oiuytrew
نصيح الله ماهر

د مرشد اوشو ستر کتابتون

256 لیدنې 15 رایې
3.5 (15)

مرشد اوشو چې اصلي نوم یې Rajneesh و، یو هندي روحاني ښوونکی، فیلسوف او د مراقبې (Meditation) مبلغ و. هغه د ۱۹۳۱ کال د ډسمبر په ۱۱مه زېږېدلی او د ۱۹۹۰ کال د جنورۍ په ۱۹مه مړ شوی دی. مرشد اوشو هند کې له استادانو سره د بحث په برلاسۍ کې له ډېرو پوهنتونونو ایستل شوی. دی د پوهنتوني درسونو په ویزارۍ کې یو ځای وایي؛ کله چې مې هندوستان پرېښود زما په کتابتون کې یو سلو پنځوس زره کمیابو او ارزښتمنو کتابونو شتون درلود؛ خو ان یو درسي کتاب مې هم نه و اخیستی.اوشو له ماشومتوبه د کتابونو حریص لوستونکی و. په تنکۍ ځوانۍ کې یې د عامه کتابتون درې زره کتابه لوستي و او د پوهنتون په دوره کې یې ځان وږی ساته خو پیسې یې پر کتابونو مصرفولې. دی لیکي: "ما د لیسې له وخته د کتابونو په راټولولو پیل کړی و. تاسو به حېران شئ چې تر هغه وخته چې زه د میتراسم (بکلوریا) په کچه وم ما په زرګونو کتابونه لوستي وو او د ځان لپاره مې په سلګونو کتابونه راټول کړي وو او هغه هم ستر شاهکارونه. ما د خلیل جبران، دوستویفسکي، تولستوی، چیخوف، ګورکي او تورګینیف کتابونه لوستي او پای ته رسولي وو، یعنې هغه څه چې تر ټولو غوره لیکوالي ګڼل کېږي. کله چې مې خپله متوسطه دوره (انټرمیډیټ) پای ته رسوله، نو د سقراط، افلاطون، ارسطو او راسل کتابونه مې لوستي وو، یعنې ټول هغه فیلسوفان چې ما په هر کتابتون، هر کتابپلورنځي کې موندلی شول او یا مې له هر چا څخه په امانت اخیستی شول." بالاخره اوشو له ۱۵۰،۰۰۰ څخه ډېر کتابونه راټول کړل، چې لا هم د هند په پونا (Pune) کې د دۀ په کتابتون کې شتون لري. دا د نړۍ د تر ټولو سترو شخصي کتابتونونو څخه یؤ دی، چې د الماریو او طاقچو اوږدوالی یې شاوخوا دوه کیلومترو ته رسېږي. وایي چې اوشو به هر کتاب تر لوستلو وروسته لاسلیک کاوه. شاوخوا ۳۵۰۰ کتابونه د هغه د رنګین لاسلیک مختلف سټایلونه لري او یا هم دا لاسلیک د یو رنګارنګ انځور (خطاطۍ) برخه ده؛ دغه راز په شاوخوا ۹۰۰ کتابونو کې د پوښ په دننه مخ باندې د اوشو له خوا ایستل شوی یو بشپړ مخ انځور موندل کېږي. د هغه تر ټولو وروستی لاسلیک د ۱۹۸۷ کال د ډسمبر د ۲۰مې نېټې دی چې په یو جاپاني کتاب کې شوی او پر څلورو مخونو غځېدلی دی.د هغه د ژوند او افکارو مهم ټکي:د ځوانۍ پر مهال یې فلسفه ولوستله او د پوهنتون استاد هم و.وروسته یې د روحانیت، مراقبې، ازاد فکر او د انسان د باطني ودې په اړه ویناوې پیل کړې.هغه د مراقبې ځانګړې طریقې، لکه Dynamic Meditation، معرفي کړې.په هند کې یې په پونا ښار کې یو لوی روحاني مرکز جوړ کړ، چې اوس هم زرګونه کسان ورته ورځي.په ۱۹۸۰مو کلونو کې یې په امریکا کې د Rajneeshpuram په نوم یوه لویه ټولنه جوړه کړه، خو وروسته د قانوني ستونزو او جنجالونو له امله امریکا پرېښوده.د اوشو د افکارو په اړه نظرونه بېلابېل دي:پلویان یې هغه یو ژور فیلسوف او روحاني لارښود ګڼي.منتقدین یې ځینې نظریې، د مذهبونو په اړه سختې نیوکې، او د هغه د ټولنې ځینې کړنې جنجالي بولي.د اسلام له نظره، د اوشو ډېر فلسفي او روحاني نظریات د اسلامي عقیدې او د قرآن او سنتو له لارښوونو سره سمون نه لري. نو که څوک اسلامي لارښوونې تعقیبوي، د هغه نظریات باید د اسلامي عقیدې په رڼا کې وارزوي.اوشو د مینې، ازادۍ، مراقبې، ځان پېژندنې او د انسان د شعور په اړه سلګونه کتابونه او ویناوې پرېښي دي، چې ډېری یې د هغه د شفاهي ویناوو راټول شوي متنونه دي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (15)

15 ټولې رایې

5★
5
4★
4
3★
1
2★
4
1★
1

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
عبید الله نیازی 3 اونۍ دمخه

اوشو یو تکړه لیکوال فیلسوف او ځیرک سړی وو

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan