د یوه ساده ښوونکي څخه، چي د لیبیا په شنو غرونو کي یې ماشومانو ته قرآنکریم ورزده کاوه، تر داسي شخص پوري چي د یوې فاشـ.ـیستي امپراتورۍ دپاره په لویه بېره بدل سو؛ دا د اویا کلن یوه شیخ کیسه ده چي ویي ښودله، هوډ په زړښت نه کمېږي او وطن په بیه نه پلورل کېږي، که څههم انسان د نړۍ د ترټولو پرمختللو وسلو سره هم یوازي پاته سي.تباشیر او ټوپـ.ـکونه؛ د لیبیا یـ.ـرغل (۱۹۱۱):«عمر المـ.ـختار» یو ارام او ساده انسان وو، د لیبیا د شنو غرونو په یوه سیمه کي یې ماشومانو ته قرآنکریم ورښودۍ، هغه نه پوځـ.ـي جنـ.ـرال وو او نه سیاسي مشر؛ بلکي یو دینيعالم او غیرتيشیخ وو چي د صحرا د خلکو ترمنځ یې ډېر درناوی درلود.خو په ۱۹۱۱ م کال کي، کله چي ایټـ.ـالیا پر لیبیـا د سمندريبېړیو او پوځيځواکونو په وسیله یرغل وکړ، عمر المختار پوه سو چي د خبرو وخت تېر سوی دئ.هغه تباشیر او د لیکلو تختې پرېښودې، خپل زوړ ټوپـ.ـک یې راواخیستۍ او د آزادۍ د یوه اوږده او سخت پړاو پیل یې وکړ، دا د هغه وخت له پوځيمنطق څخه دباندي خبره وه چي یو دیني عالم دي په خپل عمر کي د ایـ.ـټالیا د سترواکۍ له ټانکونو او الوتکو سره جګړه وکړي.عمر المـ.ـختار شاوخوا شل کاله د لیبیا د آزادۍ مشري وکړه او پرلهپسې یې ایـ.ـټالوي جنـ.ـرالان حیران کړل، هغه د چـ.ـریکي جګړې له تګلارو کار اخیست او د شنو غرونو له سختو او پېچلو سیمو سره یې پوره بلدتیا لرله. ملګرو به یي پر ایـ.ـټالوي پوځـ.ـيکاروانونو ناڅاپي بریـ.ـدونه کول، سختزیان به یې ورته اړاوه او بیا به له خپلو کسانو سره غرونو، درو او غارونو ته تلل، داسي چي ایټـ.ـالویانو به یې نښي هم نه سوای موندلای.ایـ.ـټالویانو د آزادۍ فکر د ختمولو دپاره خپل ترټولو سخت جنرال «ګراتزیاني» راولېږه، هغه ډېر ظالمانه اقدامات وکړل، د خلکو دپاره یې د بندیخانو او توقیفکمپونه جوړ کړل او له مصر څخه یې د دوي د اکمالاتو د مخنیوي دپاره یې سلګونه کیلومتره اغزن سیم وغځاوه، سره له دې محاصرې، لوږي او د خپلو نږدې ملګرو له شـ.هادت سره، شیخ عمر المـ.ـختار له خپلي مبارزې لاس وانهخیست او جګړې ته یې دوام ورکړ.«موږ به تسلیم نهسو؛ یا به بریالي کېږو او یا به مـ.ـړه کېږو» (۱۹۳۱):د ۱۹۳۱ کال په سپټمبر کي، په یوه نابرابره جګړه کي د عمر المـ.ـختار آس وویشتل سو او هغه هم ونیول سو، هغه مهال عمر المـ.ـختار ۷۳ کلن وو، ایـ.ـټالویانو هغه پوځيمحکمې ته راوست، لاسونه یې تړل سوي وو، خو د خپل نیونکي په پرتله یې روح ډېر آزاد وو.کله چي ګراتزیاني ورته د بخښني وړاندیز وکړ، په دې شرط چي ملګرو ته د وسلو د ایښودلو او تسلیمېدو غوښتنه وکړي، عمر المخـ.ـتار ورته په ټینګه وکتل او ویې ویل: «موږ به تسلیم نه سو؛ یا به بریالي کېږو او یا به مړه کېږو. دا پای نهدئ، تاسي به له راتلونکي نسل او له هغه وروسته له نسلونو سره هم جـ.ـګړه کوئ.»د ۱۹۳۱ کال د سپټمبر پر ۱۶مه، عمر المـ.ـختار د خپلقوم د خلکو په مخ کي په دار وځړول سو، ترڅو خلک وبېروي، خو ایټـ.ـالیا یوه ستره تېـ.ـروتنه وکړه؛ هغوی فکر کاوه چي د عمر المـ.ـختار په وژلو سره به د آزادۍ فکر هم ختم کړي، خو برعکس، عمر المخـ.ـتار د آزادۍ او عزت په یوه تلپاتي نښه بدل سو.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
188 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)