د راشد خان په اړه دا وروستی پرمختګ د ویاړ وړ دی، ځکه هغه د کرېکټ لوبغاړو د نړیوالې ټولنې د مشورتي بورډ غړی ټاکل شوی دی. دا یو مهم مقام دی چې ښيي راشد خان په نړیواله کچه څومره درناوی او اعتبار لري.خو د افسوس خبره دا ده چې افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه پورې د هغه لپاره کوم رسمي د مبارکۍ پیغام نه دی خپور کړی، چې دا کار د ډېرو خلکو د حیرانتیا سبب شوی دی.راشد خان هغه لوبغاړی دی چې په زرګونو کرکټ لوبغاړو کې ځانګړی مقام لري. هغه د سختو شرایطو سره سره، د خپل زیار، وړتیا او دوامداره هڅو له لارې د نړۍ یو له غوره بالرانو څخه ګرځېدلی دی. د یو ورځینو او شل اوریزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې هم هغه د نړۍ لومړی نمبر بالر بلل شوی دی.په داسې حال کې چې نړۍ د هغه ستاینه کوي، دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې زموږ اړوندې ادارې چوپ پاتې دي. راشد خان د خپل هېواد لپاره لوبېږي او دا بریاوې د ټول ملت ویاړ دی، نو تمه کېږي چې ورته په رسمي توګه درناوی وشي.دا موضوع د فکر وړ ځکه ده،چې د خپلو اتلانو ستاینه کول د هر ملت د وګړو مسوولیت دی. شينواري
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.8
20 ټولې رایې
5★
7
4★
3
3★
8
2★
2
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
15 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې (Halima Cissé) په ۲۰۲۱ کال کې د یوه داسې زېږون له امله د نړۍ پام ځانته واړاوه چې په...
ریس خادیم
68 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د اسټرالیا اوسېدونکې
د اسټرالیا اوسېدونکې بروک اتکنز (Brooke Atkins) هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوه، چې د خپل کوچني...
ریس خادیم
71 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)