د ښوونځي مدير وویل: کله چې زما په ښوونځي کې خپل کوچنیان داخلوئ؛ زه وړاندې له دې چې کوچنیانو ته مو داخله ورکړم، لومړی تری یوه پوښتنه کوم او د هغوې د ځواب په نظر کې نیولو سره خپله پرېکړه کوم چې د کوچني وضعیت په کومه کچه دی. زما پوښتنه دا ده، "د هندواڼې رنګ څه ډول دی؟" دا پوښتنه ډېره ساده ښکاري؛ خو زه ځوابونو ته ګورم او بیا خپله پرېکړه کوم چې کوچنی څه ډول شخصیت لري. 1 : که کوچني راته وویل، چې هندواڼه سور رنګ لري؛ نو دا مانا چې کوچنی تیارخور دی. نه پلار سره بازار ته تللی چې هندواڼه یې اخیستې وي او نه يې مور سره کومک کړی، کله یې چې مور هندواڼه پرې کوله. 2 : که کوچني وویل چې د هندوانې رنګ شين دی؛ دا مانا چې پلار سره یې په بازار کې د هندواڼې په اخیستلو او راوړلو کې مرسته کړې او مور سره یې د هندواڼې په پرې کولو کې هم مرسته کړې، يانې تیارخور کوچنی نه دی. 3 : که کوچني زما د پوښتنې په مقابل کې وویل چې ستا موخه د هندواڼې داخلي رنګ دی که بیروني؟ دا مانا چې کوچنی ډېر ځیرکه دی او د موضوع د ښه روښانتیا لپاره بحث کوي. 4 : که کوچني وویل چې داخلي برخه یې سور رنګ لري او بیروني برخه یې شين رنګ لري، نو دا مانا چې کوچنی ځیرکه دی، خو بحث یې نه خوښېږي. 5 : که کوچني وویل چې رنګ یې زیړ دی؛ نو دا مانا چې دا کوچنی تراوسه رنګونه نه پېژني او دا کوچنی ځانګړي تدریس ته اړتیا لري. ذهن يې بايد په تدريجي ډول وده وکړي. 6 : که زما د پوښتنې په کولو سره کوچنی د مور او پلار سره پټ شو او وشرمیده او په دې تمه پاتې شو چې پوښتنه یې مور يا پلار ځواب کړي، نو دا کوچنی ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو وهڅول شي چې پر ځان باور پیدا کړي .!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)