ښوونه د ذهنونو جراحي ده، که ستاسو لاسونه لړزيږي یا ستاسو وسایل او پوهه زاړه وي، نو تاسو ژغورونکى نه یاست، تاسو زیان رسوونکی یاست د یو داسې ښوونکي کېدو لپاره چې نړۍ یې په یاد وساتي، باید له دودیز فکره ووځئ او دا ۱۵ عصري او رښتیني اصول خپل کړئ:1 ـ ملګری نه بلکې لارښود (Mentor) اوسئ: ډېر وخت نوي ښوونکي هڅه کوي له زدهکوونکو سره ملګري شي؛ تر څو خوښ پاتې شي؛ خو دا تر ټولو لویه تېروتنه ده. زدهکوونکي ډېر ملګري لري، هغوی یو رهبر ته اړتیا لري. داسې واټن وساتئ چې هغوی در سره خپلې شخصي خبرې هم شریکې کړي، خو ستاسو په وړاندې بېادبي ونه کړي. درناوی تر ملګرتیا مهم دی.2ـ د ناپوهۍ اعتراف وکړئ: که یو زدهکوونکی داسې پوښتنه وکړي چې تاسو یې په ځواب نه پوهېږئ، نو ناسم ځواب مه ورکوئ او مه یې چوپ کوئ. په ډاګه ورته ووایه چې زه اوس نه پوهېږم، سبا به تحقیق وکړم او درته به یې ووایم دا ستاسو مقام نه کموي، بلکې ستاسو رښتینولي په ډاګه کوي.3 ـ ستړیا یو جرم دی: که زدهکوونکي په ټولګي کې خوب کوي یا ستړي ښکاري، ستونزه ستاسو په تدریس کې ده، تدریس یوازې د معلوماتو ورکول نه دي، تدریس(ښوونه + تفریح) ده. خپل غږ بدل کړئ، ټوکې وکړئ، ډراماتیکه بڼه غوره کړئ. ټولګی ستاسو سټېج دی.4 - د زده کوونکو تعصب ختم کړئ: یوازې تکړه زدهکوونکو ته اهمیت ورکول نور زده کوونکي ستاسو پر ضد جوړه وي. کمزورو او شرارتي زدهکوونکو ته هم هماغه پاملرنه وکړئ، کوم چې لایق زده کونکو ته کوئ؛ تر څو د مهموالي احساس وکړي.5- د "ولې" ځواب ورکړئ: رټل او سپکاوی بس کړئ، هر څه د منطقي دلیل سره وړاندې کړئ، که الجبر تدریسوئ زده کوونکو ته مو وښایاست چې په ژوند کې یې ګټه څه ده؟ ځکه عقل چې دلیل وا نه وري معلومات نه مني.6 - بېچمتووالي ټولګي ته تلل "ځانوژنه" ده: که ۲۰ کاله تجربه هم لرئ، بیا هم چمتووالی اړین دی. زدهکوونکي ژر پوهېږي چې استاد چمتووالي ندی نيولى، د یو درسي ساعت تر شا باید څو ساعته مطالعه او درسي مواد را ټول وي.7- چوپتیا د وسلې په توګه وکاروئ: که ټولګی له شوره ډک و، یوه دقیقه خاموش ودرېږئ! او زدهکوونکو ته وګورئ! په څو ثانیو کې به ټولګی خاموش شي. ستاسو چوپتیا تر چیغو ډېر اغېز لري.8- له نصاب نه بهر نړۍ وښایئ: یوازې کتابي زدهکړه مه ورکوئ! هغوی ته د ژوند مهارتونه ور زده کړئ، وښایاست چې څنګه مهارتونه زده کړي او له نوي ټکنالوژۍ ګټه واخلي لایق ښوونکى هغه دی چې ژوند ور زده کړي.9 ـ خپله انا (Ego) پرېږدئ: که زدهکوونکی ستاسو تېروتنه اصلاح کړي، سپکاوی یې مه ګڼئ، هغه وستایی دا ستاسو باور او د زده کوونکو مرال پیاوړی کوي .10ـ کیسې وکاروئ: انسان معلومات هېروي، خو کیسې یې نه هېريږي درسونه د کیسو په بڼه وړاندې کړئ! دا طریقه ډېره اغېزمنه ده.11 - په چوکۍ مه کېنئ! ټولګي کې ګرځئ! وروستۍ چوکۍ ته لاړ شئ! د ښوونکي حرکت زده کوونکي ویښ ساتي او له خوبه یې ژغوري.12- په سزا کې نؤښت وکړئ: فزیکي سزا زړه شوې ده، داسې سزا ورکړئ چې زدهکوونکی اصلاح شي. لکه، سبا ته به ته دا درس ټولګي ته وړاندې کوې، هغه زده کوونکي چې شوخي کوي یو درسي ساعت کې ترې ځان خپه کړئ، بل ساعت کې ورسره انفرادي جلسه ونیسئ او خپلو کړنو ته یې ځیر کړه.13 - نومونه یاد کړئ: زدهکوونکي په نوم یاد کړئ! دا هغوی ته اهمیت ورکوي او درناوی زیاتوي.14 - د وخت درناوی وکړئ: کله چې زنګ ووهل شي، درس ختم کړئ. د نورو وخت مه ضایع کوئ، که غواړئ د وخت پابندي ور زده کړئ، خپله د وخت پابند اوسئ.15 - میراث پريږدئ: یوازې د معاش لپاره تدریس مه کوئ، فکر وکړئ چې تاسو یو میراث پريږدئ. ستاسو اصلي پایله د زده کوونکو نمرې نه، بلکې د هغوی شخصیت دی.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.4
16 ټولې رایې
5★
2
4★
7
3★
3
2★
4
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې (Halima Cissé) په ۲۰۲۱ کال کې د یوه داسې زېږون له امله د نړۍ پام ځانته واړاوه چې په...
ریس خادیم
63 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د اسټرالیا اوسېدونکې
د اسټرالیا اوسېدونکې بروک اتکنز (Brooke Atkins) هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوه، چې د خپل کوچني...
ریس خادیم
66 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)