پر تصوف باندي د هندو عقایدو اغېزې:حضرت رسول اکرم ص ویلي وه چي ټول بدعتونه ګمراهي ده او د هري ګمراهی لار دوږخ ته تللې ده. هغه په دې خبره کي لوی حکمت درلود او هغه دا چي هغه بوهېدی چي یو بدعت د بل بدعت او په نتیجه کي د بدعتونو عامل ګرځي او د همدغو بدعتونو په نتیجه کي اختلافات را پیدا کیږي او مسلمانان به د یوه بل په مقابل کي تورو ته لاس کړي . هغه ویلي وه چي تر ما وروسته مه کافران کېږی چي د یوه بل غاړي به پرې کوی. او دغه راز یېې ویلي وه چي اسلام به پر ۷۴ فرقو ووېشل سي او په دې ټولو کي به یوازي یوه فرقه پرحق وي او هغه به جنت ته ځي. د نورو ټولو فرقو ځای دوږخ دی.اوس خو چي ورته ګورو نو د سنی او شیعه فرقو شمېر تر ۲۰۰ هم زیات دی. د دې فرقو د خپل منځي اختلافاتو له امله، د تاریخ په اوږدو کي، دونه مسلمانان وژل سوي دي چي، په یقین سره ویلای سو، هومره به د کفارو سره په جهادونو کي نه وي وژل سوي. د دې دښمنیو او یوه بل قتلولو اساسي علت بدعتونه او د بدعتونو په نتیجه کي د اختلافاتو او دښمنیو، چي حضرت رسول اکرم ص اشاره ورته کړې وه، منځته راتلل دي. حضرت رسول ص د حجةالوداع په خطبه کي ویلي وه چي تاسي ته مي د خدای تعالی کتاب قرآن شریف در پرې ایښی دی. که په هغه کتاب تمسک وکړی او له لاري وانه وړی نو تاسي به نېکمرغه سی. کتاب البته پر خپل حال پاته سو او چا تحریف نه کړ مګر مفسرینو ډېر ژر دونه لاري پکښی را وایستلې چي له خلکو څخه یې په لوی لاس اصلي لاره ورکه کړه.یوازي د اهل سنة والجماعة د تفسیرونو شمېر ۵۲ ته رسیږي چي د هر تفسیر د جلدونو شمېر یې له شپږو څخه تر دېرشو پوري دی. د اهل تشیع د تفاسیرو شمېر ۹۶ ته رسیږي چي د هر یوه د جلدونو شمېر یې له ۶ څخه نیولې ان تر ۸۰ پوري رسیږي. د سنیانو د معترو احادیثو د کتابونو شمېر۱۵ او د اهل تشیع د احادیثو د کتابونو شمېر تر ۲۰ زیات دی. د اهل تسنن د تر ټولو معتبرو احادیثو، چي صحاح سته یا ۶ صحیح بلل کیږي، پر هر یوه باندي شرحي لیکل سوي دي. د بخاري شروح ۱۳ کتابه، د صحیح مسلم شروح ۵ کتابونه، د سنن ابوداوود شروح ۷ کتابونه او . . . دغه راز په دې زیات و کم ۱۳۰۰ کاله کي په زرهاوو نور مذهبي کتابونه لیکل سوي دي او لا هم لیکل کیږي.طبیعی خبره ده چي دا ټول کتابونه پر یوه لاره نه دي او که پر یوه لاره وای نو بیا خو یې لیکل کېدلو ته اړتیا نه پیدا کېده. اوس به نو مسلمانان، په دې دومره تر شمېر زیاتو کتابونو او لارو کي، څرنګه هغه لاره پیدا کوي چي جنت ته به تللې وي؟ طبیعي خبره ده چي سمه لاره د قرآن شریف لاره ده. مګر قرآن شریف خو دونه تفسیر سوی او لا هم تفسیر کیږي چي هیڅوک نه سي کولای هغه لاره پکښي پیدا کړي چي حضرت رسول ص د قرآن لاره بللی او د جنت وعده یې ورکړې ده. د دې ټولو مختلفو لارو، د دې ټولو اختلافاتو او د دې ټولو دښمنیو اصلي عامل هغه مشران او علماء دي چي په اسلام کي یې دومره لاري جوړي کړي دي چي اصلي لاره یې دونه تاریکه کړې ده چي هیڅوک یې د تشخیصولو توان نه لري.محدثینو، مفسرینو، مجتهدینو او مذهبي علماوو، په اسلام کي د سلهاوو لارو د ایستلو په وسیله له مسلمانانو څخه اصلي لاره ورکه کړه او په دغه ترڅ کي د تصوف او شیخی او مریدی آفت، چي د اسلام له دین سره یې هیڅ ډول خپلوي نه درلوده، نازل سو. که مجتهدینو په لوی لاس له مسلمانانو څخه اصلي لاره ورکه کړې وه؛ صوفیانو هغوی ته اخلاقي او روحیاتي تاوان ورساوه. دګدايی په تبلیغولو او رواجولو یې له هغوی څخه انساني غرور او غیرت واخیست. هغوی په هر ځای کي دا جعلي حدیث « الفقر فخری» یعنی فقر زما افتخار دی، د حضرت رسول اکرم له قوله تبلیغاوه، چي هیڅ ډول اساس نه لري. له بلي خوا یې د شیخی او مریدی په تبلیغولو او رواجولو سره له هغوی څخه د آزاد فکر کولو او تصمیم نیولو اراده سلبول ځکه چي لویو شیخانو دا خبره تبلیغول چي د شیخ امر د خدای امر دی او حتی شیخ خرقاني خو وویل چي هغه مرید نه دی چي د شیخ امر د خدای تر امر مهم ونه بولي.له بلي خوا یې، د خلکو د غولولو لپاره د هغوی د ړندولو کوښښ پیل کړ او ټولو صوفیانو کوښښ کاوه چي مریدان جاهل وساتي. حتی مولنا جلال الدین رومی، چي پخپله یو لوی عالم، شاعر او مفکر وو، جهالت ته تر علمیت ترجیح ورکوله او په زغرده یې ولیکل« حسام الدین ارزنجاني، مخکي له هغه چي د فقراوو خدمت ته شامل سي، یو عالم وو. خو وروسته پوه سو چي علم نسبت د فقراوو احوال ته د عمر ضایع کول دي. ځکه چي دنیا لهو ولعب او لوبي دي او سړی چي بالغ سي نو لوبي نه کوي او که یې کوي نو له شرمه یې له خلکو څخه پټوي. . . . » مولنا. فیه ما فیه، ص ۱۴۵
# اړوند پوسټونه
تاریخ
دافغانستان ته لنډه کتنه
افغانستان د نړۍ له لرغونو هېوادونو څخه دی او زرګونه کاله تاریخ لري. د دې خاورې له لارې د ورېښمو تاریخي لار تېره شوې او د...
امین الله جان
51 لیدنې
04 Aug 2026
0.0
(0)
اسلام
قرآن عظیم الشان په اړه
قرآن عظيم الشان الله تعالی خپل وروستی پیغام او ستر کتاب قرآن عظیم الشان د دې په خاطر نازل کړ، چې د مسلمانانو لپاره د ا...
عبدالله امير
104 لیدنې
03 Aug 2026
0.0
(0)
اسلام
لوستلو ارزي!!
«کله چې یوه اسراییلي سرتېري په ما د M16 ټوپک ونیو، فلسطینیانو زما د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړ.» دا مرکه د اس...
عبدالله امير
105 لیدنې
03 Aug 2026
0.0
(0)