له هغې ورځې څو ورځې تېرې شوې، خو هغه کوچنۍ پېښه مې لا هم په ذهن کې وه. ژوند بېرته خپل عادي حالت ته ګرځېدلی و. سهار به زه له خوبه پاڅېدم، خپل ورځني کارونه به مې کول او ډېری وخت به مې په کور کې له مور او خور سره تېرېده. یوه ورځ سهار مور مې راته وویل: "زویه، زه او خور دې د خاله کره ځو. کېدای شي تر ماښامه پورې هلته پاتې شو." ما وویل: "ښه ده مورې، تاسې لاړ شئ، زه به په کور کې یم." مور مې له خور سره یو ځای د خاله کره روانه شوه. له کوره د وتلو پر مهال یې راته وویل: "زویه، د کور دروازه ښه بنده ساته، او که کومه اړتیا وه، موږ ته زنګ ووهه." ما ورته وویل: "سمه ده مورې، تاسې په خیر لاړ شئ." کله چې مور او خور مې لاړې، کور ناڅاپه ډېر چوپ شو. زه یوازې په کور کې پاتې شوم. د کور له یوې خوا به د ساعت ټک ټک اورېدل کېده او له بلې خوا به د باندې د خلکو غږونه راتلل. زه د انګړ په یوه کونج کې ناست وم او په موبایل کې مې مصروفیت لټاوه. د غرمې وخت ته لا څو شېبې پاتې وې چې ناڅاپه مې د دروازې د ټکولو غږ واورېد. لومړی مې فکر وکړ چې شاید کوم بل ګاونډی وي، خو کله چې مې د دروازې خواته وکتل، یو ځل بیا ټک ټک وشو. زه پاڅېدم او دروازې ته ورغلم. کله مې چې دروازه خلاصه کړه، زلیخا مې ولیده. د هغې په لاس کې یوه تشه د اوبو بوشکه وه. ما په حیرانتیا وویل: "زلیخا؟ خیر خو دی؟" هغې په ادب سلام وکړ او ویې ویل: "سلام علیکم." ما هم ځواب ورکړ: "وعلیکم السلام. خیر دی، څه خبره ده؟" هغې بوشکې ته اشاره وکړه او په ارام غږ یې وویل: "زموږ کره بیا اوبه نشته. مور مې ویل چې که ستاسې کره اوبه وي، دا بوشکه درسره ډکه کړم." ما وویل: "هو، ولې نه. راځه، بوشکه راوړه." زلیخا بوشکه انګړ ته راوړه او د دروازې ترڅنګ ودرېده. ما بوشکه تر نل لاندې کېښوده او اوبه مې پرې روانې کړې. زلیخا شاوخوا وکتل او ویې پوښتل: "مور دې چیرته ده؟" ما وویل: "مور او خور مې د خاله کره تللي دي." هغې وویل: "اها، نو ته یوازې یې؟" ما وویل: "هو، یوازې یم." هغې سر وخوځاوه او بیا چوپه شوه. زه هم د بوشکې د ډکېدو په تمه وم. د اوبو غږ په انګړ کې خپور و او د کور چوپتیا یې ماتوله. څو شېبې وروسته زلیخا وویل: "مور مې ویل چې ستاسې له مور څخه مننه وکړم. هغه تل له موږ سره ډېره مرسته کوي." ما وویل: "مور مې هم تل وایي چې ګاونډیان باید یو د بل مرسته وکړي." هغې په موسکا وویل: "رښتیا هم، ستاسې مور ډېره ښه ښځه ده." ما وویل: "هو، الحمدلله." بوشکه لا هم ډکېده. زلیخا د انګړ له دروازې بهر ولاړه وه او زه د نل ترڅنګ وم. هغې ناڅاپه وپوښتل: "ستا پلار کله راځي؟" ما وویل: "نه پوهېږم، شاید ډېر ژر راشي. له بهر څخه یې راته ویلي چې انشاءالله ژر به راشي." هغې وویل: "ښه ده. مور مې هم ستا د پلار په اړه پوښتنه کوله." ما لږ حیران شو او ومې ویل: "ولې؟" زلیخا سمدستي وویل: "نه، خاصه خبره نه ده. یوازې یې پوښتنه کوله چې کله راځي." ما بیا څه ونه ویل. بوشکه ډکه شوه. ما نل بند کړ او بوشکه مې د انګړ په یوه ځای کې کېښوده. زلیخا راغله او د بوشکې د پورته کولو هڅه یې وکړه، خو بوشکه ډېره درنه وه. ما ورته وویل: "صبر وکړه، زه یې درسره تر دروازې پورې رسوم." هغې وویل: "نه، زه یې وړلی شم." ما وویل: "بوشکه ډېره درنه ده، پرېږده چې زه یې درته ورسوم." زلیخا چوپه شوه او اجازه یې راکړه. ما بوشکه تر دروازې پورې ورسوله. هغې په مننې وویل: "ډېره مننه." ما وویل: "هیڅ خبره نه ده." هغې بیا لږه شېبه ودرېده او ویې ویل: "مور مې ویل چې کله ستاسې مور او خور له خاله کره بېرته راغلې، سلام ورته ورسوه." ما وویل: "سمه ده، حتماً به یې ورسوم." زلیخا بوشکه واخیسته او د خپل کور پر لور روانه شوه. ما د دروازې تر څنګ ولاړ وم او تر هغه مې ورته کتل چې خپل کور ته ورسېده. کله چې هغه د خپل کور دروازې ته ورسېده، یو ځل یې شاته وکتل. زه لا هم د خپلې دروازې ترڅنګ ولاړ وم. هغې په سر اشاره وکړه او بیا خپل کور ته دننه شوه. ما هم دروازه وتړله او بېرته کور ته راغلم. په زړه کې مې فکر کاوه چې زلیخا ولې هر ځل د اوبو بوشکه زموږ کور ته راوړي؟ زموږ کورونه خو ګاونډیان دي، خو دا ځل یې د پلار په اړه هم پوښتنه وکړه. ما غوښتل له دې خبرو ډېر فکر جوړ نه کړم. له ځانه سره مې وویل: "کېدای شي دا یوازې عادي خبرې وي." ما موبایل راواخیست او په خپل کار بوخت شوم. ماښام ته نږدې مور او خور مې له خاله کره بېرته راغلې. مور مې چې کور ته دننه شوه، له ما څخه یې وپوښتل: "زویه، زموږ په نشتوالي کې څوک راغلي وو؟" ما وویل: "هو، زلیخا راغلې وه." مور مې وپوښتل: "ولې راغلې وه؟" ما ورته وویل: "دوی کره بیا اوبه نه وې، د اوبو بوشکه یې راوړې وه چې زموږ له نل څخه یې ډکه کړم." مور مې موسکا وکړه او ویې ویل: "ښه دې کړي. که بیا هم اړتیا لري، مرسته ورسره کوه." ما وویل: "هو، ما همداسې وکړل." خو ما مور ته د زلیخا هغه پوښتنه ونه کړه چې زما پلار به کله راځي. نه پوهېدم ولې، خو زړه مې نه غوښتل چې دا خبره له مور سره شریکه کړم. ماښام چې موږ ټول د کور په انګړ کې ناست وو، د ګاونډ له کوره د زلیخا د مور غږ راغی. مور مې دروازې ته ورغله او دواړو یو څه خبرې وکړې. څو شېبې وروسته مور مې بېرته راغله. ما وپوښتل: "مورې، د ګاونډۍ څه ویل؟" مور مې وویل: "ویل یې چې سبا به زموږ کره راشي، یوه خبره لري." ما حیران وپوښتل: "کومه خبره؟" مور مې وویل: "نه پوهېږم، سبا به راشي او خپله به یې ووایي." زه بیا په فکر کې شوم. زلیخا نن زموږ کور ته راغلې وه، د اوبو بوشکه یې راوړې وه، زما د پلار د راتګ پوښتنه یې کړې وه، او اوس یې مور هم ویل چې سبا زموږ کور ته راځي او یوه مهمه خبره لري. ما له ځانه سره وویل: "کېدای شي دا ټولې خبرې یوازې اتفاق وي..." خو زړه مې بل څه ویل. ما نه پوهېدم چې د سبا ورځ به څه خبر له ځان سره راوړي، خو یوه خبره یقیني وه؛ د زلیخا د اوبو د بوشکې له هغې لومړۍ ورځې وروسته زموږ د دواړو کورنیو ترمنځ اړیکې ورو ورو بدلېدلې، او داسې رازونه وو چې لا تر اوسه هېچا په ښکاره نه وو ویلي...نور بیا
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)