د مفکورې څرک نه لګیږي.صوفیانو، خپل مسلک ته د اسلامي او کتابي رنګ ورکولو لپاره هم احادیث جعل کړل او هم یې داسي کیسې جوړی کړې چي ګویا تصوف هم د اسلام په صدر کي ریښې لري او هم یې له اسلام څخه مخکي آسماني کتابونو او پیغمبرانو کي سابقه درلودلې ده. صوفیانو په دې سلسله کي بې شمېره احادیث جعل کړي دي. دلته د زیاتو دغه راز احادیثو ته ځای نه لرو خو د تصوف د مسلک د یوه لوی شیخ او عالم هجویري یو قول به راوړو. هجویري، یا پخپله او یا د صوفیانو له خوا یو جوړ سوی حدیث راوړي او وايي چي رسوالله ص وویل هغه څوک چي د اهل تصوف ږغ واوري او د هغوی ږغ ته لبیک ونه وايی هغوی د الله په نزد په غافلانو کي شمېرل کیږي. هجویري، کشف المحجوب ص ۲۴دا حدیث خکه جعلي دی چي حضرت رسول ص په خپل ژوند کي نه د تصوف کلمه پر خوله راوړې او نه دا کلمه په عربي ژبه کي ریښې لري. څرنګه چي صوفیانو وړیني جامې، چي په عربي ژبه کي صوف ورته وایی، اغوستلې نو اکثر محققین په دې عقیده دي چي د صوفی لقب به د هغوی د وړینو جامو او خرقو له امله هغوی ته ورکړه سوی وي. شیخ شهاب الدین سُهروردي ادعا کوي چي حضرت رسول ص وړیني جامې اغوستلې، حضرت عیسی ع وړیني جامې اغوستلې او موسی ع په کوه طور کي د رازونیاز په وخت کي وړین کمیس، وړین پرتوګ اغوستی وو او وړینه خولۍ یې پر سر وه او څپلۍ یې د خره له پوست څخه وې. او حسن بصري ویلي دي چي ده ۷۰ تنه هغه صحابه چي د بدر په غزا کي یې برخه اخیستې وه ولیدل چي وړینی جامې یې اغوستي وې. سُهروردي، عوارف المعارف ص ۲۴صوفیان د دې لپاره چي خپل مسلک ته اسلامي رنګ ورکړي نو خپله سابقه پخپله حضرت رسول ص ته رسوي او د هغه له خولې جعلي احادیث نقلوي مثلاً: لا دین لهُ لمن لا شیخ لهُ یعني څوک چي شیخ نه لری هغه دین نه لري. دا حدیث په صوفیانو کي دونه مشهور دی چي بیخي یې منل سوی حقیقت بولي. په داسي حال کي چي حضرت رسول اکرم ص په خپل ټول ژوند کي د شیخ، پیر او ولي نوم پر خوله نه دی راوړی او نه د عربو او وروسته د اسلام په دین کي د شیخ مفهوم موجود وو. په دې برخه کي دونه احادیث جعل سوي دي چي که موږ زیات مثالونه ورکوو نو له موضوع څخه لیري کیږو.د تصوف اصلي او محوري موضوع د انسان او الله ترمنځ رابطه ده او چي په دغه مسلک کي هرڅه مخي ته راځي هغه له دغه چوکاټ څخه نه وزي. ځکه چي د صوفي ژوند ټول پر ذکر، خلوت، خانقاه، له خلکو څخه پر لیري والي، تجرد او بالآخره ګدايی باندي ولاړ دی او دا ټول شیان له ټولني سره د انسان رابطه شلوي او یوازي انسان او خدای سره پاتیږي. په مقابل کي د شریعت پیروان له الله، کورنۍ، ټولني، سیاست، کاروبار او په اجتماعي ژوند پوري ټولو مربوطو شیانو سره ارتباط لري.د شریعت له مخي، د انسان او الله ترمنځ رابطه یوازي د بنده او بادار ترمنځ ارتباط دی. حتی هغه څوک چي موږ د هغه له برکته مسلمانان یو، سرورکاینات یې بولو او تر ټولو انبیاوو راته افضل دی هغه هم د الله بنده وو. ټول مسلمانان شاهدي ورکوي چي « پرته له یوه الله بل الله نسته او محمدص د هغه بنده او رسول دی » نو چي سرورکاینات ص د الله د بنده حیثیت لري؛ په اسلام کي بل داسي څوک نه سي پیدا کېدلای چي تر هغه دي د لوړ مقام ادعا وکړي او که یې وکړي هغه طبعاً مسلمان نه دی. البته د محبوب الهی او معشوق الهی خبري او افسانې وروسته جوړي سوي دي. پخپله حضرت رسول ص هیڅ وخت دا ادعا نه ده کړې او په قرآن شریف کي هغه ته د خالق تعالی له خوا امر سوی دی چي خلکو ته ووایه چي زه هم ستاسي په څېر یو بنده یم او فقط رسول یا پیغمبر یم.که څه هم چي صوفیان ځانونه د شریعت پیروان بولي او هر وخت شریعت ته پر طریقت باندي اولیت ورکوي مګر کله چي د هغوی خبری واورو نو پوهېږو چي هغوی له الله سره د داسي رابطې د ټینګولو او درلودلو ادعا کوي چي هغه په شریعت کي نسته یا د شریعت سره بیخي مخالفه ده. مخکي مو وویل چي صوفیان د خپل مسلک یا تصوف سابقه ان موسی ع ته رسوي او ډېر زیات صحابه صوفیان بولي او د همدغه مقصد لپاره یې احادیث جعل کړي او د قرآن شریف آیتونه یې غلط تعبیر کړي او تفسیر کړي دي؛ خو د هغوی دا ادعا بېځایه ده ځکه چي نه یې نظر او نه یې عمل د شریعت سره برابر دی. د صوفیانو رابطه له الله سره د عاشق و معشوق، د الله سره د نیژدې کېدلو، د هغه په ذات کي د فنا کېدلو او بالاخره د الله په ذات کي د ورکېدلو او باقي کېدلو رابطه ده. د حضرت رسول ص لپاره د الله د معشوق او محبوب اختراع هم د صوفیانو ده. صوفیانو وروسته د مجازي او حقیقي عشق موضوع طرح کړه او تر دې نامه لاندی یې داسي فکري او عملي اخلاقي انحرافات وکړل چي پر هغو باندي زیات او مفصل بحث دلته نه ځاییږي. ( که څوک له دې موضوع سره زیاته علاقه لري نو زما کتاب« تصوف او اسلام » ته دي مراجعه وکړي. هلته زه یو څه په تفصیل ږغېدلی یم ) په خلاصه توګه ویلای سم چي له الله تعالی سره له بنده ګۍ پرته د بل هر ډول رابطې درلودلو ادعا غیراسلامي ده.کله چي حق تعالی پخپله وايي چي زه د اسمانونو او مځکي نور یم او یا په قرآن شریف کي د هغه د ذات د کیفیت په باره کي صراحت سوی وي چي لیس کمثله شیءٍ یعني د هغه په څېر بل موجود نسته یعني موږ یې له بل هیڅ شي سره تشبیه کولای نه سو. نو چي کله یو وجود په دونه اندازه له موجوداتو او د موجوداتو له عقل څخه بهر وي چي هغه له هیڅ پېژندل سوي شي سره مقایسه کېدلای نه سي نو سړی به له داسي وجود سره څرنګه د میني احساس وکړي او څرنګه به لا له هغه سره بالاخره ځان داسي یو ځای کړي چي خپل وجود د هغه په وجود کي ورک او حتی ورسره یو کړي؟د بنده او خالق ترمنځ د ارتباط او رابطې په اړه په قرآن شریف کي صراحت سوی دی:و ما خلقت الجنَّ و الاِنسَ الاّ لیعبدون. سورة ۵۱ الذاریات آیة ۵۶ترجمه: انسانان او پېریانان مو یوازي د عبادت لپاره خلق کړي دي.له دې مبارک آیة څخه په څرګنده ښکاري چي د انسان وظیفه یوازي عبادت کول او حق متعال ته د بنده ګۍ اظهارول دي. دلته نو نور اړېکي نه ځاییږي او ټولي نوری اړیکي د صوفیانو خپل اختراعات دي چي هغه له اسلام سره هیڅ اړه نه لری او هرڅه یا د یونان د فلاسفه و او یا د هندوانو د مذهب او معبدونو تر اغېزې لاندي ایجا سوي، د اسلام له دین او د عربو او ایران له کلتور سره ګډ سوي او داسي مفاهیم او افادې یې منځته راوړي دي چي پخپله صوفیان هم پکښي ورک دي.مولنا جلال الدین رومي نه یوازي یو ستر عالم بلکه د شعر او ادب د دنیا له نوابغو څخه وو. مګر کله چی د حق تعالی د ذات او وحدانیت په باره کي لیکنه کوي نو زه یقین لرم چي دی پخپله هم نه پوهېدی چي څه وایی: « د دښمنۍ عالم نسبت د دوستۍ عالم ته تنګ دیګ خکه چي د دوستۍ له عالم څخه تښتي څو د دوستۍ عالم ته ورسیږي. او د دوستۍ عالم هم تر هغه عالم تنګ دی چي دوستي او دښمني له هغه څخه هست سوې ده. او دوستي او دښمني او کفر او ایمان د دويی یا ثنویت مفهوم لري. ځکه چي کفر انکار دی او د منکر لپاره باید داسي یو څوک موجود وي چي له څخه منکر سي. او څوک چي پر وجود باندي اقرار کوي هغه هم باید داسي یو څوک ولري چي د هغه وجود ومني یا اقرار ورباندي وکړي. نو معلومه سوه چي یګانګي او بېګانګي دواړه د دویی ( شِرک) سبب کیږي. او هغه عالم تر کفر او ایمان او دوستۍ او دښمنۍ برتر او لوړ دی. او کله چي دوستي د دویي سبب کیږي او داسي عالم یا جهان سته چي هلته دويي ( دوه والی) نسته او مطلق وحدانیت دی. نو کله چي انسان دې نتیجې او مقام ته ورسیږي د دوستی او دښمنۍ څخه را ووزي ځکه چي هلته دا دواړه نه ځاییږي. او کله چي هلته ورسېدی نو له دويی څخه بېل سو. نو هغه لومړی عالم چي دويي ده او له هغه عالم سره چی اوس مو یاد کړ عشق او دوستي ده او هغه تر لوړ عالم پست او ادنی دی نو هغه نه غواړي او هغه عالم ته د ددښمن په سترګه ګوري » مولنا، فیه ما فیه ص ۱۹۳زه مجبور یم چي د مولنا د کتاب اصلي متن هم دلته راوړم. امکان لري چي نور پوهان به یې په معنا وپوهیږي او ماته به رهنمايی وکړي:« فرمود که عالم دشمنی تنګست نسبت بعالم دوستی زیرا از عالم دشمنی میګریزند تا بعالم دوستی رسند. و هم عالم دوستی نیزتنګست نسبت بعالمی که دوستی و دشمنی ازوهست میشود و دوستی و دشمنی و کفر و ایمان موجب دوییست زیراکه کفر انکارست و منکر را کسی می باید که منکر اوشود و همچنین مقِر را کسی می باید که بدو اقرار آرد پس معلوم شد که یګانګی و بیګانګی موجب دویست و آن عالم ورای کفر و ایمان و دوستی و دشمنیست و چون دوستی موجب دویی شد و عالمی هست که انجا دویی نیست یګانګی محض است چون انجا رسید از دوستی و دشمنی بیرون آمد که انجا این دو نمی ګنجد پس چون آنجا رسید از دویی جدا شد پس ان عالم اول که دویی بود وآن عشقست و دوستی بنسبت بدان عالم که این ساعت نقل کرد نازلست و دون پس آنرا نخواهد و دشمن دارد »حسین بن منصور حلاج د حق متعال د ذات په تعبیر کي دونه ورک سو چي بالاخره یې د اناالحق یا زه حق یم ناره پورته کړه. حسین بن منصور د خپل دې کفر سزا ولیده او د اسلام د دین علماوو هغه اعدام کړ. صوفیانو وروسته د هغه د اناالحق نارې او دعوې ته داسي تعبیرونه جوړ کړل چي زه ګومان نه کوم هغوی به پخپله هم په قانع ول. مولنا جلال الدین رومي، چي د حسین بن منصور له سختو مدافعینو څخه دی، د منصور د اناالحق له دعوې څخه یو عجیب تعبیر کوي:« . . . کله چي منصور له حق سره دوستي نهایت ته ورسول نو د خپل ځان دښمن سو او ځان یې نیست کړ او د اناالحق ناره یې پورته کړه. یعني زه فنا سوم او حق باقي دی. او دا پخپله د تواضع او بنده ګی نهایت دی یعني هغه دی او بس. او تکثیر خو دې ته وايی چي ته ووایې چي ته خدای یې او زه بنده یم. نو د دې معنا خو دا ده چي تا خپله هستي ثابته کړه. او دا چي ته ووایې هُوَ الحق دا هم دویی( شِرک) یا د دوو وجود ته قایلېدل دي. ځکه کله چي انا ( زه ) نه وي نو هُوَ ( دی یا هغه ) ممکن کېدلای نه سي. نو منصور ریشتیا خبره وکړه چي انا الحق یې وویل. ځکه چي غیر له خالقه بل موجود نه وو او منصور فنا سوی وو نو بیا دا خبره حقیقت ده. . . » هغه کتاب هغه مخمولنا د منصور د خدايی دعوه د تواضع انتها بولي. ځکه چي منصور وویل زه حق یم یعني زه نه یم او یوازی حق موجود دی. مولنا د هُوالحق یا هغه حق دی کلمه هم شِرک بولي. ځکه چي هغه ته اشاره دا معنا لري چي ته باید موجود یې. د دې سفسطی معنا دا ده چی یا پخپله مولنا نه پوهیږي چي څه وایی او یا قصداً موږ غولوي او د خدايی هغه دعوه چي منصور کړې ده؛ ده ته یې هم اشتها ور ولاړه سوې ده.دا عجیب منطق دي. منصور، بایزید بسطامي، ذوالنون مصري او ځیني نور صوفیان او اولیاء د ونه خودخواه او دونه مغرورو ول چي د انسانیت په قلمرو کي په هیڅ اوچت مقام نه قانع کیدل او بالاخره د انسان له مقام څخه د دونه لوړ والي غوښتونکي سول چي د خدايي دعوه یې وکړه او مولنا دې غرور او لېونتوب ته عجز، تواضع او د بنده ګی انتها وايي.دا دعوه د صوفیانو نورو شیخانو هم کړې ده او په دې کتار کي په سلهاوو نور ولاړ دي. البته ټولو د منصور د اناالحق نارې ته، د مولنا په څېر پلمې جوړي کړي دي زه یقین لرم پخپله به هم د خبرو په معنا او تفسیر نه وي پوه سوي. له دې شیخانو څخه یو هم ابوسعید ابی الخیر دی، چي اسرارالتوحید کتاب ټول د هغه د کراماتو او معجزاتو په باره کي لیکل سوی دی. ابوسیعد ته ځیني رباعیات هم منسوب دي، چي زه به یې درې مثالونه له ترجمې سره درته وړاندي کړم:منصور حسین آن نهنګ دریاکز پنبه تن کرد دانه جان جداروزی که اناالحق بزبان میآوردمنصور کجا بود خدا بود خدایو منصور حلاج پیدا سو چي نهنګ وو د دریاله پنبې څخه د تن یې کړه د روح دانه جلاهغه ورځ چي یې جاری سوه اناالحق ناره پر ژبهمنصور چیري وو په منځ کي ټوله خدای وو یک تنهاچِشمم همه اشک ګشت و جسمم بګریستدر عشق تو بی جسم همی باید زیستازمن اثری نماند این ګریه ز چیستچون من همه معشوق شدم عاشق کیستسترګي ټولي سولی اوښکي او وجود مي په ژړا سوستا په عشق کي بېځانه بې وجود ژوند مي په خوا سوزما اثر چي پاته نه سو دا ژړا دلته له څه ده؟چي زه ټول معشوق معشوق سوم عاشق څوک دی سوال پیدا سوابوسعید په مخکنۍ رباعي کي لږترلږه د منصور د خدايي د دعوې په باره کي ږغیږي او د هغه دعوې ته یوه لاره پیدا کوي مګر په دې دوهمه رباعي کي ابوسعید پخپله د خدايی دعوه کوي او وايی چي دی ټول معشوق ګرځېدلی دی؛ نو دلته عاشق چیري دی.رفتم بکلیسای ترسا و یهودترسا و یهود جملګي رو بتو بودبر یاد وصال تو به میخانه شدمتسبیح بتان زمزمه عشق تو بودزه روان سوم کلیسا ته د یهود او د ترساکه ترسا وه که یهود وو مخ د ټولو ستا پر خواستا د وصل په یاد ولاړم بتخانې ته سوم دننهد بتانو په تسبیح کي زمزمه د عشق وه ستاد ابوسعید مطلب څه دی؟ د یهودو او ترسا کلیسا ته د څشي لپاره ځي؟ داسی به یې فرض کړو چي هغوی خو اهل کتاب دي او زموږ او د هغوی خدای یو دی؛ نو ځکه هغوی هم د یوه خدای پر لوري سجده کوله. اوس نو دلته بتخانه څه کوي؟ یو مسلمان زاهد بتخانې ته د څه لپاره ځي؟ او بیا هلته ګوري چي بتان ټول د الله د عشق زمزمه کوي. دا به د صوفیانو په مسلک کي هم ښې او هم روا خبری وي مګر له اسلامي شریعت سره په هیڅ صورت سر نه خوري. ما نه دي اورېدلي چي مُلایانو او دیني عالمانو د ابوسعید په وخت کي او یا د هغه له وفات څخه وروسته هغه په شِرک او کفر تورن کړی وي. زیارتونه ټول پر همدغو صوفیانو او قلندرانو، چي ډېر زیات، په خپل اقرار، مشرکین دي، جوړ دي او عوام، چي له خپل دین څخه خبر نه دي، د همدغو کسانو څخه مراد غواړي او د هغوی په نامه نذرونه کوي. دا د مُلایانو وظیفه ده چي خلک د دغو ټګانو له زیارتونو څخه منع کړي. ځکه چي د مشرک زیارت کول او د مشرک مقدس ګڼل پخپله په شِرک کي شریکېدل دي.که ابوسیعد له بتانو څخه د الله زمزمه اوري او صوفیان یې د شعر اورېدلو ته سرونه غورځوي؛ مو لنا د خپل مرید او شاګرد حسام الدین چلبي له خولې، چي ده مثنوی د هغه په غوښتنه لیکلی دی، د خدای آواز اوري. معلومه نه ده چي د مولنا خپل دې څرګند شِرک ته څه رنګ ورکوي او څرنګه به یې دفاع کوي:همچنین مقصود ازین مثنویای ضیاءالدین حسام الدین توییمثنوی اندرفروع و در اصولجمله آن تست و کردستی قبولقصدم از الفاظ او راز تو استقصدم از انشاش آواز تو استپیش من آوازت آواز خداستعاشق از معشوق حاشا کی جداست ( دفتر چهارم، ۷۵۴ تا ۷۵۹)ترجمه: زما مطلب له مثنوي څخه بس ته یېضیاءالدین حسام الدین ته مي په زړه یېمثنوي که څه فروع که څه اصول ديټوله ستا لپاره دي چي ستا قبول ديله الفاظو مي مقصود ټوله ستا راز دیچي لیکمه یې مطلب مي ستا اواز دیستا اواز پر ما د خدای آواز لګیږيله عاشق څخه معشوق کله بېلیږي.د مولنا مثنوي، چي زموږ ملایان یې مثنوي شریف بولي، ټول له دغه راز واهي او غیر اسلامي اظهاراتو او عقایدو څخه ډک دی. مولنا چي د شمس تبریز څخه د دایمي بېلتون په غم کي یې د شمس تبرېز کلیات ولیکل. وروسته یې خپل د میني داستان له صلاح الدین زرکوب سره پیل کړ؛ او کله چي یې د صلاح الدین جنازه په ډول او سرنا، چي په مخ کي ېې مولنا نڅا کوله، خاورته وسپارله نو بیا یې له خپل بل شاګرد او مرید حسام الدین چلبي سره د میني داستانونه پیل کړل او د هغه په مینه کي یې مثنوي ولیکی البته د هغه اواز د خدای اواز ورباندي لګېدی او سړی نه پوهیږي چي زموږ ملایان به د مثنوي شریف! دغو بیتونو ته په څه سترګه ګوري.مولنا ملامت نه وو. هغه مینه د خپل پلار، سلطان العلماء بهاءالدین سلطان ولد، څخه په میراث وړې وه. البته پلار یې د میني په تشریح او توضیح کي، چي صوفیان ورته الهی مینه وايی دونه مخته ځي چي بدیع الزمان فروزانفر د هغه د معارف په نوم کتاب د ترجمه کولو په وخت کي وايی چي مولنا سلطان ولد، دونه رکیک او سپک الفاظ استعمال کړي وه چي ما هغه ترجمه کولای نه سوای. جلال ستاري، په خپل کتاب عشق صوفیانه کي، د فروزانفر د ترجمې څخه استفاده کړې ده او دا باید ووایو چي پخپله جلال ستاري د صوفیانو او په تېره بیا د هغوی د صوفیانه عشق مدافع دی او د مولنا بهاء ولد په باره کي لیکي چي کله بهاءولد د عشق په باره کي خبري کوي او کله چي د ښکلا له لیدلو څخه مست سي نو دلته سرحد ورڅخه ورک سي او د دنیایی او اسماني عشق توپیر نه کوي دلته نو هغه د دین باوری او دنیا داری او د عقل د نور او د عشق د اور څخه بې پروا سي او یوازي د عشق سېلاب دی چي د هغه په سینه کي پر خروښ راغلی وي او ټول شیان په ځان کي مینځي. ستاري د مولنا له قوله لیکي:« د الله په عشق کي زما د وجود ټول غړي داسي مست او خوشحاله وي لکه د شهوت رانۍ ( جنسي عمل) په وخت کي چي د سړي د بدن ټول غړي خوښ وي»« الله د خوند اخیستلو حاصل هر کونج ته وړی دی. یو څه یې د زمري په پوست کي، یو څه یې په بیزو کي یو څه یې په مرغانو، یو څه یې د ملایکو په نفسونو کي یو څه یې د ښځو په فرجونو کي یو څه یې د نارینه په ذَکرونو کي یو څه مزه یې په ورځو او سترګو او یو څه مزه یې په کوناټیو کي یو څه مزه یې د ښځو په سینو کي ایښې وي.. . ګواکي هر چا د الله څخه یوه برخه وړې ده او په هر ځای کي ورسره مخامخ کیږي الحمدلله. هغه نجوني کي چي له خپلو مېړونو سره د مرغیو په دود چغیږي او د بېګانه لاس چي ورسي ریږدي. دا ټولي عشقنامې د الله ثنا وايي. زه وایم اې الله د عاشقو ناویانو په څېر درته ژاړم. ما له خپلي مزې څخه مه بې برخي کوه چي زه بل هیڅوک نه لرم« ستاري، ص ص ۱۹۱-۱۹۲جلال ستاري د مولنا د پلار د کتاب د مترجم فروزانفر په حواله لیکي چي وايی د مولنا بهاءولد په عباراتو کي داسي رکیک الفاظ راغلي ول چي هغه د ترجمې نه وه نو ما ځای ځای ټکي کښېښودل. سره له هغه چي فروزانفر احتیاط کړی او په نامناسبو ځایونو کي یې ټکي ایښي دي، د مولنا بهاء ولد کلمات هم د حیاء او هم د نعوذبالله ویلو دي. ستاري ترجمې ته ادامه ورکوي: « څرنګه چي الله د ټولو مخلوقاتو محبوب دی ، هم د هغوی ټولو نارینه محبوب ، نایک ( نارینه جماع کوونکی، اقرب الموارد، شمس اللغات، جهاني ) او فاعل دی او هغوی ټول د هغه منکوحه، مفعول او مصنوع دي . . . » نعوذ بالله هغه کتاب ص ۱۹۲زه یقین لرم چي زموږ مُلایانو صاحبانو به، چي یوازي یې په جوماتونو کي سبق ویلی دی، د مثنوي شریف! د پلار دغه کتاب نه وي لوستی. دا کتاب له دونه کفري کلماتو څخه ډک دی چي سړی یې په ترجمه کولو ګناه کار کیږي. زموږ مُلایان خو لا پرېږده؛ ما د فتاوی په هیڅ کتاب کي، چي زما سره یې تقریباً ۱۵ ډوله موجود دي، د مولنا په باب بحث او یا د هغه پر مثنوي باندي انتقاد نه دی لوستی. زه بشپړ یقین لرم چي مفتیان به، سره له هغه چي اکثر یې د علامه لقبونه لري، د مولنا د پلار په دې کفري او له خالق تعالی سره د بې ادبیو په دې کتاب له سره خبر هم نه وي.د صوفیانو ډېر مشهور کتاب، چي ډېر زیات کتابونه یې په شرح کي لیکل سوي دي د« ګلشن راز» په نوم یو مثنوي دی چي شیخ محمود شوستري یا شوشتري لیکلی دی. په دې مثنوي کي ټول ناروا روا بلل سوي او بالاخره خبره بت پرستی ته رسیږي او هغه هم روا بولي؛ ځکه چي بُت هم د خدای مخلوق دی.ما د دې مشهور مثنوي، چي نن څخه څه باندي ۷۰۰ کاله پخوا لیکل سوی، په باره کي د هیڅ مولوي یا مفتي فتوا نه ده اورېدلې او که وي نو لږترلږه د افغانستان مُلایان نه په خبر او نه به یې لوستی وي. داکتاب، چي په صوفیانو کي ډېر زیات شهرت لري، له سره څخه تر پایه پوري د الحاد او کفر له کلماتو څخه ډک دی او د تصوف د مفکورې او عمل ټول ماهیت رسوا کوي.د ګلشن راز کتاب، له سره تر پایه، له صوفیانه اپلاتو او غیرشرعي او ضد شرعي کلماتو او مفاهیمو څخه ډک دی. د اسلامي شریعت په باره کي د دې کتاب ماهیت له څو بیتونو څخه ښه څرګندیږي:تبه ګردد سراسر مغز بادامګرش از پوست بیرون آوری خامولی چون پخته شد بې پوست نیکوستاګر مغزش بر آری برکنی پوست« شریعت» پوست، مغز آمد «حقیقت»میان این و آن باشد «طریقت»چو عارف یا یقین خویش پیوسترسیده ګشت مغز و پوست بشکستوجودش اندر این عالم نپایدبرون رفت و دګر هر ګز نیایدترجمه : که له پوسته څخه اوم را ایستل کیږيد بادام مغز به ټوله تباه کیږيخو چي پوخ سي مغز هلته یې مزه ويچي یې پوست ورڅخه وغورځوې ښه ويشریعت پر پوست حساب مغز حقیقت دید دې دواړو په مابین کي طریقت دیچي عارف و خپل یقین ته ورسیږيمغز پوخ سي او پخپله پوست ماتیږيپه عالم کي یې وجود نور نه پاتیږينور بهر سو بیا هیڅکله نه ستنیږي.دا نظم درې مخه دی او د ټول نظم ترجمه کول هم زما او هم د لوستونکو وخت ضایع کوي. خو د ټول نظم ماهیت دا دی چي شریعت د بادام د پوست او مغز یې د طریقت حیثیت لري. کله چي صوفي خپل اصلي مقام ته ورسیږي او د صوفیانو په اصطلاح پوخ سي په هغه وخت کي نو شریعت ته هیڅ ضرورت نه لري. او حتی شریعت داسي ورک سي چي بیا یې ستنېدل نسته.اوس نو له صوفیانو څخه څوک بوښتنه وکړي چي په قرآن شریف کي خو شریعت ذکر سوی دی او د طریقت نوم خو نه په قرآن شریف او نه په احادیثو کي وجود لري؛ تاسي دا طریقت او عرفان او د عارف او صوفي کلمات له کومه راوړل؟او کله چي د ګلشن راز له شاعر شیخ محمودشبستري څخه د پی مخو هلکانو په باره کي پوښتنه کیږي نو شیخ له هلکانو سره مینه روا او طبیعي بولي او دا ځکه چي شیخ وايی ښایسته هلکان د خدای تعالی د حسن او ښکلا مظهر دی. شاعر، چي طبعاً به بچه باز وو، د ښایستو هلکانو یا شاهد په باره کي څه باندي څلور مخه نظم لیکي او په یوه ځای کي، چي د هلک ږیره تازه راغلې ده او د صوفیانو په اصطلاح خط یې څرګند سوی دی وايي:رخ اینجا مظهر حسن خدایی استمراد از خط جناب کبریایی استرخش خطی کشید اندر نیکوییکه از ما نیست بیرون خوبروییخط آمد سبزه زار عالم جاناز آن کردند نامش دار حیوانز تاریکی زلفش روز و شب کنز خطش چشمه حیوان طلب کن. ګلشن راز ص ص ۴۹-۵۰شاعر د خپل دې نظم په پای کي، چي ټول له پی مخي هلک سره، چي لا یې تازه ږیره هم راغلې ده، د میني او عشق سپین سترګی او بې حیا بیان دی، لا هم پر مستي راځي او وايي:ګهی روشن چو آن روی چو ماه استګهی تاریک چون خال سیاه استګهی مسجد بود ګاهی کنشت استګهی دوزخ بود ګاهی بهشت استګهی برتر شود از هفتم افلاکګهی افتد به زیر توده خاکپس از زهد و ورع ګردد دګر بارشراب و شمع و شاهد را طلبګار.د شیخ زړه د ښایسته هلک په صفت نه سړیږي. د ده لپاره ښایسته هلک هم مسجد، هم بتخانه، هم جنت او هم دوږخ دی او د هغه نوخط خوله د ده لپاره د حیات د اوبو چینه ده او بالاخره وايي چي کله زاهد له طاعت او بنده ګۍ څخه ستړی سي بیا خو نو حتماً شراب، شمعی او له ښایستو هلکانو سره میني ته ضرورت لري. او دا ګواکي د صوفیانو د زهد او پرهېز او عبادت معراج او وروستۍ مرحله ده.د شیخ اوحداالدین کرماني، چي په نفحات الانس کي یې د کراماتو ډیري زیاتي او د نه منلو کیسې راغلي دي، په باره کي ویل کیږي چي کله به د موسیقی په محفلونو کي پر مستي راغی نو د ښایستو هلکانوکمیسونه به یې ورڅیري کړل او د هغوی پر سینو باندي به یې سینه موښله. جامي، ص ۵۹۰او حدالدین کرماني په مستي کي دونه مخته ځي چي بالاخره د خدايی دعوه کوي:علت ز احد باوحد امد حرفیعلت بګذار کاینک اوحد احد است. هغه کتاب ص ۵۹۲له «اوحد« څخه «احد» په یوه توري جلاکیږي«و» چي لیري کړې له میانه نو تنها «احد» پاتیږي.شیخ کرماني د «اوحد» او د «احد»، چي د حق متعال نوم دی او د هغه ذات په پېژندل کیږي، ترمنځ توپیر یوازي د « و» په حرف کي ویني او وايی دا « و» لیري کړه. په هغه پسي مه ګرځه. دغه ګړی اوحد پخپله احد دی. د تعجب خبره دا ده چي مولنا جامي، چي تر اوسه یې مزار ته خلک د تبرک لپاره ورځی، څرنګه د دې بیتونو په راوړلو نه شرمېدی او لا یې څرنګه کرماني ته شیخ او ځانته مسلمان وایه؟شیخ محمودشبستري هم، د نورو صوفي شیخانو په څېر، د منصور د اناالحق د دعوې دفاع کوي او وايي دا منصور نه دی چي اناالحق ناره یې کړې ده بلکه پخپله حق متعال دی چي دا ږغ یې کړی دی؛ ځکه چي دا دعوه د بل چا په وس کي نه ده.اناالحق کشف اسرار است مطلقجز از حق کیست تا ګوید اناالحق؟شیخ وايی کله چي یوې وادي ته وردننه سې هلته به وګورې چي هره ونه د اناالحق نارې وهي. کله چي ونه د اناالحق د دعوې حق لري نو انسان یې ولي نه لري؟درآ در وادي ایمن که ناګاهدرختی ګویدت « اِنّی اناالله»روا باشد اناالحق از درختیچرا نبود روا از نیک بختی. ګلشن راز ص ۲۹د ګلشن راز کتاب د صوفیانو لپاره دونه مهم دی چي په بیتونو استنادونه کوي او د هغه پر شرح یې کتابونه لیکلي دي. د دې کتاب ډېر زیات بیتونه او حکمونه له شریعت سره مخالف دي؛ او دلته د زیاتو مثالونو لپاره، ځای نسته. شیخ محمود شبستري د بُت پرستی په باره کي لا تر ټولو نورو ادعاوو عجایبي کوي. دی وايی بُت د عشق او وحدت مظهر دی او چي څوک زنار وتړي دا پخپله د خدمت تړون دی. کفر او دین دواړه په هستی قایم دي ځکه نو توحید عین بُت پرستي ده. څرنګه چي بت پخپله خالق پیدا کړی دی نو خالق چي هرڅه کړي دي هغه ټول ښه دي. شیخ وايي په هر بُت کي دننه یو روح دی او تر کفر لاندي ایمان پټ دی. شیخ په دغه مبحث کي له دغه قبیله یو عالم مزخرفات وايي:بُت اینجا مظهر عشق است و وحدتبود زُنار بستن عقد خدمتچو کفرو دین بود قایم به هستیشود توحید عین بت پرستيبدان کایزد تعالی خالق اوستز نیکو هرچه صادر ګشت نیکوستبه زیر هر بُتی جان است پنهانبه زیر کفر ایمانی است پنهان. هغه کتاب ص ۵۴دا ټول هغه افکار، عقاید، اشعار او لیکني دي چي په اسلام کي هیڅ ډول اساس نه لري. اسلام ټول پر شریعت ولاړ دی او د شریعت له چوکاټ څخه هیڅ وتلی شی نه مني. د شریعت د هر څرګند حکم څخه انکار کفر بولي او د شریعت د ظاهري احکامو رعایت یې لوی شرط دی. په داسي حال کي چي شیخ محمود شبستري شریعت د بادام پوست بولي. یعني په حقیقت کي نور ارزش نه لري او یوازینی وظیفه یې د مغز ساتل او پخول دي. موږ کله چي بادام وخورو پوستکي یې یا غورځوو او یا که ډېر ول نو اور په بلوو. په داسي حال کي چي د شیخانو او صوفیانو لپاره اصلي اهمیت په طریقت کي پروت دی؛ او هغه ته د شریعت په مقابل کي د بادام د مغز په صفت قایل دي؛ چي نه یې په قرآن شریف او نه یې په احادیثو کي ذکر سوی دی.پاته لري
# اړوند پوسټونه
اسلام
شهیدان دازادی ریښتنی معماران ✏
شهیدان؛ د آزادۍ ریښتیني معماران! د خپلو تللو اتلانو او شهیدانو یادونه تل په خپلو مجلسونو او ناستو کې ژوندۍ وساتئ. شهیدا...
لیکوال بوکسر
13 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
اسلام
سوشل میډیا او ځوانان خبرادار 📌
په میډیا کې ځوانان باید د امت دردونه، د مظلومو چیغې او د مسلمانانو ستونزې نشر کړي، څو د خلکو مړه احساسات راویښ شي او زړو...
لیکوال بوکسر
33 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
اسلام
کورنی او موبایل 📱
مشوره ده که یې ښه ګڼئ یا بده! ډېر وخت کېږي زما موبیل کې پروت ده استعمالووم یې خو تر هغه اندازه چې پرې پوهېږم، ځکه د دې...
لیکوال بوکسر
89 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)