د هغې ورځې له تېرېدو وروسته څو ورځې په عادي ډول تېرې شوې. ژوند لکه پخوا هماغسې روان و. سهار به زه له خوبه پاڅېدم، له مور سره به مې د کور په کارونو کې مرسته کوله او بیا به مې د خپل ورځني کارونو په اړه فکر کاوه. پلار مې چې د انجینیر په توګه له کوره بهر په کار بوخت و، ډېر وخت به یې موږ ته د ټیلیفون له لارې حال راکاوه.مور مې تل هڅه کوله چې د کور چارې په ښه ډول پر مخ یوسي. زما خور هم له مور سره په کارونو کې مرسته کوله. مشرې خور مې واده کړی و او خپل کور یې درلود، نو ځکه به ډېره کمه زموږ کور ته راتله.زموږ د ګاونډ کورنۍ هم له موږ سره پخوانۍ پېژندګلوي لرله. د دوی کورنۍ د لوګر ولایت وه او زموږ کورنۍ هم له هماغه ولایت سره تړاو درلود. شاید همدا وجه وه چې زموږ د کورنیو ترمنځ له پخوا څخه یو ډول خپلولي او نږدېوالی احساسېده.یوه ورځ د مازیګر پر مهال زه د کور په انګړ کې ناست وم. هوا نسبتاً سړه شوې وه او د لمر وړانګې ورو ورو کمېدې. مور مې په کور کې د ماښام د ډوډۍ لپاره تیاری کاوه او خور مې هم ورسره بوخته وه.ناڅاپه مې د ګاونډ له کوره د یوې ښځې غږ واورېد. لږ وروسته زموږ د کور دروازه وټکول شوه.ما غوښتل دروازې ته ورشم، خو مور مې له دننه غږ وکړ:"زویه، زه به ورشم."مور مې دروازې ته ولاړه او لږ وروسته یې د ګاونډۍ له مور سره خبرې پیل کړې.څو شېبې وروسته مور مې دننه راغله او راته یې وویل:"زویه، د زلیخا مور راغلې وه. ویل یې چې سبا به د دوی په کور کې یوه کوچنۍ مېلمستیا وي او غواړي چې موږ هم ورشو."ما وویل:"ښه ده مورې، که وخت مو درلود، ور به شو."مور مې وویل:"هو، ګاونډیان دي، باید د دوی د خوښۍ او غم په وخت کې ورسره ودرېږو."بله ورځ د مازیګر له لمانځه وروسته مور مې له خور سره یو ځای د ګاونډ کور ته لاړه. زه په کور کې پاتې شوم. لږ وخت وروسته خور مې بېرته راغله او راته یې وویل:"مور وایي، ته هم راشه."ما لږ حیران شو او ومې ویل:"زه؟ ولې؟"خور مې په موسکا وویل:"د ګاونډ خلک دي، ته هم ورشه. پلار دې هم هلته پېژني."ما خپل کالي برابر کړل او د ګاونډ کور پر لور روان شوم.کله چې ورسېدم، د دوی په کور کې د مېلمنو لپاره ساده خو ښکلې فضا جوړه شوې وه. د کورنۍ څو کسان ناست وو او د خپل وطن او پخوانیو خاطرو په اړه یې خبرې کولې.زه د کورنۍ له مشرانو سره کېناستم او سلام مې وکړ. زلیخا هم له لرې د کور له ښځینه برخې څخه د خپلې مور سره په کارونو کې بوخته وه.زما پام د دې خبرې خواته شو چې زموږ د کورنیو د پخوانۍ پېژندګلوۍ په اړه خبرې روانې وې. د دوی د کور مشر ویل:"موږ چې کله له لوګر څخه دلته راغلو، ډېر خلک مو نه پېژندل، خو ستاسې له کورنۍ سره مو له پخوا اړیکه وه. ښه ګاونډیان پیدا کول د مسافر لپاره لویه خوشحالي ده."پلار مې چې له کوره بهر و، مور مې یې خبرې واورېدې او په درناوي یې ځواب ورکړ:"موږ هم همداسې فکر کوو. انسان چې هر ځای ژوند کوي، باید له خپلو ګاونډیانو سره ښه چلند وکړي."د خبرو په منځ کې زلیخا هم څو ځله د خپلې مور سره راغله او بېرته لاړه. ما هڅه کوله چې د کورنۍ د نورو غړو په څېر عادي پاتې شم او په خپلو خبرو او چلند کې د هر چا درناوی وکړم.مېلمستیا چې پای ته ورسېده، موږ خپل کور ته راستانه شو.د لارې په اوږدو کې مور مې راته وویل:"زویه، انسان باید د خلکو په اړه ژر پرېکړه ونه کړي. وخت دی چې انسان وپېژني."ما وویل:"هو مورې، سمه ده."مور مې بیا وویل:"زموږ ګاونډیان ښه خلک دي. باید همداسې د احترام اړیکه ورسره وساتو."ما د مور خبره ومنله، خو په زړه کې مې نه پوهېدم چې د دې کورنۍ سره زموږ دا ساده ګاونډیتوب به په راتلونکو ورځو کې څومره بدلونونه راولي.څو ورځې وروسته یو سهار زه له کوره بهر روان وم چې د ګاونډ له دروازې سره مخامخ شوم. زلیخا له خپلې مور سره ولاړه وه. کله چې یې زه ولیدم، مور ته یې څه وویل. د هغې مور زما خوا ته وکتل او په موسکا یې سلام وکړ.ما هم سلام واچاوه.زلیخا خپلې مور ته وویل:"مورې، دا هماغه دی چې هغه ورځ یې زموږ د اوبو بوشکه ډکه کړې وه."مور یې وخندل او ویې ویل:"هو، پوهېږم. ستا مور هم تل د دوی د کورنۍ ستاینه کوي."ما په درناوي وویل:"دا خو زموږ دنده وه، د دې لپاره دومره خبرې مه کوئ."د زلیخا مور وویل:"زویه، ښه اخلاق هېڅکله کوچنی کار نه دی."ما د هغې خبره په زړه کې وساتله.له هغې ورځې وروسته زموږ د دواړو کورنیو ترمنځ د ګاونډیتوب اړیکه لا نږدې شوه. کله به چې زموږ کورنۍ ته کومه اړتیا پیدا شوه، هغوی به مرسته کوله، او کله چې هغوی کومه ستونزه لرله، زموږ مور به ورسره ولاړه وه.خو د دې ټولو تر شا داسې یوه خبره وه چې زه پرې لا نه پوهېدم.یوه ورځ پلار مې له بهر څخه زنګ راکړ. د معمول په څېر یې زما، مور او خور پوښتنه وکړه. بیا یې راته وویل: "زویه، کله چې زه بېرته کور ته راغلم، غواړم له تاسو سره د یوې مهمې موضوع په اړه خبرې وکړم."ما وپوښتل:"پلاره، کومه موضوع؟"هغه یوازې دومره وویل:"کله چې راغلم، بیا به درسره خبرې وکړم."ما چې ټیلیفون بند کړ، د پلار خبره مې په ذهن کې پاتې شوه.نه پوهېدم چې پلار مې د څه لپاره دومره مهمه خبره کوي. ایا د کار په اړه وه؟ ایا زموږ د کور په اړه؟ او که داسې کومه موضوع وه چې زموږ د ټولې کورنۍ ژوند یې بدلولای شو؟ما د دې پوښتنو ځواب نه درلود.خو یوه خبره راته معلومه وه...زموږ د ژوند یوه نوې کیسه د پیل په حال کې وه، او زه لا نه پوهېدم چې د دې کیسې په راتلونکو فصلونو کې به څه پېښېږي.نور بيا
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)