د یوسف بن تاشفین نه هېرېدونکې حماسه له مراکشه تر اندلسه د يوولسمې پېړۍ اتلیوسف بن تاشفین، چې د شمالي افریقا له لویو شخصیتونو څخه و، د خپلې زمانې یو نامتو او وړتیا لرونکی پوځي قوماندان و.هغه د افريقا براعظم په پراخو سیمو کې د حبشيانو پر ضد څو مهمې ج...ګړې وکړې، هغوی یې تر خپل واک لاندې راوستل او د دعوت کار یې هم په پیاوړي ډول ترسره کړ، چې په نتیجه کې زرګونه حبشیان مسلمانان شول.یوسف بن تاشفین د سوډاني او حبشي ج....ګړهمارانو یوه برخه په خپله پوځ کې شامله کړه.همدارنګه د افریقا هغه عیسویان چې هلته اوسېدل، د هغه د پوځ برخه شول. د صحرا د بېلابېلو بربري او نورو قبایلو جنګي ځواکونه یې هم له ځان سره مل کړل، او په همدې توګه یې په شمالي افریقا کې خپل واک نور هم ټینګ کړ.د مراکش د مشهور ښار مراکیش په بنسټ ايښودلو کې يي هم د هغه رول مهم و.دغه وخت په اندلس کې د عیسویانو حالت ورځ تر بلې پیاوړی کېده؛ نږدې نیم اندلس یې بېرته نیولی و.مسلمانان د ساز او رفاه د لټون له امله کمزوري شوي وو، آن تر دې چې ډېری وخت به یې عیسویانو ته خراج يا اوسنۍ ماليه ورکوله.په همدې حالت کې د اندلس مسلمانانو له یوسف بن تاشفینه د مرستې غوښتنه وکړه.یوسف بن تاشفین له خپل قوي پوځ سره اندلس ته ورسېد او د اندلس له مهمو ښارونو څخه يې په ویلینسیا (Valencia) محاصره وکړه.د سختو جګړو وروسته ښار فتح شو، او د مدیترانې په دې برخه کې د مسلمانانو دریځ یو ځل بیا ټینګ شو.که څه هم دغه فتحه د "قوتونو توازن" په بشپړه توګه بدل نه کړ، خو د عیسویانو د پر له پسې پرمختګ مخه یې د اوږدې مودې لپاره ډب کړه.خو کله چې یوسف بن تاشفین د خپل سلطنت د چارو د تنظیم لپاره مراکش ته بېرته ستون شو، تر شا يې یو ځل بیا د مسلمانانو هغه پخوانۍ بېکفایتي پیل شوه.همغه لړۍ وه چې د دوامدار زوال سبب شوه، او په پای کې په ۱۴۹۲م کال کې د غرناطه په بشپړ ډول سقوط سره د مسلمانانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)