oiuytrew
حنفي کوچی

زموږ نننۍ ټولنه ....!

560 لیدنې 13 رایې
3.7 (13)
حنفي کوچی
حنفي کوچی 20 Nov 2026

🫀❤️ زموږ په ټولنه کې ډېری وخت د هغو کسانو قدر کېږي چې نوم او شهرت یې پیدا کړی وي ټول یې صفت کوي او ستاینه یې کوي او کله ناکله خپله هم ځان تر نورو لوړ ګڼي 🥰خو باید هېر نه کړو چې ځوان استعداد هم مینې ملاتړ هڅونې او تشویق ته اړتیا لري ☺️ زموږ په منځ کې داسې ډېر تکړه ځوانان شته چې لا یې مشران هم له نوم او وړتیا خبر نه دي خو په زړونو کې د ادب او هنر لویې هیلې لري ❤️💯مشران خپل مزل وهلی او خپل مقام ته رسېدلي دي اوس زموږ پام باید هغو کشرانو او ځوانو استعدادونو ته وي چې د سبا ورځې د ادب ښکلا او ویاړ کېدای شي 🥰😘زه دا خبره د ځان لپاره نه کوم او نه دا تمه لرم چې څوک دې زما ستاینه وکړي چې ګواکې زه یو شاعر یم بلکې زما هیله دا ده چې ځوانان وستایل شي د هغوی وړتیاوې ولیدل شي او د پرمختګ لپاره یې هڅونه وشي 🫀❤️راځئ د ځوان استعداد ملاتړ وکړو د کشرانو وړتیا وستایو او په مینه یې ملګري شو ځکه نننۍ یوه خوږه ستاینه کېدای شي د سبا ورځې د یوه لوی ادبي شخصیت د پرمختګ لامل شي ☺️💯🥰 ادب یوازې د مشهورو نومونو په ستایلو نه غوړېږي بلکې د نويو استعدادونو په هڅولو او ملاتړ کولو هم ژوندی پاتې کېږي ❤️🫀😘

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (13)

13 ټولې رایې

5★
6
4★
1
3★
2
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan