oiuytrew
ریس خادیم

د ځان ارزښت

199 لیدنې 16 رایې
3.7 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Sep 2026

د ځان ارزښت :بوډا پلار مخکې له مړینې خپل زوی ته وویل : زویه ! دغه لاسي ساعت ګورې؟ ستا (نیکه) څخه راپاتې او له (۲۰۰) کلونو څخه زیات عمر لري ، خو مخکې له دې چې تاته یې درکړم ؛ هغه د ساعتونو لویې او مشهورې هټۍ (سېکو) ته چې د ښار په منځ کې ده ، ورشه او ورته ووایه ، چې غواړم دغه ګړۍ خرڅه کړم ، وګوره چې په څو يې درڅخه اخلي . ځوان زوی لاړ ، ماذیګر ناوخته کور ته راستون شو ، خپل پلار جان ته یې وویل : پلاره جانه ! هغې د لویې او مشهورې هټۍ څښتن ساعت په (سل) افغانۍ اخیسته . پلار یې ورته وویل ، ولې ؟ ځوان زوی ورغبرګه کړه ، هټۍ څښتن راته وویل ، چې دغه ساعت ډیر زوړ او د کار وړ نه دی . پلار یې زوی ته وویل : ځه دغه مخامخ سپینو زرو دوکان ته ورشه ، شاید دوی یې پر لوړ قیمت درڅخه واخلي . ځوان ولاړ ، څو دقیقې وروسته ، کور ته راستون شو او پلار ته یې وویل : پلار جانه ! هغوی یې په (دوه زره) افغانۍ اخلي . پلار یې په ورستي ځل ورته وویل : زویه جانه ، ځه لاړ شه ، دغه ساعت د ښار هغه مشهور (موزیم) ته یوسه او مسؤل کس ته یې وروښیه ، چې په څو يې درڅخه اخلي ...! ځوان ولاړ ، ماښام ناوخته کور ته راغی او خپل پلار ته یې وویل : د (موزیم) څښتن راته د یو میلیون افغانیو وړاندیز وکړ او راته يې وویل ، چې دغه د پخوانۍ او لرغوني زمانې ساعت د کلونو پر ارزښت له دې هم په لوړ قیمت پلورل کیدائ شي . پلار یې ورته وویل: ما غوښتل چې په همدې ډول تا پوه کړم ، په سم او مناسب ځای کې ستا قدر کیږي ، عزت درکول کیږي او ستا شخصیت ته په لوړ ارزښت کتل کیږي ... زویه : هغه ځای ته هېڅکله مه ځه ، کوم ځای کې چې ستا د شان ، شخصیت او کرکټر سره مناسب نه وي .درس : (تل د ځان ارزښت وپېژنئ او په لوی لاس مو خپل ځان ، خپل شخصیت او خپل کرکټر مه وژنئ).

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (16)

16 ټولې رایې

5★
5
4★
4
3★
4
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan