oiuytrew
ریس خادیم

د وخت قدرتمند خلیفه او یو کمیس

204 لیدنې 10 رایې
3.3 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 29 Aug 2026

د وخت قدرتمند خلیفه او یو کمیس :د خپل خلافت په موده کې یو ځل عمر بن عبد العزيز ناروغه کېږې ، د فاطمي ورور مسلمه بن عبد الملک د امیر المؤمنین پوښتنې ته راځي له پوښتنې وروسته چې كله ووت ، نو خپلي خور فاطمې ته وايي د امير المؤمنين کمیس و مينځئ ، هغه ډېر زوړ شوی هغه خلیفه دی، خلک یې لیدو ته راځي.! فاطمې د ورور خبرې په اورېدو سر ټيت ونيو، څو ورځې تېرې شوې، مسلمه بیا تپوس ته راغی ، ګوري چې د خلیفه کمیس هماغسې دی، بیا یې خور ته وويل: چې کميس يې ووينځي. په درېيم وار راتلو يې چې بیا ولیده کمیس ندی پاک شوی، باید بدل کړل شي، اوس نو بالکل ناراضه ،شو خور ته يې وویل: ما درته څو ځل وويل د امير المؤمنين كميس بدل کړه.! د فاطمې په سترګو کې اوښې راغلې، ويې ويل : په الله قسم !!! خليفه له دې يو كميس بل نلري.😢 فاطمه بنت عبدالملک د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله میرمن وه.!نوټ : له دي کېسي مو څه عبرت واخست .🌱

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (10)

10 ټولې رایې

5★
3
4★
1
3★
2
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan