پخوا چي به د لوی کندهار خلک مېلې، چکر او ساعتېرۍ ته وتل؛۱- تر هر څه مخکي به يې د خپل ښار، خپل کلتور او خپل نوم استازيتوب په ښه اخلاقو کاوه.۲- په عامه ځايونو کي به يې د مشر او کشر احترام ساته، نه به يې بې ځايه شور جوړاوه او نه به يې د نورو د ارامتيا مزاحمت کاوه.۳- د سفر او مېلې ټول ملګري به يې د يوې کورنۍ په څېر ګڼل؛ که به کوم ملګری ستړی يا اړمن سو، ټول به يې مرسته ته ولاړ وه.۴- د سيمې د خلګو عزت به يې خپل عزت باله؛ د چا پر کور، باغ، کښت او شخصي ملکيت به يې سترګه نه اچوله.۵- په بازارونو او عامه ځايونو کي به يې نوبت مراعتاوه او د حق او انصاف خبره به يې کوله.۶- د سيمې دودونه، رواجونه او ارزښتونه به يې درناوی کول او ځان به يې د کوربه خلګو مېلمه باله.۷- تر ساعتېرۍ وروسته به يې کثافات نه پرېښودل؛ هر څه به يې پاکول او ځای به يې تر راتګ لا منظم پرېښود.۸- د ديني، تاريخي او فرهنګي ځايونو حرمت به يې ساته او نورو ته به يې هم د درناوي توصيه کوله.۹- که به چا ورسره نېکي وکړه، د مننې ترڅنګ به يې په ښو خبرو او ښه چلند د هغې بدله ورکوله.۱۰- او کله چي به د راستنېدو وخت سو، د سيمې له خلګو سره به يې په مينه او احترام خدای پاماني کوله، ترڅو د کندهار د خلکو ښه نوم ورسره پاته سي.همدا وجه وه چي د لوی کندهار د خلکو ياد به ډېری وخت د ادب، نزاکت، مېلمه پالني او ښه اخلاقو په نوم کېده؛ ځکه کلتور يوازي په جامو نه، بلکي په چلند او کردار ساتل کېږي.