oiuytrew
ریس خادیم

د فيل او سپۍ حمل :

214 لیدنې 17 رایې
3.9 (17)
ریس خادیم
ریس خادیم 11 Aug 2026

د فيل او سپۍ حمل :♦ یوه هاتۍ (فيل) او یوه سپۍ په یو وخت کې حامله شوې. درې میاشتې وروسته، سپۍ شپږ بچي وزېږول، خو فيل لاهم حامله وه. شپږ میاشتې وروسته، سپۍ بیا حامله شوه او نهه میاشتې وروسته یې لسګونه بچي وزېږول، خو فيل لاهم حامله وه.همداسې سلسله روانه وه، سپۍ څو وارې بچي وزېږول او د هغې بچي اوس غټ سپيان شوي وو، خو فيل لاهم حامله وه.اتلس میاشتې وروسته، سپۍ د فيل ترڅنګ راغله او و یې ویل:"تاته یقین شته چې ته حامله یې؟ موږ دواړه یو وخت حامله شوې وو. ما درې ځله، لس لس بچي وزېږول او هغوی اوس غټ شوي دي، خو ته لاهم حامله یې! دا څه کیسه ده؟"فيل په مسکا سره ځواب ورکړ: "یوه خبره درته وایم چې باید پرې پوه شې. زه کوم څه چې په خپل وجود کې پرورش کوم، هغه یو ساده سپی نه دی، بلکې یو فيل دی. زه په دوو کلونو کې یواځې یو فيل زېږوم، خو کله چې زما بچی پر ځمکه ګام ږدي، نو ځمکه ولړزیږي.کله چې زما بچی په سړک تېرېږي، نو خلک به تګ ودروي او په حیرت ورته ګوري. زما حمل داسې یو وجود دی چې د ټولو پام ځان ته را اړوي، دا یو لوی او ستر هدف دی."خلاصه:✦ کله چې ووینې چې نور خلک ژر ژر خپل هدفونه ترلاسه کوي، نو خپل باور مه له لاسه ورکوئ. ✦ که ته لا هم خپلو هیلو ته نه یې رسېدلی، نو له نورو سره حسد مه کوه. ✦ مه مایوس کېږه او نه اندېښمن، خپل ځان ته ووايه: "زما وخت را روان دی، او کله چې زما هدف راڅرګند شي، نو خلک به یې په درناوي او قدر ګوري.!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (17)

17 ټولې رایې

5★
5
4★
7
3★
4
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan