کژدې له ورځې وروسته زموږ ژوند ډېر بدل شو.زلیخا اوس زما لپاره یوازې ګاونډۍ نه وه؛ زموږ کورنۍ هم زموږ د اړیکې په اړه خبر وې او ټول شیان په ښکاره او د احترام په فضا کې روان وو.مور مې به کله زلیخا زموږ کور ته راوسته او دواړه به د راتلونکي د واده په اړه خبرې کولې.زما خور هم ډېره خوشحاله وه.یوه ورځ یې راته په موسکا وویل:"ساحله، اوس خو دې د ګاونډ دروازه رسمي هم شوه."ما وخندل او ومې ویل:"ته هم بس زما ملنډې وهه."هغې وویل:"نه، زه خو خوشحاله یم."زلیخا هم له بلې خوا د واده لپاره د کورنۍ له ښځو سره په تیاریو بوخته وه.هره ورځ به یو نوی کار و.کله به د جامو خبره وه، کله د مېلمنو، کله د کور د تیارولو.زه به چې د دې ټولو خبرو په اړه فکر وکړم، زړه مې له خوښۍ ډکېده.خو زلیخا به تل راته یوه خبره کوله:"ساحله، د واده له ورځې وروسته هم باید هماغه احترام وساتو چې تر اوسه مو ساتلی دی."ما ورته وویل:"زه به هېڅکله ستا احترام هېر نه کړم."هغې موسکا وکړه."نو زه هم خوشحاله یم."د واده ورځ ورځ تر بلې رانږدې کېده.زموږ دواړه کورنۍ په خوښۍ او تیاریو بوختې وې.زه به کله کله د خپل ژوند په تېرو ورځو فکر وکړم.هغه ورځ به مې را یاده شوه چې زلیخا د اوبو بوشکه په لاس زموږ د کور دروازې ته راغلې وه.هغه ورځ دومره عادي وه، خو موږ نه پوهېدو چې همدا به د یوې اوږدې کیسې پیل وي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)