oiuytrew
حیاء

د لقمان حکیم صیب کیسه

حیاء
حیاء

ڪیسهڪله چی لقمان حڪیم صاحب له زدڪړو څخه فارغ شو نو استاد یی ورته وويل:لقمانه ! نن يو پسه حلاله ڪړه او چي هر شى یی درته ښۀ ښڪاره شو هغه ماته پوخ ڪړهلقمان حڪیم صاحب لاړ، پسه يې حلاله ڪړلو او د هغې زړۀ او ژبه يې په غوړيو ڪې ښۀ سرۀ ڪړل او استاد ته يې راوړل. استاد يې چي وڅڪل نو ستاينه يې وڪړه او لقمان ته يې وويل:تۀ نيم ڪامياب شوېپه بله ورځ استاد بيا لقمان حڪيم صاحب ته وويل چي نن بل پسه حلاله ڪړه او په هغۀ ڪې چي تر ټولو بدخونده شى وي هغه زما لپاره پوخ ڪړه.لقمان حڪیم صاحب هم لاړ، بل پسه يې حلاله ڪړلو او د تېر ځل غوندې يې يوازې زړۀ او ژبه را واخيستل، خو دا ځل يې په داسې ډول پاخۀ ڪړل چي ژبه يې خوږه پخه ڪړه خو له زړۀ سره يې مرچ مسالې ڪَډ ڪړل او ښۀ يې تريخ ڪړ، بيا يې خوږه ژبه او تريخ زړۀ سره ڪَډ ڪړل او د استاذ مخې ته يې ڪښېښوول،استاد يې چي څڪه ترې وڪړه، خوند يې ور نۀ ڪړ او له لقمانه يې وپوښتل:لقمانه ! دا نن دي څه شى پاخۀ ڪړي دي؟لقمان حڪیم صاحب وويل:استاده ! هماغه زړه او ژبه می پاخه ڪړی دی خو سره موافق نۀ دي.استاد يې چي د شاڪَرد ځيرڪتيا وليدله، ورته ويې ويل:لقمانه ! تۀ نن پوره ڪامياب شوې......! پایڅومره پرځای ټاڪنه وه ژبه او زړه؟نو د ڪوم انسان زړۀ او ژبه چي يو وي دُنيا به هم د هغۀ عزت ڪوي، خداى تعالی به هم ورڅخه راضی وي او د چا زړۀ چي له ژبې سره موافق نۀ وي، دُنيا به هم بد ورپسې وايي، خداى تعالی به هم ورڅخه راضی نۀ وي او هغه انسان به خپله هم هيڅڪله خوشحاله نۀ وي،،!!!

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan