کله چې زه ماشوم وم، یوه شپه مې مور د پلار مخې ته ډوډۍ کېښوده. مور مې له پلار بښنه وغوښته چې نن ډوډۍ لږ سوځېدلې ده.خو زما به د پلار دا خبره هېڅکله هېره نه شي، چې مور ته مې وویل: «خوږې! زما سوځېدلې ډوډۍ خوښیږي.»زه په سوچ کې شوم چې ایا پلار مې رښتیا هم سوځېدلې ډوډۍ خوښوي؟ کله چې بسترې ته تلم، له پلار مې وپوښتل: «ایا ته رښتیا سوځېدلې ډوډۍ خوښوې؟»پلار مې په غېږ کې ونیولم او راته ویې ویل: «زویه! نن ستا مور ټوله ورځ سخت کار کړی دی او بیا یې د شپې موږ ته ډوډۍ هم تیاره کړه. نو سوځېدلې ډوډۍ انسان دومره نه ځوروي، لکه ترخه خبره. او راته یې ویل انسان هېڅکله مکمل نه وي، یو د بل تیروتنې باید ومنو او خوشاله ژوند وکړو.»
# اړوند پوسټونه
شعرونه
ګيله....
چې د یو بل پښې وهي، ځان تر منزل رسوي څه به له داسې پښتنو سړی پښتو زده کړي؟ د بل چا شعر په خپل نوم خپرول هم ادبي غلا ده....
حنفي کوچی
81 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)