څو ورځې وروسته د ماښام له لمانځه وروسته زه د کور د چت پر سر ولاړ وم. د لمر وروستۍ وړانګې د غرونو تر شا پټېدې او د ماښام یخه هوا په ارامۍ چلېده.له هغه ځایه زموږ د ګاونډ انګړ هم لږ ښکاره کېده.زلیخا د خپل کور په انګړ کې ګلونو ته اوبه ورکولې.کله چې یې سترګې زما پر لور ولګېدې، په موسکا یې لاس وخوځاوه.ما هم په موسکا سلام ورته وکړ.هغې په ورو غږ وویل:"ساحله، نن ډېر خاموش یې."ما وخندل."کله کله انسان له خبرو ډېر، په فکرونو کې ډوب وي."هغې وپوښتل:"د څه شي فکر کوې؟"ما اسمان ته وکتل او ومې ویل:"د راتلونکي."هغې هم اسمان ته وکتل."زه هم کله کله د راتلونکي په اړه فکر کوم."ما وپوښتل:"څه هیله لرې؟"هغې لږه شېبه چوپه شوه، بیا یې په ارام غږ وویل:"هېله لرم چې زموږ د کورنیو خوشحالي تلداسې پاتې شي او موږ هېڅکله د یو بل د خفګان سبب نه شو."ما موسکا وکړه."دا ډېره ښکلې هیله ده."هغې وویل:"ستا هیله څه ده؟"ما لږ فکر وکړ او ومې ویل:"زما هیله دا ده چې الله هر هغه څوک راسره وساتي چې زما د زړه لپاره ارزښت لري."زلیخا زما خبرو ته په دقت غوږ ونیو، خو څه یې ونه ویل.د هغې په سترګو کې د خوښۍ یو ښکلی احساس ښکارېده.په همدې وخت کې د جومات د ماښام د اذان غږ پورته شو.زلیخا په درناوي وویل:"زه ځم، لمونځ به وکړم."ما وویل:"الله دې قبول کړي."هغې موسکا وکړه او خپل کور ته ننوتله.زه هم د چت له سر څخه ښکته شوم، خو د هغې وروستۍ موسکا مې لا هم په ذهن کې وه.هغه شپه چې په خپله خونه کې وم، د کړکۍ له لارې مې اسمان ته کتل.له ځان سره مې وویل:"کله ناکله انسان ته د چا یوه موسکا هم دومره ارزښت پیدا کړي، چې د ټولې ورځې ستړیا ترې هیره شي."زما د زړه احساس هره ورځ ژورېده، خو ما له ځان سره ژمنه کړې وه چې تر مناسب وخت مخکې به هېڅ بېړه نه کوم.ځکه رښتینې مینه د صبر، باور او احترام په بنسټ ولاړه وي، او زه غوښتل چې زموږ د مینې کیسه هم همداسې ښکلې پاتې شي. نور بیا
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)