oiuytrew
ریس خادیم

ساحل او زلیخا 1 برخه

196 لیدنې 14 رایې
4.4 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

ساحل او زلیخا #ټوټل--ناول #19صفحه نشر کوونکي ریس خادیمزلیخا د اوبو بوشکه په احتیاط د انګړ په یوه کونج کې کېښوده. د هغې په مخ کې د ستړیا نښې ښکارېدې، خو بیا هم په ادب او درناوي یې په ارام غږ وویل:"وروره، که اجازه وي، دا بوشکه له نل څخه راته ډکه کړې؟ زموږ کره نن سهار راهیسې اوبه نه دي راغلي، مور مې هم راته وویل که ستاسې کره اوبه وي، یوه بوشکه راوړه."ما په موسکا ورته وکتل او ومې ویل:"هو، ولې نه. دا خو د ګاونډ حق دی، همدا اوس یې ډکوم."هغې بوشکه زما په لور راښکاره کړه او زه یې د انګړ نل ته یووړم. نل مې خلاص کړ، د یخو اوبو غږ د انګړ په چوپتیا کې خپور شو او بوشکه ورو ورو په ډکېدو شوه.زلیخا د دروازې ترڅنګ په ادب ولاړه وه. کله نا کله به یې د انګړ یوې او بلې خوا ته وکتل، خو بې اجازې یې یو ګام هم مخکې نه اېښود. د هغې له چلنده معلومېده چې د نورو د کور احترام ورته مهم دی.ما ورته وویل:"زلیخا، بهر هوا ډېره ګرمه ده، که وغواړې، د انګړ سیوري ته راشه."هغې په نرمه موسکا وویل:"مننه، همدلته ښه یم. بوشکه چې ډکه شي، ژر به لاړه شم. مور مې انتظار باسي."ما سر وخوځاوه او بیا مې د اوبو روانې بوشکې ته وکتل. څو شېبې دواړه چوپ وو. یوازې د اوبو د بهېدو غږ اورېدل کېده.د چوپتیا د ماتولو لپاره مې وویل:"نن خو ډېره ګرمي ده."هغې ورو ځواب راکړ:"هو، ځکه نو د اوبو نشتوالی لا سخت احساسېږي."ما وخندل او ومې ویل:"ان‌شاءالله ماښام پورې به ستاسو کره هم اوبه راشي."هغې په هیله وویل:"همداسې دې وشي."څو دقیقې وروسته بوشکه تر خولې ډکه شوه. ما نل بند کړ او بوشکه مې ورو د هغې مخې ته کېښوده.زلیخا دواړه لاسونه پرې کېښودل او په منندوی غږ یې وویل:"الله دې خیر درکړي. هر ځل چې زموږ کره اوبه بندې شي، ستاسې مرسته راسره وي. مور مې تل وایي چې ښه ګاونډی د خپلوانو په شان وي."ما ورته وویل:"موږ خو کلونه کلونه سره ګاونډیان یو. د یو بل مرسته کول زموږ دنده ده."هغې په خوښۍ سر وخوځاوه او ویې ویل:"مور مې هم درته ډېر سلام ویلی و او ویل یې چې له مور دې هم سلام واخله."ما وویل:"وعلیکم سلام. زما سلام هم ورته ورسوه."هغې بوشکه په دواړو لاسونو پورته کړه، خو د دروازې تر وتلو مخکې لږه شېبه ودرېده، بیا یې په موسکا وویل:"بیا هم ډېره مننه."ما وویل:"هیڅ خبره نه ده، هر وخت چې اړتیا وي، بې له تکلفه راشئ."زلیخا ورو ورو د خپل کور پر لور روانه شوه. ما تر هغې پورې ورته وکتل چې د خپل کور دروازې ته ورسېده او دننه لاړه.دروازه مې ورو وتړله او بېرته انګړ ته راغلم. د اوبو څو څاڅکي لا هم د نل تر څنګ پر ځمکه پراته وو. ما نل ښه بند کړ او بیا په چوکۍ کښېناستم.په ذهن کې مې د مور خبرې راګرځېدې چې تل به یې ویل:"ښه ګاونډی د الله لوی نعمت دی. که ګاونډیان سره مینه او احترام ولري، ژوند ډېر اسانه کېږي."هماغه وخت مې له ځانه سره فکر وکړ چې رښتیا هم د انسانانو ترمنځ ډېرې اړیکې د همدې کوچنیو مهربانیو او ساده مرستو څخه پیلېږي.شاوخوا یو ساعت وروسته مور او خور مې له ترور کره راستانه شول. مور مې چې انګړ ته راغله، لومړی یې زما خوا ته وکتل او ویې پوښتل:"زویه، زموږ په نشتوالي کې چا دروازه ټکولې وه؟"ما په ارامۍ ټوله کیسه ورته وکړه؛ د زلیخا د راتګ، د اوبو د بوشکې او د هغې د سلام خبره مې هم ورته وکړه.مور مې موسکا وکړه او ویې ویل:"الله دې خیر درکړي. همداسې باید وشي. د ګاونډ حق لوی حق دی، که نن هغوی اړتیا لري، سبا کېدای شي موږ ورته اړتیا پیدا کړو."ما یوازې سر وخوځاوه.نور بیا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.4
4.4 (14)

14 ټولې رایې

5★
9
4★
2
3★
2
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan