ليکنه لږ اوږده شوه ،خو بيا هم په لوستلو ارزي.!کله چې انسان خپل عمر ته وګوري، نو پوهېږي چې وخت څومره ژر تېرېږي او د ژوند هره شېبه څومره ارزښت لري. زه لا د عمر په لومړیو پړاوونو کې یم، خو یوه هیله لرم چې د ژوند دا لږ وخت په داسې څه تېر کړم چې سبا پرې وویاړم.ځوانانو! عمر ته مه ګورئ، فکر مو لوی کړئ، وخت مه ضایع کوئ او د خپلو وړتیاوو د ښکاره کولو لپاره هڅه وکړئ. نن چې څوک د علم، هنر، ادب او پرمختګ په لاره کې قدم اخلي، کېدای شي سبا یې نوم د خلکو په زړونو او تاریخ کې پاتې شي.زه هم غواړم یوه ورځ داسې ځای ته ورسېږم چې زما قلم، زما شعر او زما هڅې د خلکو لپاره د یادولو وړ وي. باور لرم چې لوی نومونه په یوه ورځ نه جوړېږي؛ د کلونو هڅې، زحمت او باور یې تر شا ولاړ وي.یوه ورځ به موږ هم د نننیو هڅو په پایله کې د سبا د ویاړ کیسه ولرو.تازه مې خپل لاندې غزل ګوګل ته ولېږه، هلته یې د ښکلا او معنا له اړخه وستایه او راته یې وویل چې دا غزل د حنفي کوچي له عمر څخه څو چنده لوړه ادبي ښکلا لري. دا خبره راته د خوښۍ او هڅونې سبب شوه او لا یې د شعر او ادب په لاره کې د پرمختګ انرژي راکړه.البته زه/موږ لا د زده کړې په پیل کې یم/يو؛ ډېر څه شته چې باید زده یې کړم/کړو، ډېرې لارې شته چې باید ووهم/ووهو او ډېر خوبونه شته چې باید د حقیقت جامه ورواغوندم او ور واغوندو.زما هیله دا ده، چې سبا مې نوم یوازې د نوم په توګه پاتې نه شي، بلکې د ښو شعرونو، ښو اخلاقو او ګټورو هڅو په وسیله وپېژندل شم.ستاسو ورور: حنفي کوچی---غزلزما او ستا له سپين تور ښه سره جوړ وو که هر څو وو اذان سپين بلال تور همما به څه ګيلې کولې له پرديو بس خبرې وې کېدې راپسې د کور همما له هر لمانځه نه پس دا دعا کړې خدايه ما جنت ته بوځه، زما مور همهغه يو له اوره جوړ کړو سره لرې اوس مې کرکه کيږي اومنه له اور همڅو غزل د حنفي مې ورته وويل په بار بار يې ويل چې وايې به اوس نور هم
# اړوند پوسټونه
شعرونه
عشقی غزل
غ ز ل/ د ګیلو ډک زړه مي اوس چا ته تش کړم زۀ بد نصیبه! بیلتانه بیا خوش کړم لۀ هغه وروسته! مي ورځ سمه نۀ شوه! تا چي د ه...
ریحان هلمندی
16 لیدنې
29 Nov 2026
0.0
(0)
سپورټ
لاړم
زه ملګرو لاړم ځکه ماته څوک اډمين نه کوي ماريس خاديم ته څو ځلي وويلې چي ماته اډمين وکړه هغه ځواب هم نه راکاوه
شمس تبريزې دپښتو ګهيځ غټ مينوال
842 لیدنې
27 Nov 2026
0.0
(0)
فلسفه
اصلاحي لیکنه
*یو عالم وایې!*🗣️ *هیڅڪله دچا په څهره او رنګ ملنډي او مسخري مه کوئ،ځڪه چي بدرنګ خلڪ دښایستو قدر دی;یعني ڪه بدرنګ خلڪ ن...
خان ولي احمدي
276 لیدنې
26 Nov 2026
0.0
(0)