oiuytrew
ریس خادیم

د پيري رول مې ولوباوه، کور مې فتح کړ !😆

226 لیدنې 19 رایې
3.6 (19)
ریس خادیم
ریس خادیم 26 Aug 2026

د پيري رول مې ولوباوه، کور مې فتح کړ !😆له واده وروسته مې له مېړه، خسر او خسرنۍ سره یو ځای ژوند کاوه، د خسرنۍ نهه لوڼې واده شوي، خو هره شپه به خپلو، مېړو، اولادونه سره راتلې، په کور کې به هره ورځ شور، ډوډۍ، چای، جنجال وو!هر سهار پنځه بجې به پاڅيدم، د واده راهیسې یواځې دوه شپې مې ارامه خوب کړی وو، پخلی به مې داسې کولو لکه د واده مېلمه‌ پالنه، له پخلنځي به تر شپې ۱۲ بجو پورې نه وتم،مېړه ته به چې ورغلم هغه به هم ویده و! ډېره ستومانه شوم... هېچا د اوبو ګیلاس هم نه پورته کولو!مېړه ته مې وویل: "یو کرایي کور ونيسه!" ویل یې: "دا نا ممکنه ده!"بالاخره مې پلان جوړ کړ: تودې اوبه مې په یوه پلاسټیکي لوښي کې واچولې، بیا مې په آشپزخانه کې تويي کړې او چغې مې شروع کړې: "زه نه یم، زه نه یم، ما خو ستاسې زامن نه دي وژل.ي!"منډه مې کړه، د خسرنۍ کوټې ته لاړم، هر څه مې مات کړل، چغې مې کړې. زړۀ مې یخ شو! ټول کورولا راباندې راغلل، داسې وېرېدلي ول لکه ما ته چې پيريان راغلی وي. خسر مې لاس زما پر تندي کېښود او د قران تلاوت یې شروع کړ، مه ژاړل، خو د خندا له لاسه مې نفس بند و! 😂مېړه مې راغلو، یو ملا یې راوست، هغه راته تعویذ شروع کړو، ما سترګې پټې کړې، او ومې ویل: "نن به تاسې ټول ختم کړم. او مه د هغوئ نومونه اخيستل: "هاجره به حلاله کړم، سمیه به سپکه کړم،مرضيه مې په څپېړی ووهله!" حتی خواښې ته مې په غيږه ورغلم!ملا راوغورځېد، ورته ومې ویل: "نن به دې ږیره وسوزوم!" 😂 ملا وتښتېد، ویې ویل: "دا خو کافر پيري دی!"هماغه شپه ټول خپلو کورونو ته ولاړل. سبا په لومړی ځل په لسو بجو له خوب راپاڅېدم! خواښې مې راغله، ما ورته سترګې وازې کړې، هغه وتښتېده، زما مېړه ته یې چای او ډوډۍ په خپل لاس واستول!یو بل ملا يې راوستلو، په هغه مې هم ورټوپ کړو، هغه هم ووتښتېد!څلورم ملا یې راوست، هغه ویل: "ای پيريا! څه غواړي؟" ما ویل: "زه مامور یم، دا کور زما بچي وژني! که چیرې هغه ښځه چې تودې اوبه یې توی کړې، له دې کوره ونه وځي، نو زه به دا ټول ووژنم!"کوروالا چغې کړې: "حال یې ډېر خراب شوی، موږ خو د خپل زوی او انګور ژوند غواړو!"په دوهمه ورځ يې هر څه راته برابر کړل، او زوی،يعنی زما مېړه ته یې وویل: "ورسره جلا ژوند پیل کړه، کنه موږ ته به بلا جوړه کړي!" 😂نو که خير وو،سبا زه خپل نوي کور ته روانه یم🤣 او هو انجونو زه مو په مرض پوه شوم بينډي ( تمثيل ) کوئ .! 🤣

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (19)

19 ټولې رایې

5★
6
4★
3
3★
6
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan