د 1982 کال په مشهور ډارونکي فلم #Poltergeist کي د لامبو حوض یوه وېروونکې صحنه په رښتیا هم له عجیبو رازونو سره تړلې ده. د فلم جوړونکو د دې صحنې لپاره د مصنوعي هډوکو پر ځای ریښتیني انساني هډوکي کارولي وو. 💀 هغه مهال د طبي وسایلو له شرکتونو څخه د حقیقي انساني هډوکو ترلاسه کول، د لسګونو دقیقو مصنوعي هډوکو له جوړولو څخه ارزانه او اسانه تمامېدل. اداکارې #JoBeth_Williams وروسته وویل چې څو ورځې یې په خړو اوبو کې فلمبرداري کوله او شاوخوا یې هډوکي لامبل. هغې فکر کاوه چې هډوکي مصنوعي دي، خو وروسته پوه سوه چې ځینې یې رښتیني انساني پاتې شونی وو. 😨 همدې خبرې د فلم له جوړېدو وروسته د هالیووډ یوه مشهوره افسانه نوره هم پیاوړې کړه. وروسته دا موضوع د #Poltergeist_Curse یا د #پولټرګایسټ_لعنت له کیسې سره هم وتړل سوه، ځکه د فلم له څو لوبغاړو سره یو لړ تراژیدۍ او وخت نه مخکې مړینې سوي وې. په هغه وخت کې په فلمونو کې د ریښتینو انساني هډوکو کارول دومره نادره خبره نه وه، ځکه طبي هډوکي د علمي عرضهکوونکو له لارې قانوني ترلاسه کېدل. 🎬💀د 1982 کال په مشهور ډارونکي فلم #Poltergeist کې د لامبو حوض یوه وېروونکې صحنه په رښتیا هم له عجیبو رازونو سره تړلې .
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
212 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
273 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
437 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)