بالاخره هغه ورځ راورسېده چې ما او زلیخا ورته ډېر انتظار کړی و.دواړه کورونه له خوښۍ ډک وو.مېلمانه راغلل، دعاوې وشوې او د کورنۍ مشرانو د خوښۍ خبرې وکړې.زما زړه له سهاره ډېر درزا کاوه.ما له ځانه سره ویل:"ایا رښتیا هم هغه ورځ راغله چې ما به زلیخا د خپل ژوند ملګرې بولم؟"د واده مراسم په خوښۍ ترسره شول.کله چې د دواړو کورنیو رضایت او دعاوې بشپړې شوې، ما د زړه له کومې شکر ادا کړ.ما زلیخا ته وویل:"زلیخا، ته په یاد لرې چې زموږ کیسه څنګه پیل شوه؟"هغې په موسکا وویل:"هو... د اوبو له یوې بوشکې سره."ما وخندل."هغه ورځ ما فکر هم نه کاوه چې یوه ورځ به ته زما د ژوند تر ټولو مهمه برخه شې."هغې وویل:"ما هم نه فکر کاوه."بیا یې په نرم غږ وویل:"خو شاید ځینې خلک د انسان په ژوند کې د راتلو لپاره دلیل نه غواړي؛ الله یې په داسې وخت راولي چې انسان یې هېڅ تصور هم نه شي کولی."ما وویل:"زه یوازې د الله شکر کوم چې زموږ لارې یې سره یو ځای کړې."هغې موسکا وکړه."او زه د خپلو کورنیو مننه کوم چې زموږ د خوښۍ ملاتړ یې وکړ."هغه ورځ زموږ لپاره یوازې د واده ورځ نه وه.هغه د ټولو هغو ورځو پایله وه چې موږ په صبر، احترام او باور سره تېرې کړې وې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)