oiuytrew
ریس خادیم

د ټکانو (Fire Work) خرڅول او تجارت څنګه دی؟

231 لیدنې 15 رایې
3.4 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

د ټکانو (Fire Work) خرڅول او تجارت څنګه دی؟ سوال: موږ د خارج څخه د ټکانو تجارت کوو، دا مختلف ډولونه لری او خلک یې استعمالوي، په شریعت کي ددې تجارت څنګه دی؟ جواب: عبدالغفار جُبیر دغه اسراف او فضول خرچي ده چي دا ګناه ده او په قرآنکریم کي سخت وعید ورته راغلی دی ، باید ځانونه ورڅخه وساتو ، چي دداسي کار سزاء په اخرت کي سخته ده. الله دي ټول مسلمانان ورڅخه وساتي. د ټکانو تجارت کول مکروه کار دی د مسلمانانو لپاره البته غیر مسلمانانو ته جائز دی، داچي په ټکانو (پټاخۍ) کي لاندي نقصانات سته نو دا ضروري ده چي دداسي تجارت څخه ډډه وکړو: ۱: د مال ضایع کول دي، په اکثرو ځایو کي مسلمانانو او غیر مسلمانان سره شریک وي، دا ځکه مسلمانان هم دا استعمالوي او غیر مسلمانان هم. ۲: فرضا که اختر وي نو خلک دومري ټکان کوي چي ټوله فضاء د بارودو بوی کوي او ټوله چاپیریال په بارود ولړل سي، چي دا انسانانو او حیواناتو و ژوند ته خطر دی. ۳: د ټکانو پر مهال خلک ددې ټکانو د دروند ږغ څخه بیریږي، حیوانات توریږي، ماشومان او ناروغه خوب نسي کولای چي دا په مجموع کي و ټولو ته تکلیف دی. ۴: کله ددې ټکانو له کبله خپله د انسانانو کورونه، دوکانونه اور واخلي او کله خو لا داسي هم وي چی د ټک کونکي په لاس کي ټک وچوي او دهغه لاس، ګوتي، سترګي او مخ ټوله له منځ یوسي او یا یې زخمي کړي. ددې ټولو مشکلاتو به درلودلو او تکلیف رسولو سره باید مسلمانان ددې ټکانو د تجارت څخه لاس واخلي. قال الله تعالی: ان المبذرین کانوا اخان الشیطین. سورت الاسراء: ۲۷ عن عقبة بن عامر رضی الله عنه قال: سمعت رسول اللهﷺ یقول..... کل شئ یلهو به الرجل باطل الا رمیه بقوسه، و تأدیبه وملاعبته امرأته، فانهن من الحق. (مشکوة المصابیح ص: ۳۳۷) کتاب الجهاد، باب اعداد الة الجهاد الفصل الثانی . ط: قدیمی و تعاونوا علی البر والتقوی ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان. (سورت المائده: ۲) و لاتعاونوا علی ارتکاب المنهیات ولا علی الظلم... (احکام القرآن للقرطبی ۳: ۱۸) قال: النووی: فیه تصریح بتحریم کتابة المترابیین والشهادة علیها و بتحریم الاعانة علی الباطل. (مرقاة المفاتیح: ۶/ ۵۱) کتاب البیوع باب الرباء الفصل الاول: تحت رقم الحدیث: ۲۸۰۷

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (15)

15 ټولې رایې

5★
4
4★
2
3★
5
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan