oiuytrew
سیدوزیر سجاد

د ټک ټاک (TikTok) فتنه!

271 لیدنې 16 رایې
3.3 (16)

*د ټک ټاک (TikTok) فتنه!*ژباړه: سیدوزیر"سجاد"په دې وروستیو کې د ټک ټاک (TikTok) اپلیکیشن په ټوله نړۍ کې ډېر خپور شوی او د ډېرو ځوانانو پام یې ځانته اړولی دی.د معلوماتو له مخې، دغه اپلیکیشن شاوخوا ۱.۲ میلیارد میاشتني فعال کاروونکي لري او له ۳ میلیاردو څخه ډېر ځله ډاونلوډ شوی دی. د ۱۹ تر ۲۹ کلونو عمر لرونکي کسان د دې اپلیکیشن تر ټولو زیات کاروونکي بلل شوي، ورپسې ۱۸ کلن او له هغه کم عمر لرونکي کسان دي. د راپور له مخې، د کارونې په برخه کې ۶۰ سلنه نجونې او ۴۰ سلنه هلکان دي.د ټک ټاک په ډېرو خپرېدونکو ویډیوګانو کې مبتذل او نامناسب مطالب، غیراخلاقي اشارې، ناوړه الفاظ او د شرم وړ څرګندونې لیدل کېږي. کله چې یو څوک ټک ټاک ته ورننوځي، نو سمدستي یې سترګې په ډول ډول نامناسبو محتواوو لګېږي او دی به ومومي چې ټک ټاک د دنیا د ټولو ناسمو کثافاتو (نارواوو) ځای ګرځېدلی دی.له همدې امله، ټوله نړۍ تر یوه حده د دې اپلیکیشن تر اغېز لاندې راغلې او اسلامي نړۍ هم ترې خوندي نه ده پاتې شوې.دې اپلیکیشن لویه ستونزه دا ده چې خلک د اوږدو ساعتونو لپاره په ځان بوخت ساتي؛ ځکه لنډې ویډیوګانې وړاندې کوي چې تر لسو دقیقو زیاتې نه وي او هر څوک کولای شي په اسانۍ سره له خپل موبایل څخه خپله ویډیو خپره کړي. له همدې امله د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د لنډو ویډیوګانو ګڼ ډولونه پکې راټولېږي او زیات شمېر لیدونکي ځان ته جذبوي. یو کس له یوې ویډیو څخه بلې ته ځي، خو د ژوند قیمتي شېبې له لاسه ورکوي. ډېری کسان خپل ساعتونه او ورځې ضایع کوي او د ژوند تر ټولو مهم کلونه یې په ټک ټاک کې له منځه ځي؛ نه لمونځ وي، نه د قرآن تلاوت وي، نه د دین زده کړه وي او نه د دنیا د ګټورو علومو زده کړه وي. د ځینو پوهانو په خبره «ټک ټاک» د اوسني وخت له خطرناکو اپلیکیشنونو څخه ګڼل شوی او په ځینو هېوادونو کې پرې بندیزونه هم لګېدلي دي. له همدې امله، والدینو ته سپارښتنه شوې چې د دې اپلیکیشن له خطرونو څخه خبر وي او باید د خپلو اولادونو له موبایلونو څخه یې حذف کړي.له همدې امله، غوره ده چې انسان د ټک ټاک له بې‌هدفه کتلو څخه ځان وساتي؛ ځکه دا کار کېدای شي انسان د ګناهونو پر لور راکش کړي او هغه قیمتي وخت ضایع شي چې موږ ورته سخته اړتیا لرو.د ټک ټاک ځینې کاروونکي باید له بدې پایلې څخه ووېرېږي. انسان نه پوهېږي چې د ژوند پای به یې څنګه وي. کېدای شي یو څوک په نامشروع کار کې بوخت وي، یوه ښځه په بې حجابۍ کې بوخته وي او یو تن بیا خلک خپلې ناسمې لارې ته رابولي؛ خو ناڅاپه د مرګ فرښته راشي او د هغوی ژوند پای ته ورسوي.نو ایا ښه نه ده چې انسان له داسې بې‌ګټې او زیانمن مصروفیت څخه لاس واخلي او مخکې له دې چې فرصت له لاسه ووځي، الله تعالی ته توبه وباسي؟له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ ځوانان او نجونې د آخرت چارو ته متوجه کړي او هغوی د ټک ټاک او نورو فتنو له شر څخه وساتي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (16)

16 ټولې رایې

5★
3
4★
5
3★
2
2★
5
1★
1

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan