د مسلمان ورور په وړاندي خيانتونه - توصيه: ـــــــــــ ليکوال: مولوي نورالحق مظهري ۱ - که دي د خپل مسلمان ورور غيبت وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۲ – که دي په سودا او معامله کي خپل مسلمان ورور دوکه کړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۳ – که دي د خپل مسلمان ورور په آّبرو، عزت او نسب کي د عيب پيدا کولو هڅه وکړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۴ – که دي د خپل مسلمان ورور سره حسد وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۵ – که دي پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تور او تهمت ولګوی نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۶ – که دي قصدا خپل مسلمان ورور ته بېله کومي شرعي استثناء درواغ وويل نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۷ – که دي خپل مسلمان ورور ته ستونزي جوړولې او يا يې په ستونزو خوشحاله کېدلې نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۸ – که دي خپل مسلمان ورور ته ښکنځل او يا سپکه خبره وکړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۹ – که دي د خپل مسلمان ورور پر عزت او آبرو بريد وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۱۰ – که دي د خپل مسلمان ورور په اړه بې تحقيقه منفي خبره ومنل نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۱۱ – که دي د خپل مسلمان ورور سره بېله کوم شرعي لاسونده عقدوي چلند وکړ نو پوه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۱۲ – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندي د ترحم، شفقت او ورورګلوۍ پاليسي تر پښو لاندي کړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۱۳ – که دي پر خپل مسلمان ورور تکبر او غرور وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۱۴ – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندي هغه شرعي مسئوليت نه آداء کوی چي تا ته درکول سوی دی نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۱۵ – که دي د خپل مسلمان ورور د ترقۍ او پر مختګ مخه نيول نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ. ۱۶ – که دي د خپل شرعي مشر او رهبر اطاعت نکوی نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.مسلمانه وروره! پدې پوه سه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د خيانت کولو څخه پناه غوښتې او فرمايلي دي: و أعوذ بک من الخيانة فإنها بئست البطانة.[سنن ابن ماجه ۳۳۵۴] ای الله زه په تا باندي د خيانت کولو څخه پناه غواړم ځکه دا ډېر بد عادت دی.مسلمانه وروره! مجاهد روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: المکر والخديعة والخيانة في النار، وليس من أخلاق المؤمن المکر والخيانة.[الجامع في الحديث ۴۸۷] يعني د فريب، چم او خيانت کوونکی به په اور کي وي، فريب او خيانت د مؤمن د اخلاقو څخه ندی.مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايلي دي: وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ.[الانفال۲۷] يعني د خپلو امانتونو سره خيانت مکوئ! امانت هر هغه شي ته ويل کيږي چي انسان يې په وړاندي مسئوليت لري چي يو د هغو څخه خپل مسلمان ورور دی.مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا.[النساء۱۰۵] يعني د خائنينو دفاع مکوه. خائنين دومره بد دي چي الله جل جلاله انسان د هغوی د دفاع کولو څخه منع کړی دی.مسلمان وروره! الله جل جلاله فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ.[الحج۳۸] يعني د الله جل جلاله هيڅ خائن او ناشکره نه خوښيږي. همداسي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ.[الانفال۵۸] د الله تعالی خيانت کوونکي انسانان نه خوښيږي.ګرانه وروره! د خپل مسلمان ورور سره څنګ پر څنګ خپل انفرادي او اجتماعي کارونه وکړه، د خپل ورور سره په غم او ښادۍ کي ګډون وکړه، د خپل ورور سره هیڅ ډول تبعیضي چلند مکوه، د مشرانو احترام کوه، پر کشرانو شفقت کوه، د رهبرانو اطاعت کوه، د علماو خبره منه، د مظلومانو دفاع کوه، د ناداره او مسکین سره مرسته کوه، د ښځو ټول ثابت سوي حقوق ورکړه او د هر مسلمان په وړاندي د ایثار پالیسي غوره کړه تر څو هم خپله نيکمرغه سې او هم نورو مسلمانانو ته د الله په مرسته نيکمرغي وبښې.
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
7 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
اسلام
نشه يي توکي
د نشې زیانونه — یوه بشپړه مقاله سریزه نشه یوه له هغو ناوړه ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا، کورنۍ، ټولنې او راتلونکي ت...
احسان الله افغان
59 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
524 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)