oiuytrew
نصيح الله ماهر

د قرآن د علمي اعجاز په اړه د ملحدینو د یوې شبهې ځواب

336 لیدنې 9 رایې
3.0 (9)

دق رآن د علمي اعجاز په اړه د ملحدینو د یوې شبهې ځوابلیکنه: عمر عمادالله تعالی په کائناتو کې د زوجیت ( یعنې د هر شي جوړه جوړه شتون) قانون ته په څو آیتونو کې اشاره کړې ده ، چې د هغې له جملې څخه : یو د سورت یاسین ( ۳۶ ) آیت : (سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ) . یعنې پاکي ده هغه ‌ذات لره چې ټولې جوړې یې پیدا کړې، له هغې چې ځمکه یې راټوکوي او ستاسې له نفسونو او له هغو شیانو چې تاسې پرې نه پوهیږئ .او بل د سورت الذاریات ( 49) آيت : (وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) . يعنې : او موږ له هر شي جوړه پیدا کړې ، ګوندې وي چې تاسې پند واخلئ .د قرآن د حقانیت څخه منکران داسې انګیري چې ګویا دا د قران علمي غلطي ده چې وایي هر شی زوج پیدا شوی دی ، ځکه چې په طبیعت کې ډیر داسې شیان شته چې نر او ښځه نه لري، بلکې ‌ذاتي تکاثر کوي ، لکه امیب ، یا یو ډول چرمښکۍ ، یا ځینې بوټي او نباتات .ځواب : دغه شبهه د عربي ژبې په پوهیدلو له نیمګړتیا او د مفسرینو د اقوالو څخه د بې خبرۍ نه راپیدا شوې ده . ځکه دوی وایي چې ( زوج ) یوازې نر او ښځې ته وایي . خو داسې نه ده ، بلکې د زوج کلمه په عربي ژبه کې د جوړې په معنی ده ، لکه د بوټانو جوړه او یا په هوا کې د دوو مرغانو جوړه او يا داسې نور... همدا راز د پخوانيو جمهورو مفسرينو قول د زوج د کلمې په لغوي معنی څرخيږي چې معنی يې جوړه جوړه ده لكه ځمکه او اسمان ، اور او اوبه ، وچه او لمده او داسې نور بې شمیره شیان ، بلکې ځینې مفسرینو آن معنوي شیان هم پکې یاد کړي، لکه خیر او شر ،نیکمرغي او بدمرغي، کفر او ایمان …الخ . يعنې یو شی او د هغه مقابل او ضد يې چې په دې کې نر او ښځه حتما راځي ، خو د نر او ښځې برسېره نورې ټولې هغه جوړې هم پکې راځي چې په کائناتو کې موجودې دي .هو ، که مفسرينو يوازې نر او ښځه یاد کړي وای نو بیا د ملحدينو نيوكه او اعتراض وارد او پرځای معلومېده چې ګویا په قرآن کې غلطي ده ( والعياذ بالله) ، خو دا چې زوجیت یوازې د نر او ښځې جوړې ته نه وایي نو دا نیوکه بې ځایه ده.او حتی که دا هم ومنو چې دلته (زوج ) د نر او ښځې په معنی ده بیا هم دغه اعتراض وارد نه دی ځکه چې په عربي ژبه کې د ( کل ) لفظ حتما د عموم لپاره نه استعمالېږي بلکې کله کله د ( بعض) او غالب په معنی هم راځي چې د دې مثالونه په قرآن کې هم شته لکه ابن قتيبه چې په تاویل مشکل القرآن او باقلاني چې په الانتصار للقرآن او رازي رح چې په خپل تفسير او نور علما وایي چې دغه ايتونه عموم نه افاده کوي : (تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا، أو (ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ) ، أو (يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ) ،او (وَأُوتِيَتْ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ) أو داسې نور . يعنې كه د زوجين تفسير په نر او ښځه ومنو بیا هم اعتراض بې ځایه دی ، ځکه چې د ( کل ) صیغه په عربي ژبه کې همیشه او حتما عموم نه افاده کوي، نه شرعا ، نه لغة او نه عقلا د دې کوم خنډ شته چې دا آیت دې هم د تیرو آیتونو په څیر نه وي .خو دا چې جمهور مفسرین د نر او ښځې برسېره نور شيان هم یادوي نو بنا پر دې دغه اعتراض مردود او بې بنیاده دی .دا له یوې خوا او له بلې خوا کیدای شي په راتلونکي کې په همدغو شیانو کې چې اوس د ملحدانو په فکر د زوجیت د قانون لاندې نه راځي ، داسې حقایق رابرسیره او وموندل شي چې د زوجیت قانون پرې تطبیقيږي. البته دلته د دې خبرې یادونه بې ګټې نه ده چې ووایو : د مفسرينو دې ډول اختلاف ته اختلاف تضاد نه بلکې اختلاف تنوع وايي ، يعنې د آیت په پراخه معنی کې د مفسرینو ټول اقوال راټولیدلای شی او هر قول د آیت د پراخې او جامع معنی مثال او بیلګه ګڼل کیږي.اوس به راشو د سورت یاسین د آیت اعجاز ته ، چې الله تعالی فرمایی: پاکي ده هغه ‌ذات لره چې ټولې جوړې یې پیدا کړې ، له هغې چې ځمکه یې راټوکوي او ستاسې له نفسونو او له هغو شیانو چې تاسې پرې نه پوهیږئ.د قرآن مجید د نزول په وخت کې په کائناتو کې ډیر داسې شیان وو چې چا ته یې د جوړه جوړه پیدا کیدو هیڅ علم نه و ، بلکې حتی چا یې تصور هم نه شو کولای ، لکه ډیر هغه نباتات چې وروسته پکې نر او ښځه معلوم شو.او یا په اوسنۍ زمانه کې د اتوم د اجزاوو ( پروتون او الکترون ) چې یو یې مثبت او بل یې منفي چارج لري . بلکې تر دې هم هیښونکې دا چې د کوانتم فیزیک یو بنسټ ایښودونکی انګریز ساینس پوه :Paul Adrien Maurice Dirac (1902 – 1984 م) – چې په 1933 کال کې یې په فیزیک کې د نوبل جایزه تر لاسه کړه – نظريه وركړه چې په کائناتو کې د خلقت له شیبې راهیسې ماده او د مادې ضد موجود دی . حتی د اتوم په اجزاوو کې هم د هر بڅرکي ضد موجود دی . د پروتون ضد او د الکترون ضد ، چې دا نظریه بیا وروسته هلته ثبوت شوه چې امریکایي فیزیک پوه كارل أندرسون په ۱۹۳۲ م کال کې پوزیترون کشف کړ .لیرې راته نه ښکاري که هغه وخت چا پول ډیراک له دې خبر کړی وای چې قرآن ۱۴۰۰ کاله وړاندې د زوجیت قانون یاد کړی دی نو نه یوازې دا چې د الله تعالی په شتون کې تردد به یې ختم شوی و بلکې مسلمان شوی به وای . لکه فرانسوي عالم موریس بوکای چې کله دا کشف کړ چې فرعون په سمندر کې ډوب شوی او ورته وویل شو چې دا خبره خو قرآن لا پخوا کړې ده ، چې بیا یې همدا د مسلمان کیدلو لامل شو .نو هغه څوک و چې نالوستی او د عربي دښتې اوسیدونکی محمد علیه السلام – یې له دغو شیانو خبر کړ ؟ بیشکه چې د دې بل هیڅ معقول ځواب نشته پرته له دې چې ووایو: هغه چا خبر کړ چې د کائناتو خالق او د هغو په ټولو اسرارو خبر دی (أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) ؟! بلی ، والله اِنه لیعلم .

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.0
3.0 (9)

9 ټولې رایې

5★
2
4★
0
3★
3
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan