تورماښام ادبي بهیر 🥰اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُد تورماښام ادبي بهیر د مهالوېش سره سم تيره شپه مو د شاعرانو په ګډون یوه په زړه پورې اونیزه بیتي مشاعره ترسره کړهمشاعره په لاندې دوو بیتونو پیل شوهڅوک چې د وخت د ظالمانو نه نفرت کوي هغو ته وایي چې بیخي دي عبادت نه کوي که حق وینا کولی نه شي د ظالم له پېري چې کم تر کم د ظالمانو حمایت نه کويقافیه نفرت عبادت حمایت ردیف نه کويد مشاعرې لپاره یوازې ۳۰ دقیقې وخت ټاکل شوی وحنفي کوچیانجونې به خود وزي له کور د سنګر په لور چې زلمي غلي دي او هېڅ غږ د غیرت نکويهجران بادغیسوالڅوک د میني کارو بار کوي اوس دلته خو اکثره پښتانه هېڅ محبت نکويحنفي کوچیچې وفا نه لري د زړه خبرې هم نه اورې لالی دې ماته د دې ړنګ حسن صفت نکوياسرارالله حسنزید تبسم خندا په شونډو ژبه وهل هغې ته ووایه چې نور دغه عادت نکويحنفي کوچیزه یم منصور د زمانې او دوی د وخت قاضیان ځان دې خبر کړي په چټي دې قضاوت نکويفرزاد ملنګښه پرې پوهېږم چې جانان راته یو څه ووایي ښه یې زړه کېږي د خبرو بیا جرئت نکويحنفي کوچیدنیا د مینې ده او مینه وکئ مینه وکئ خلک دې ځان پوه کړي یو بل نه دې نفرت نکويموسی خان ارمانچې یې ویله زه مین د چا په سترګو یمه هغه ملا زموږ د کلي امامت نه کويحنفي کوچید خړ سنګر خړ طالبان دي زرې هم نه غواړي تش پولیسي غواړي غوښتنه د ریاست نکويهجران بادغیسوالماده میني کارپره ایښي تئ خبر شئ بیا دې څوک ماته د میني شکایت نکويحنفي کوچیما تش پلمه غوښته کوچیه تر راتلمه نه خو لالی بېننګه دی او بیا هم راته ست نکويفرزاد ملنګبغیر له ما به ورته وخت تېرول زور ورکوي اوس مو چې وویني بیخي زمونږ عزت نکويحنفي کوچیپه شاعرۍ به یې مینهیي پوهېږمه پرې دا غه جلکۍ د حنفي کوچي صفت نکوياسرارالله حسنزید تبسم خندا په شونډو ژبه وهل هغې ته ووایه چې نور دغه عادت نکويحنفي کوچیچې مینه نکوي پروا نکوي نه دې کوي دومره یې پوه کړه چې مې پسې شاه غیبت نکويفرزاد ملنګلالیه تا ورباندې هسې ګل ځواني خاوري کړه په خدای قسم دی که هغه درنه نفرت نه کويحنفي کوچیپه غزلونو باندې ښه پوهېږي ستا حنفي پیره نو ځکه غټې جمې د سیاست نکويموسی خان ارمانچې یې ویله زه مین د چا په سترګو یمه هغه ملا زموږ د کلي امامت نه کويحنفي کوچیزموږ سلام ورته سلام نه ښکاري خپله یې اخلو خانان صاحبه دا کار د انسانیت نکويفرزاد ملنګزمونږ ملا به همیشه خوله په اذکارو خوړیده اوس چې مین شو بیخي دا تلاوت نکويحنفي کوچیکور کې جنت لري کوچیه ځکه ډاډه ګرځي زړه یې خوشحاله دی خبرې د جنت نکويحنفي کوچیکار یې د ښار د کلیسا سره دی پیره کوچی په مسجدونو کې نو ځکه عبادت نکويعجيبه او سخته خو دا وه کې مشاعره ۳۰ دقيقو وهپای تور ماښام اونيزه بيتي مشاعرهزه..🥰🥰🥰🥰سلامونه درنو لوستونکو دا زموږ د تورماښام ادبي بهیر مشاعره وه چې ما هم پکې برخه اخیستې وه ☺️په دې دېرش دقیقه يي مشاعره کې ما خپله پوره هڅه وکړه چې په لنډ وخت کې ښه او ساده الفاظ وکاروم او تر ډېره بریالی هم شوم 🤭خوښ یم چې مې وکولای شول د خپل زړه خبرې په دې بیتونو کې ستاسو تر غوږونو ورسوم 🥰تاسو د *پښتو ګهیځ* درانه مینه وال هم خپل نظرونه زموږ پر دې مشاعرې او زما پر بیتونو راسره شریک کړئ 😋ستاسو نظرونه او نیوکې دواړه زما لپاره د قدر وړ دي 🥰ستاسو ورور *حنفي کوچی* ☺️
# اړوند پوسټونه
شعرونه
عشقی غزل
غ ز ل/ د ګیلو ډک زړه مي اوس چا ته تش کړم زۀ بد نصیبه! بیلتانه بیا خوش کړم لۀ هغه وروسته! مي ورځ سمه نۀ شوه! تا چي د ه...
ریحان هلمندی
26 لیدنې
29 Nov 2026
0.0
(0)
هنر
د پښتو ګهيځ ځينې نيمګړتياوې..!
د پښتو ګهیځ ځینې نیمګړتیاوې او د اصلاح وړاندیزونه! پښتو ګهیځ د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ د ودې لپاره یو ښکلی او ارزښتناک ن...
حنفي کوچی
837 لیدنې
27 Nov 2026
0.0
(0)
سپورټ
لاړم
زه ملګرو لاړم ځکه ماته څوک اډمين نه کوي ماريس خاديم ته څو ځلي وويلې چي ماته اډمين وکړه هغه ځواب هم نه راکاوه
شمس تبريزې دپښتو ګهيځ غټ مينوال
909 لیدنې
27 Nov 2026
0.0
(0)