د نبي او رسول ترمنځ توپیر!نبي او رسول دواړه د الله تعالی غوره بندګان دي او الله تعالی ځمکې ته د دې لپاره را استولي چې یؤۀ قوم یا ډلې ته لارښوونه وکړي او د الله تعالی پیغام ور ورسوي؛ خو کله ناکله یې ځینې خلک ترمنځ توپیر نکوي او نبي ته رسول او رسول ته د نبي خطاب کوي؛ په داسې حال کې چې دواړه ډلې اشخاص سره توپیر لري.نبي نبي هغه شخص وي چې الله تعالی ورته وحي کوي، خو نوی شریعت یا نوی کتاب نه راوړي او یوازې د مخکېني رسول د شریعت پیروي کوي او خلکو ته یوازې هماغه رسوي.رسول رسول هغه شخص وي چې الله تعالی ورته وحي کوي او ترڅنګ یې له یؤۀ نوي شریعت یا له یؤۀ نوي کتاب سره یې خلکو ته استوي، څو خلکو ته همدغه ورکړل شوی پیغام ور ورسوي. یادؤنه: هر رسول نبي وي، خو هر نبي رسول نه وي.د سکالو د لا روښانتیا لپاره به څو بېلګې راوړو: ـ حضرت داود علیه السلام رسول و، ځکه په دۀ باندې زبور نازول شوی و. ـ حضرت موسیٰ علیه السلام رسول و، ځکه په دۀ باندې تورات نازل شوی و. ـ حضرت عیسیٰ علیه السلام رسول و، ځکه په دۀ باندې انجیل نازل شوی و. حضرت محمد ﷺ رسول و، ځکه په دۀ باندې قرآن الکریم نازل شوی و. د نبیانو په پرتله د رسولانو شمېر محدود دی، په کابو یؤ لک او څلرویشت پیغمبرانو کې یواځې(۳۱۳) تنه رسولان وو، پاتي ټول نبیان وو.
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
اسلام
نشه يي توکي
د نشې زیانونه — یوه بشپړه مقاله سریزه نشه یوه له هغو ناوړه ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا، کورنۍ، ټولنې او راتلونکي ت...
احسان الله افغان
60 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
527 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)