د هیواد او خاوري مینه هیڅ حدود او سرحد نلري؛د دویمې نړیوالي جګړې پر مهال د نن څخه شاوخوا یو اتیا (81) کاله دمخه جــــاپاني سرتېرو د «کامیکازې» په نوم ځانـ.ـمـرګي بریدونه کول، دوی به د چاودېدونکو موادو څخه ډکي الوتکي د دښمن پر کښتیو ور اِیله کړې، چاودنه به یي ورکړه او ځان او دښمن دواړه به یي د منځه یووړل؛ دغه بریدونه په 1945 م کلونو کي بیخي زیات سول، جاپانیانو د الوتکو سربېره د ځانـ.ـمـرګو کښتیو څخه هم کار اخیستۍ، چي یو د خورا پیچلو جګړیزو تخنیکونو څخه حسابل کیږي چي ځان به یي هم د منځه وړۍ او هم به یي دښمن ختم کړۍ.د هیواد او خاوري مینه هیڅ سرحد نلري، د هر دین او مذهب خلک د هیواد او خاوري دپاره هر ډول قـ.ـربانۍ ته تیار وي. نو، دا کیسه واورئ!!په 1943 میلادي کال کي، 17 کلنه لېپا رادیچ هغه مهال ونیول سوه چي د هغو ملکي خلکو سره یې مرسته کوله او غوښتل یي د نازیانو (جرمني) تر اشـ.ـغال لاندې سیمې څخه وتښتي.لېپا د ځوانۍ څخه د یوګوسلاویا هیواد د چـریـ.ـکیانو سره یوځای سوې وه، د پیغام رسوونکې په توګه یې کار کاوه، د ټپیانو سره یې مرسته کوله او د ملکي خلکو ساتنه یي کوله.کله چي جرمني ځواکونو دا ونیوله، شکنجه یې کړه او ورڅخه یې وغوښتل چي د خپلو ملګرو نومونه ووایي، خو هغې هېڅ معلومات ورنه کړل.وروسته د اعدام ځای ته یووړل سوه، حتی هغه وخت هم چي د خپل ژوند د ژغورلو په بدل کي ورته د خپلو ملګرو د نومونو ویلو وړاندیز وسو، هغې تسلیمېدل ونه منل.لېپا رادیچ د 1943 م کال په فبرورۍ کي، یوازي په 17 کلنۍ کي اعدام سوه او د نازي اشـ.ـغال پر وړاندي د زړورتیا او مقاومت په سمبول بدله سوه.په 1951 م کال کي د یوګوسلاویا حکومت د هغې د زړورتیا او قربانۍ د امله هغې ته د «د یوګوسلاویا ملي اتلې» لقب ورکړ.د هغې کیسه تر اوسه د یوې داسي زړورې اینجلۍ د بېلګې په توګه یادیږي چي د ظلم پر وړاندي ودرېده، د هیواد، خاوري او عامو خلکو د ساتني دپاره یې خپل ژوند قرباني کړ. . . . .
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
7 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې (Halima Cissé) په ۲۰۲۱ کال کې د یوه داسې زېږون له امله د نړۍ پام ځانته واړاوه چې په...
ریس خادیم
61 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د اسټرالیا اوسېدونکې
د اسټرالیا اوسېدونکې بروک اتکنز (Brooke Atkins) هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوه، چې د خپل کوچني...
ریس خادیم
62 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)