oiuytrew
ریس خادیم

د ميني ډکه کيسۍ(زه خو مړه نه شومه)

219 لیدنې 11 رایې
3.5 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

د ميني ډکه کيسۍ (زه خو مړه نه شومه)د واده په شپه ډير ناوخته د مور د زړه په خاطر کوټې ته ننوتم نيغ لاړم ړنګ بنګ په کټ کې پريواتم،هغه هم خبره وا چي د سادات يوه بله جلۍ خوښه ده،راغله تر څنګ مي کيناسته وويل يي سادات ما وبخښه چي زه ستا په ژوند کي راغلم په زوره بنده کړې ژړه يي د خلې راووته او زما پر اوږه يي سر کيښودو او ښه يي راسره په چغو چغو وژړل.نيم ساعت پس مي سر راپورته کړ،ګورم چي مېرمن مي تر څنګ اوده وا،لاس مي د هغي په سر راتير کړ او په حال يي خفه شوم. ژر يي سر راپورته کړ وويل یی سادات ما وبخښه زه ستا په حال خفه يم خو دا زما ګناه نه ده زه خبره نه ووم چي ته بل چاسره مينه کوي،ته مه خفه کيږه تا به ډير ژر له ما بي غمه شي.ما ورته ؤويل ته څه د لیوانو خبري کوي زما هيڅ څوک ندي خوښ زما خپل ځان هم ندی خوښ ته د لیوانو خبري پريږده ورشه اودس وکړه چي يو دوا رکعته لمونځ وکړو ،دوا رکعته لمونځ مو وکړ دعا مو ځانته ځانته وکړه.نوی ژوند مو شروع شوو خه وو ګزاره يي کوله ،خو زه په ژوند کي خوشحاله نه ووم ،خو زما مېرمن به هر وخت کوشش کوو چي ماته مينه راکړي او ما خوشحاله وساتې.خو هغه يوا ورځ ستړي شوا او زما په خوشحالولو کي ناکامو شوا ،راغله زما تر څنګ کيناسته وويل يي سادات ما دي الله مړه کړئ چي ته له ما بي غمه شي ستا خفګان زه نور نه شم برداشت کولی خو زه به تا ډير ژر بي غمه کړم .ما ورته ؤويل ګوره زه يم داسي زما مزاج داسي دی هيڅ نشته زه تاسره خوشحاله يم ته ډيره ښه نيکه او خوش اخلاقه ښځه يي زه لتا راضي يم.زما حلات ورځ تر بلې خراب کيدۀ ،زما کورانئ هم په دي کار خوشحاله نه وا او پړا يي يو پر بل اچوله،ټولې کورانۍ زما د خوشحالولو کوشش کوو ،مېرمن زه لکه د ماشوم خوشحاله ساتلم،زما د خوښې خواړه زما د خوښې کارونه يي کول هيڅ يوا موقع يي ماته په لاس رانکړه چي زه ورته غوسه وکړم .اخير هم بريالۍ شوا خپله مينه يي زما په زړه کي پيدا کړهيوا ورځ ورته په زير شوم الله ج خو ماته يوا تحفه راکړي وا د ښايست د اخلاقو او د ميني ښځانه وا پر مخ يي دوا دري ويختان راخواره وو لکه ښکاري چي د مرغيو نيولو لپاره دام خور کړی وي، زه يي هم اخير په ځان مئين کړم .سحر له وخته د هغي د پاسيدو مخکي بازار ته لاړم چي يوا تحفه ورته واخلم او د ميني اظهار ورته وکړم او يو بل نوی ژوند شروع کړم ،خو بازار کي لږ ملګرو سره اسار شوم،غرمه دولس بجي وي چي کور ته راغلم چي ګورم ټول ژاړي او له ما د کرکې اظهار کوي ،ما تري تپوس وکړ چي څه شوي ولي ژاړئ خو هيڅ چا جواب رانکړ، مجبور شوم چي د خپلي مېرمنې څخه تپوس وکړم چي لاړم مېرمن مي په کوټه کي نه وا زما د عصابو د اراميدو ټول پاکټ خالي پروت وو،ژر مي منډه کړه بحر اواتم ما ويل څه شوي ولي خبرې نه کوئ ،کوچنۍ خور مي په وړه ژبه ؤويل هغه لالا ډاکټر ته بوتله.ژر مي منډه کړه څلويښت دقيقي ورسته د ننګرهار حوضوي روغنتون ته ورسیدم ،واټ مي معلوم کړ چي ورغلم ډاکټرانو ورته معده وينځلې وا او همدا وس په هوش کي راغلې وا ،چي ورنږدي شوم د اوښکو ډکې سترګې ماته رواړولي او په ژړه غونې غږ يي ؤويل ډاکټر صيب زه خو مړه نشومه ما وبخښه .ما کلکه غيږه ورکړه او په چغو چغو مي ورسره وژړل،او په تيز اواز مي ورته ؤويل مينه درسره لرم مينه درسره لرم .او د ټول ژوند د تیرولو وعده مي ورسره وکړه او په هسپتال کي د مور پلار د متخصص ډاکټر او د دريو نرسانو پر مخ کي د مينې لاکت مي ورپرغاړه کړاو په تندي مي ښکل کړه مينه درسره لرم ليوانئ .!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (11)

11 ټولې رایې

5★
3
4★
3
3★
2
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan